ایران له افغانستان سره شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او د ایراني چارواکو په وینا، په افغانستان کې هر تحول به د هغوی پر امنیت، اقتصاد او ټولنیزو شرایطو اغېز وکړي.
په ایران کې شعیه مذهبی نظام حاکم دی، خو طالبان بیا سني مذهبه دي او خپلې ټولې چارې د حنفي فقهې له مخې ترسره کوي.

له دغه مذهبي تضاد سره سره جغرافیايي او اقتصادي مسایل او همداراز د دواړو هېوادونو پر وړاندې ګډ نړۍوال فشارونه دوی دې ته اړ اېستلي، چې په خپل منځ کې تعامل ولري.
سره له دې چې ایرانیان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو څه خوشبینه وو، خو اوس داسې ښکاري چې ایران پر دې پوه شوی چې له طالبانو سره دوستي به ښه راتلونکې ونه لري.
د ایران او اسراییل تر منځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ایران په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ته ملا وتړله او تر اوسه یې څه باندې یو میلیون افغان کډوال را اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د طالبانو او ایران تر منځ د اړیکو مخینه:
په افغانستان کې په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو له پيداښته تر اوسه، د دغې سخت دریځې اسلامپالې ډلې اړیکې د ایران له اسلامي جمهوري سره له ابهام او له ډېرو هسکو او ژورو سره مخ دي.
ایران په افغانستان کې د شورویانو پر وړاندې د افغانانو د جهاد پر مهال د دغه هېواد په چارو کې ډېر ښکېل شو او ان دا چې د افغان شعییانو ګوندونه یې جوړ، سمبال او افغانستان ته یې د جهاد په نوم واستول او لا هم له دغو شعیه مشرانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
خو کله چې طالبان په لومړي ځل په افغانستان کې واک ته ورسېدل، ایران د طالبانو حاکمیت تر پایه په رسمیت ونه پېژنده، خو د برهان الدین رباني په مشرۍ د افغانستان اسلامي دولت یې بیا په رسمیت وپېژانده او همداراز یې د طالبانو له مخالفو وسله والو ګوندونو سره ستراتیژيکې اړیکې درلودې. ایران د طالبانو پر وړاندې د مقاومت له بهیره په افغانستان کې د شورویانو پر مهال له افغان ګوندونو د ملاتړ په څېر خپل نظامي، مالي او روزنیز ملاتړ ته دوام ورکړ.
طالبانو کله چې په ۱۹۸۸ کال کې د بلخ مرکز مزارشریف ښار تصرف کړ، نو ورسره جوخت په مزاشریف کې د ایران په کونسلګرۍ کې لږ تر لږه ۹ ایراني ډيپلوماټان او یو خبریال ووژل شول. د برهان الدین رباني په مشرۍ د افغانستان اسلامي دولت وویل، چې دغه ایرانیان طالبانو وژلي او ایران هم همداسې ومنله، چې ګواکې په دغې پېښه کې طالبان ښکېل دي، خو په هغه وخت کې طالبانو وویل چې یاد ایرانیان د مزارشریف ښار له نیول کېدو مخکې په خپله کونسلګرۍ کې وژل شوي وو.
د دغې پېښې اصلي لامل لا تراوسه هم په کره توګه له شواهدو او اسنادو سره نه دی روښانه شوی، خو دغې موضوع د ایران تُند غبرګون راوپااوه. له دغې پېښې وروسته داسې انګېرل کېده چې ایران به پر افغانستان برید وکړي او لسګونه زره نظامیان یې له افغانستان سره په پوله کې ځای پر ځای کړل، خو دغه برید د ایران د مذهبي مشر سید علي خامنه يي له لوري په وروستۍ شېبه کې لغوه شو. د طالبانو بنسټګر او پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد په هغه وخت کې د ایران د دغه ګواښ په غبرګون کې له رسنیو سره په مرکه کې وویل، «که ایران دا کار وکړي نو تر اصفهانه به یې وځغلوم.»

د طالبانو له سقوط وروسته د طالبانو او ایران اړیکې:
سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې ایران د دغې ډلې له مخالفینو ملاتړ کاوه، خو په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو په بریدونو سره د طالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو سره هم مهاله ایران خپلې دروازې د تښتېدونکو طالب مشرانو پر وړاندې خلاصې کړې او پناه یې ورکړه.
