د طالبانو ویاند ویلي، چې د طالبانو د مشر په مشرۍ د دې ډلې د کابینې دوه ورځنۍ غونډه نن په کندهار کې پای ته رسیدلې او په یاده غونډه کې نوموړي خپلو وزیرانو ته د بیلابیلو فکري اختلافاتو پر مخنیوي ټینګار او لارښوونې کړې دي.
د طالبانو ویاند ویلي، چې د دې ډلې د کابینې غونډه له دوو ورځو وروسته نن چهارشنبه په کندهار کې پای ته ورسېده او په یاده غونډه کې د کابل ښاروالۍ له لوري په کابل کې د جوماتونو جوړولو او د حج او اوقافو وزارت ته د سپارلو پرېکړه، په زندانونو کې د بندیانو پر وضعیت، د هغوی د دوسیو څرنګوالی، د بند مودې او د محاکمو له خوا د پریکړو په اړه هم خبرې شوې دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوې:«جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونو ته د لا ښې پاملرنې په اړه مختلفو برخو کې د حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو او د امر بالمعروف وزارتونو په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په ټولو برخو کې ارزونې وکړي، همدا ډول د کلیوالي مدرسو او په جوماتونو کې د درسي سیستمونو احیا او تقویې په اړه هم بحث او خبرې وشوې او د پاملرنې توصیه وشوه.»
د طالبانو د کابینې په غونډه کې هبت الله خپلو وزیرانو ته د اختلافاتو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې هبت الله د بیلابیلو فکري اختلافاتو پر مخنیوي، د اتفاق او اتحاد په لا تقویت باندې ټینګار وکړ او په دې اړوند یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د طالبانو مشر د کابینې په غونډه کې پر خپلو وزیرانو ټینګار کړی، چې د خلکو د فکري سمون لپاره کار وکړي.