ایراني کارپوه: د هلمند د اوبو د کمښت په اړه د طالبانو ادعا ناسمه ده

۲ ورځې مخکې

د تهران پوهنتون استاد او د افغانستان د چارو کارپوه «کیومرث بزدان پناه» وایي، که طالبان ادعا کوي چې هلمند د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دی، دا خبره په بشپړ ډول ناسمه ده. هلمند د کافي اوبو لرونکی دی، خو د ایران کمزورې سیمه‌ییزه ډیپلوماسي نشي کولای د خپلې حقابې ګټې خوندي کړي.

یزدان‌پناه له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې که څه هم د بند جوړول د افغانستان حق دی، خو دا هېواد باید د ګاونډیتوب او د سیستان او بلوچستان د بشري ژوند شرایط په پام کې ونیسي.

هغه وویل، د تیر پُل او ګفګان د بندونو پروژې باید وڅېړل شي، ځکه د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته به ایران ان د ډېرو بارانونو په موسم کې هم د اوبو برخه ترلاسه نه کړي.

د ده په خبره، یوازې رسنیزې څرګندونې د ستونزې حل نه دي، ځکه د نړۍ په ځانګړې توګه د منځني ختیځ د وچکالۍ لړۍ د ایران د حقابې د ترلاسه کولو ستونزه نوره هم پېچلې کړې ده.

هغه زیاته کړه، چې د ایران او افغانستان تاریخي ګاونډیتوب او پخواني تړونونه باید په پام کې ونیول شي، خو پر دې تړونونو باید بیا کتنه وشي، تر څو د دواړو لوریو د منلو وړ حل وموندل شي.

دغه کارپوه وویل، چې که د ایران اوبو حق په سمه توګه تامین نه شي، دا به د ختیځ ایران د زر کیلومتره اوږده پوله ییزه سیمه له سختو امنیتي، حکومتي او چاپېریالي ننګونو سره مخ کړي، په ځانګړي ډول سیستان او بلوچستان چې د هلمند سیند وروستۍ برخه ورته رسېږي.

یزدان‌پناه هغه کسان ملامت کړل، چې د افغانستان په چارو کې یې کلونه مسوولیتونه لرل او د سترې بودیجې لرلو باوجود یې د ملي او سیمه‌ییزو ګټو په خوندیتوب کې مهم ګامونه وانخیستل.

هغه زیاته کړه، چې اوسمهال طالبانو د هریرود مسیر بدل کړی او د ایران خاورې ته د اوبو د ورتګ مخه یې نیولې ده، چې دا د ایران د ډیپلوماسۍ او پلان جوړونې د کمزورتیا ښکارندویي کوي.

هغه وړاندیز وکړ، چې ایران باید بدیله لارې هم په پام کې ونیسي، لکه د عمان له سمندر څخه د اوبو انتقال د هامون جهیل او د جازموریان دښتې ته څو د سیستان او بلوچستان د اوبو اړتیاوې پوره شي.

یزدان‌پناه وویل، چې طالبان نشي کولای د دې په بدل کې چې ایران یې په رسمیت وپېژني، د اوبو حق ورکړي. د هغه په وینا، دا به د سیاسي ذلت بې‌سارې بېلګه وي.

هغه وړاندیز وکړ، چې که طالبان د ایران د حقابې په ورکولو کې همکاري ونه کړي، ایران باید خپل فشار راوړونکي وسایل وکاروي، لکه د غېرقانوني افغان کډوالو اېستنه یا د افغانستان لپاره د چابهار بندر او نړۍوالو اوبو ته د لاسرسي محدودول.

د هغه په باور، هند او امریکا د افغانستان د بندونو په پروژو کې ښکېل دي، خو که دا خبره سمه وي، دا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د بې‌ مسوولیتۍ ښکارندویي کوي.

هغه وویل، چې ایران باید له هند سره خبرې کړې وای، څو له دغو پروژو لاس واخلي، خو امریکا طبیعي ده چې د ایران سره د اوږدمهاله شخړو له امله د دغو پروژو ملاتړ وکړي.

یزدان‌پناه ټینګار وکړ، چې د افغانستان په اړه د ایران اوسنی دریځ ډېر پڅ دی او په لومړیتوبونو کې یې دقت نشته، چې دا مسله د دواړو هېوادونو په اړیکو او د ایران په سیمه‌ییز ځواک منفي اغېزه کولی شي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان او ایران تر منځ د حقابې معاهده په ۱۳۵۱ کال کې د دواړو شاهي حکومتونو د لومړي وزیرانو تر منځ لاسلیک شوه. دغه هوکړه یوه سریزه، ۱۲ مادې او دوه پروتوکولونه لري.

په دغه هوکړه کې راغلي، چې افغانستان باید په یوه نورمال کال کې په منځنۍ کچه په ثانیه کې ۲۲ متر مکعب اوبه ایران ته د حقابې په توګه ورکړي.

نور خبرونه

رادیو