دغه اړیکې یوازې د یوه دولت او پناه غوښتونکو تر منځ نه وې، بلکې داسې ادعاوې شته چې طالب مشرانو په ایران کې د اوسېدو لپاره ځانګړي ځایونه او امتیازات هم درلودل.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د اسلامي جمهوري له رامنځته کېدو سره هم مهاله ایران په رسمي ډول له افغان دولت سره هر اړخیزې اړیکې درلودې، خو په افغانستان کې د ناامنیو د رامنځته کولو، له امریکا سره د پخوانيو دوښمنیو د پاللو، د بهرنیو ځواکونو د په نښه کولو او د لویو بنسټیزو ملي پروژو د مخنیوي په برخو کې له طالب مشرانو یې هم ملاتړ کاوه.
ایران له روسیې سره په همغږۍ په افغانستان کې د جمهوري نظام په وروستۍ لسیزه کې له طالبانو سره په دې موخه مرستې کولې، چې امریکا د (درېیو هېوادونو ګډه دوښمنه) په سیمه کې ماتې وخوري او له افغان خاورې وتلو ته اړه شي، ځکه ایران په افغانستان کې د امریکاییانو موجودیت د خپلو ګټو لپاره لوی ګواښ باله.
اخوا، ایران هم بیا طالبانو ته ځکه ډېر د اهمیت وړ وو چې له یوې خوا د امریکې مخالف وو او له بلې خوا په سیمه ییزه کچه او په ځانګړي ډول دا چې ګاونډی هېواد دی او د افغانستان له قضایاو بهر نشي پاتې کېدی.
ایران او طالبانو امریکا ته د ګډې دوښمنې په سترګه کتل او دغه ټکي ایران او طالبان سره نږدې کړي وو، که څه هم چې په عام ډول طالبان او ایرانیان له عقیدوي اړخه مسلمانان دي، مګر د سنيتوب او شیعه توب موضوع هغه څه دي، چې د دواړو لوریو تر منځ د لرې والي لامل کېدای شي. په اوسنۍ نړۍ کې مادي ګټې پر معنویاتو او عقيدوي مسایلو برلاسې دي، ځکه خو یوازې عقيدوي اړخ نشي کولی طالبانو او ایران ته د یووالي انګیزه ورکړي، بلکې له دې وړاندې نور لاملونه لومړیتوبونه لري، چې تر ټولو مهم یې یو تر بل پورې د ګټو تړاو دی.
ایران تر ډېره له هغو طالبانو چې د افغانستان په لوېدیځ او سوېل لوېدیځ کې فعالیت درلود، لکه صدر ابراهیم (د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اوسنی مرستیال) او ذاکر قیوم ( د طالبانو د ملي دفاع وزارت اوسنی مرستیال) ډېر ملاتړ کاوه.
د حسن روحاني په مشرۍ د ایران دولت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم په خپل نوي کتاب کې ادعا کړې، چې طالبان د ایران په ملاتړ واک ته ورسېدل. هغه طالبان چې له ایران سره په اړیکه کې دي، تر ټولو مهم ماموریت یې د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو د لویو بندونو د جوړولو او همداراز د ټاپي پروژې پر وړاندې د امنیتي ستونزو جوړول وو، د ظریف په وینا، د دغو پروژو په عملي کېدو سره ایران د اوبو او انرژۍ په برخو کې له ستراتیژیکو ستونزو سره مخ کېږي.

د طالبانو د دویم مشر ملا اختر محمد منصور او ایران اړیکې:
ملا اختر محمد منصور د محمدجان زوی، په ۱۳۴۷ هجري- لمریز کال د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تېمور کلي کي زېږېدلی دی.
ملا اختر محمد منصور د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد نږدې ملګری وو او د دغې ډلې په جوړولو کې یو له مخکښانو وو. په ۱۹۹۶ کال کې د پلازمینی کابل له نیولو وروسته د هوايي چلند وزیر او د هوايي مدافعې عمومي قومندان هم ټاکل شوی وو، خو په هغه وخت کې د برهان الدین رباني په مشرۍ په شمالي ولایتونو کې د جګړې پر مهال د جنرال مالک له خوا ونیول شو او له شپږ میاشتني زندان وروسته خوشې شو.
د طالبانو د حاکمیت له ړنګېدو وروسته کله چې په ۲۰۰۷ کال کې د طالبانو پخوانی مرستیال ملا عبیدالله اخوند په پاکستان کې ونیول شو او بیا ووژل شو، نو د ملا عبدالغني برادر تر څنګ د ملا محمد عمر مجاهد د دویم مرستیال په توګه غوره شو، خو په ۲۰۱۰ کال کې ملا عبدالغني برادر په کراچۍ کې د امریکايي او پاکستاني ځواکونو له لوري تر نیول کېدو وروسته د ملا عمر یوازینی مرستیال او د ټولو چارو عمومي مسوول پاتې شو.
