د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي، تمه لري چې ټرمپ به د سويلي اسیا په اړه خپله تګلاره وروستۍ کړي او د هند، افغانستان او پاکستان مسایلو ته پام وکړي. جنرال مکمستر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان او چین اړیکې د ټرمپ پام ځانته جلبولای شي.
دغه امریکايي جنرال، چې پخوا یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، زیاته کړه چې ټرمپ غواړي د هند، افغانستان او پاکستان مسایلو ته پاملرنه وکړي.
هغه وویل چې پاکستان خپل ملي حاکمیت چین ته سپارلی او باید درک کړي چې اقتصادي یووالی په سويلي اسیا کې د ټولو خواوو لپاره حل لاره ده.
هغه د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې «ایا په افغانستان کې څه شته چې د ټرمپ پام ځانته جلب کړي؟» وویل، چې له چین سره د افغانستان اړیکې او د نړۍ اقتصاد تر خپل واک لاندې راوستلو لپاره د بېجنګ هڅې کولای شي د ټرمپ پام ځانته جلب کړي.
مکمستر په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار و. هغه په افغانستان کې پوځي ماموریت ترسره کړی او له افغان چارو سره نږدې اشنا دی.
هغه په خپل کتاب «له ځان سره جګړه» کې تشریح کړې چې ولې ډونالد ټرمپ فکر کاوه د طالبانو ماتول عملي نه دي او ولې واشنګټن ونه توانېد چې اسلام اباد د طالبانو له ملاتړه لاس اخېستلو ته وهڅوي.
دغه امریکايي جنرال په خپل کتاب کې لیکلي چې د امریکا د محدودو ځواکونو د حضور د دوام په تړاو یې د ټرمپ د قانع کولو هڅې بې نتیجې پاتې شوې ځکه د ټرمپ ډېرو نږدې ملګرو له افغانستان څخه د بشپړ وتلو لابي کوله.