ملا منصور په ۱۳۹۲ کال د غویي په ۴مه چې د ۲۰۱۳ کال د اپرېل له ۲۳مې سره برابره ده، د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد له مړه کېدو وروسته د دغې ډلې د مشر په توګه غوره شو. د ملا محمد عمر د مړینې خبر د ۲۰۱۵ کال د جولای د میاشتې تر ۳۰مې پټ وساتل شو او بیا ملا منصور په علني توګه د ۲۰۱۵ کال د جولای پر ۳۰مه رسماً د طالبانو د مشر په توګه اعلان شو.

ویل کېږي چې په هغه وخت کې ملا قیوم ذاکر د منصور له مشرتابه سره مخالفت وکړ او د ملا رسول په نوم یوه ډله له طالبانو بېله شوه او په ځینو ولایتونو کې سره جنګېدل.
ملا منصور پر دې تورن وو، چې د طالبانو په لومړي دور واکمنۍ کې د نشه يي توکو د کاروبار په پیسو یې په عربي او فارس خلیج کې ګڼې پانګونې کړي او له ایران سربېره له روسیې او ځينو عربي هېوادونو سره یې هم راشه درشه درلوده.
امریکا ملا منصور د سولې پر وړاندې خنډ ګاڼه او بالاخره له شاوخوا لسو میاشتو رسمي اعلان شوې مشرۍ وروسته کله چې له ایرانه بېرته کوټې ته روان وو، د ۱۳۹۵ لمریز کال د غبرګولي په لومړۍ چې د ۲۰۱۶ کال د مې له میاشتې سره برابره ده، د بلوچستان په شاوخوا سیمو کې د امریکا د بي پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.


د هغه له مړینې وروسته هبت الله اخوند زاده د دغې ډلې د مشر په توګه غوره شو او سراج الدین حقاني (د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اوسنی سرپرست) او د ملا محمد عمر زوی محمد یعقوب مجاهد (د طالبانو د دفاع وزارت اوسنی سرپرست) د هغه د مرستیالانو په توګه غوره شول، خو په افغانستان کې د بیا ځلي حاکمیت له پیل سره سم، په هېڅ ډول غونډو او اعلامیو کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي، چې هبت الله اخوندزاده به کوم مرستیال ولري، بلکې له مرستیالانو پرته د طالبانو مشر دی.
د لوېدیځ ځينو رسنیو همداراز ویلي، چې ایران د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې په خپله خاوره کې طالبانو ته د نظامي زده کړو مرکزونه هم جوړ کړي وو.

له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو او ایران اړیکې:
که څه هم په ایران کې شعیه مذهبی نظام حاکم دی، خو طالبان بیا سني مذهبه دي او خپلې ټولې چارې د حنفي فقهې له مخې ترسره کوي. له دغه مذهبي تضاد سره سره جغرافیايي او اقتصادي مسایل او همداراز د دواړو هېوادونو پر وړاندې ګډ نړۍوال فشارونه دوی دې ته اړ اېستلي، چې په خپل منځ کې تعامل ولري.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حضور یو فرصت بللی او ورسره نږدې اړیکې لري او همداراز یې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۲۷مه په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره، خو بیا یې هم په رسمیت نه دی پېژندلی او د نړۍوالو په څېر په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت جوړېدل، د بشري او په ځانګړي توګه د نجونو، ښځو او مذهبي لږکیو د حقونو مراعاتېدل یې د رسمیت پېژندنې لپاره شرایط اېښي دي.
یو ځلې په تهران کې د یوې غونډې پر مهال د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر په پُسخند سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته ویلي وو، چې ټول ګډونی حکومت څه وخت جوړېږي او امیر خان متقي بیا دغه پُسخند ته په ځواب کې ویلي و، «ته چې ما ته د ټول ګډونه مشوره راکوې، خپله ټوله ګډونه جوړ کړئ، د خپلو خلکو حقونه ورکړئ، دومره خلک زموږ په زندانونو کې نشته لکه تاسو یې چې اعداموئ.»
که څه هم ظاهراً تهران به په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو په برخه کې د طالبانو له کړنو ناهیلي شوې وي، خو د ځینو شننو پر بنسټ ایران د فلسطین او اسراییل او امریکا سره د سیاسي لوبې په مسئله کې د طالبانو تعامل او لاس ته اړتیا لري.
د افغانستان په تړاو ایران اقتصاد محوره سیاست لري. تر اوسه د دواړو لوریو تر منځ د لوړپوړو چارواکو په کچه رسمي سفرونه شوي او د همکاریو یو شمېر هوکړې هم لاسلیک شوې دي.
سره له دې چې افغانستان او ایران د نړۍوالو له بندیزونو سره مخ دي، خو داسې ښکاري چې دواړه لوري لېواله دي چې په خپل منځ کې اقتصادي اړیکې لاپسې پیاوړې کړي.
ایران لا هم یو له هغو هېوادونو دی، چې افغانستان ته ډېر صادرات لري خو ډېر کم واردات لري.

د حقابې پر سر ناندرۍ:
د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۵۱ کال د حقابې په تړاو د شوې هوکړې له مخې ایران ته باید په یوه نورمال اوبه ییز کال کې د هلمند له سیند څخه ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ورکړل شي.
د افغانستان پخوانیو او اوسنیو واکمنانو تل ویلي، چې په هېواد کې له څو لسیزو جګړو او د اوبو نه مدیریت له امله ایران له شوې هوکړې ډېرې اوبه ترلاسه کړي او افغانستان هر کله او په ځانګړې توګه په وروستۍ لسیزه کې کله چې د اوبو مدیریت ته ملا وتړله، نو ایران په وار وار اعتراض کړی دی.
په تېره یوه لسیزه کې کله چې د هلمند سیند په اوږدو کې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند جوړ شو، نو د اوبو پر سر د افغانستان او ایران تر منځ کړکېچ لاپسې ژور شو، هغه مهال ایراني چارواکو په افغانستان کې د بندونو پر جوړولو له نیوکو سربېره وویل، چې چوپ به پاتې نشي.
په هغه وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د بندونو د جوړولو په تړاو د ایراني چارواکو اعتراض ته په ځواب کې وویل، د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو شوې هوکړې به عملي کېږي، خو له دې وروسته به ایران ته د تېلو په بدل کې اضافي اوبه ورکړل شي.
د هلمند له اوبو د ایران د حقابې موضوع په وروستیو لسیزو کې د کابل او تهران ترمنځ یوه له جنجالي مسایلو وه او لا هم حساسه موضوع ده.
ایران ادعا کوي، چې اوس د هلمند له سینده د خپلې برخې یوازې ۴ سلنه اوبه ترلاسه کوي او لامل یې په افغانستان کې د بندونو جوړېدل ګني، خو طالبان بیا لامل یې د اقلیم بدلون او ناکافي ورښتونه ګڼي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ایران حقابې موضوع یو ځل بیا توده شوه او خبره ان تر خبرداریو ورسېده او د شنونکو په وینا، په ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو راوړل، ورسره د ناسم چلند او په یو مخیز ډول را اېستل هم له حقابې موضوع څخه سرچینه اخلي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې یو کال وروسته یعنې په ۲۰۲۲ کال کې د ایران د وخت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په خبرو کې خبرداری ورکړ، که د ایران د حقابې مساله ژر تر ژره حل نشي نو له امله به یې د دواړو هېوادونو اړیکې هم اغېزمنې شي.
د ایران د وخت ولسمشر ابراهیم رييسي هم خپلو اړوندو وزیرانو ته دنده وسپارله، چې د حقابې موضوع وڅاري او په دې برخه کې په هېڅ ډول پر شا نشي او ورسره هم مهاله د ایران د انرژۍ وزیر کابل ته له سفر وروسته وویل، طالبان د هلمند له اوبو د ایران اړوند اوبه منحرفې کړي او په وینا یې طالبانو ورسره ژمنه کړې، چې اوبه به په خپل اصلي مسیر پرېږدي څو ایران ته ورسېږي.
طالبانو په وار-وار ویلي، چې د ایران د حقابې په تړاو د ۱۳۵۱ کال هوکړې ته ژمن دي او د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ویلي، په دې برخه کې له ایران سره خبرو ته چمتو دی او په سرحدي سیمو کې د اوبو کچې معلومولو په موخه د اوبو د اندازه کولو وسایل نصب کړي .
تهران د هلمند د اوبو د کمښت په اړه د دغه سیند د سرچینو د لیدنو غوښتنه وکړه، خو طالبانو بیا ویلي وو چې د ۱۳۵۱ کال په شوې معاهده کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي او هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې د یاد سیند له سرچینو لیدنه وکړي، خو د افغانستان لپاره د ایران پخواني ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي د ایران له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، چې د اوبو کارپوهانو یې په افغانستان کې د هلمند سیند د اوبو له سرچینو لیدنه کړې ده.
د ایران مخکېني ولسمشر ابراهیم رييسي بیا د حقابې په اړه په ګواښوونکي لهجې طالبانو ته ویلي وو: «د افغانستان مسوولینو او حاکمانو ته اخطار ورکوم چې د سیستان او بلوچستان د خلکو حق ژر تر ژره ورکړي.»
ایران په وار-وار طالبانو ته د حقابې په تړاو ګواښوونکي څرګندونې کړي، یو ځل د ایران مړه شوي مخکېني ولسمشر ابراهیم رييسي په تونده لهجه طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې «د حقابې د ورکړې په تړاو د ده خبرې جدي وګڼي چې بیا وروسته ګیله ونه کړي» او ځينو نورو ایراني چارواکو بیا له دې هم تېزې خبرې کړې وې.
طالبانو هم د هلمند د اوبو پر سر د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو تر منځ له ناندریو وروسته له ایراني چارواکو غوښتي وو، چې له پاروونکو څرګندونو دې ډډه وکړي. دوی د هلمند سیند د اوبو پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ شته تړون ته بیا بیا ځانونه ژمن بللي دي.
د اوبو چارو کارپوهان وايي، ایران ځکه سیستان او بلوچستان ته د اوبو د برابرولو په لټه کې دي، چې د یادې سیمې اوسېدونکي د دغه هېواد نورو سیمو ته له بې ځایه کېدو وژغوري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم په وار-وار ویلي، چې هره ورځ سلګونه کسان له سیستان او بلوچستان څخه نیمروز ولایت ته د تګ راتګ په حال کې دي، هغوی دې وګوري چې په نیمروز کې هم یوه قطره اوبه نه بهېږي او د دغه ولایت اوسېدونکي هم له وچکالۍ رنځېږي
د حقابې پر سر د دغو ناندریو پر مهال د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې ایراني رسنیو وړاندیز وکړ، چې په تهران کې د افغانستان سفارت مسوولیت بېرته له طالبانو باید واخیستل شي او د دغه هېواد ملي شورا غړو هم دغه غږ بدرګه کړ.
په تهران کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۱۷مه طالبانو ته وسپارل شو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یاد سفارت ته د یوه ۷ کسیز ټیم له استولو خبر ورکړ.
له دې سره سم، یوې ایرانۍ رسنۍ ولیکل چې یوه نامشروع او ترهګرې ډلې ته د سفارت سپارنه له امنیتي مخاطرو سربېره به د ایران او افغانستان په اړیکو کې د یوې تورې لکې په څېر ثبت شي.


امنیتي مسایل:
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او ایران تر منځ سرحدي نښتې ډېرې شوي او له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
تهران د ایران په شاه چراغ زیارت کې د څو وارې بریدونو او د قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د شوي برید سرچینه په تلویحي توګه افغانستان ګڼلی دی.
دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې د ایران اطلاعاتي سازمانونه اوس هر افغان کډوال ته د شکمن کس په سترګه ګوري او طالبان هم هغه کسان او په ځانګړې توګه د جمهوري نظام پخواني کسان چې افغانستان ته یا راځي او یا هم رالېږدول کېږي، د نفوذیانو په سترګه ګوري او د راپورونو له مخې له ایرانه یو شمېر پخواني راغلي کسان او په ځانګړې توګه د تېر نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو، سیاسي او کلتوري فعالان نیولي او ځينې یې وژلي هم دي.
ایران پر دې باور دی، چې طالبان له تهران سره دوه ګونی سیاست کوي. ځينې طالبان دغه شعیه مذهبی هېواد ذاتي دوښمنان ګڼي او تل یې په خپلو خبرو کې په افغانستان کې پر یوازیني مذهب هغه هم حنفي مذهب ټينګار کړی دی.
ایران په افغانستان کې د شعیه ګانو له مشرانو ملاتړ کوي او په تېر نظام کې یې یو شمېر رسنۍ هم جوړې کړې وې، خو طالبانو ډېری دغه رسنۍ تړلي او یا یې هم نشرات خپلې خوښې ته اړولي دي.
ایران پر دې باور دی، چې طالبانو په افغانستان کې د شعیه ګانو ځینې مذهبي مراسم حرام بللي او بند کړي یې دي او ځینو مذهبي مراسمو ته په ډېر محدود حالت کې لکه د محرم لسمې د ترسره کولو اجازه ورکړې ده.
د طالبانو د ادعاو پر خلاف له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاق موضوع لا هم یوه جدي مساله ده. ایران وايي، لا هم داسې سنتي او صنعتي نشه يي توکي په خپلو پولو کې کشف او ترلاسه کوي، چې سرچینه یې افغانستان ده.
له دې ټولو ناخوالو سره سره په ظاهره داسې ښکاري، چې دواړه لوري سوداګریزو چارو ته ډېر لېواله دي او هغه هم ښايي له دې امله وي، چې پر دواړو نړۍوال فشارونه او بندیزونه دي او دوی په خپل منځ کې سره جوړجاړی کوي.
د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر امیر عبداللهیان په ۲۰۲۳ کال کې ویلي و، طالبان د افغانستان د واقعیت یوه برخه دي نه ټوله برخه او طالبان به تر هغې په رسمیت ونه پېژني چې ټولګډونی حکومت یې نه وي جوړ کړی.
نوموړي همداراز په افغانستان کې د نجونو له زده کړو پر مخنیوي ناخوښه څرګنده کړه او هغه یې د اسلام خلاف کار وباله.
نوموړي همداراز ویلي، د داعش نوموتي جنګیالي له عراق، سوریې او لیبیا افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د راپور له مخې، دمګړی په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې له څلورو زرو تر ۶ زره جنګیالي لري، خو طالبانو بیا په وار-وار ادعا کړې چې په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې ده.
د ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د ایران د سفیر بهادر امینیان له یوه غږیز پیغام څخه چې پکې طالبان یې له مغولو قوم سره پرتله کړي وو، له دندې ګوښه شو. نوموړي طالبان د سیمې او نړۍ لپاره یو لوی مصیبت ګڼلی وو او ویلي یې وو، چې ایران باید طالبان د مغول قوم په څېر متمدن کړي ګنې له دې پرته بله چاره نه لري چې د هغو تر څنګ ودرېږي او ترې استفاده وکړي.
له دې سره سم، د افغانستان انټرنشنل او ایران انټرنشنل یوې ګډې څېړنې ښودلې چې تهران په منظم ډول د طالبانو له تصمیم نیوونکو کړیو سره اړیکې ټینګې کړې دي. د طالبانو سترو قوماندانانو ته میاشتنۍ نغدې پیسې ورکول کېږي، د کورنۍ غړو ته یې وېزې او د سفر اسناد ورکوي او هغوی ته یې په خپلو پولو کې د ناقانونه قاچاق شبکې پرانېستې دي. د نشه يي توکو، تېلو او انسانانو قاچاق چې د طالبانو قومندانان پکې اوږده سابقه لري، داسې لارې دي چې ایران یې په کندهار کې د خپل ځواک د پیاوړتیا لپاره کاروي.

د طالبانو او مقاومت ډلې تر منځ د ایران د منځګړیتوب هڅه:
ایران د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او د مقاومت ډلې له مشرتابه احمد مسعود او اسماعیل خان تر منځ په تهران کې د مخامخ لیدنې زمینه برابره کړه. په هغه وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، ایران د افغانانو تر منځ د لیدنو او خبرو اترو کوربه وو او همداراز یې هیله څرګنده کړه، چې پایله به یې د افغان ولس لپاره ښه وي.
خو داسې ښکاري، چې دغې لیدنې څه ګټه ونه کړه او د احمد مسعود په مشرۍ وسله وال کسان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

د کډوالۍ ناورین:
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تېر نظام یو شمېر مسوولینو او کارکوونکو د خپلو ځانونو او کورنیو د خوندینې او ځينې نور بیا د خپلو اولادونو د زده کړو د دوام لپاره ایران ته مخه کړه.
ایراني چارواکي له دغه هېواده په یو مخیز ډول د افغان کډوالو له اېستنې مخکې تل ویل، چې په ایران کې شاوخوا ۵ میلیونه افغان کډوال اوسېږي او ډېری یې هم په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته تښتېدلي دي.
ایران، ترکیې او ورپسې اروپا ته د افغان کډوالو تګ یو له مهمو قاچاقي لارو ګڼل کېږي.
د بښنې نړۍوال سازمان په څو راپورونو کې ویلي، هغه افغان کډوال چې غواړي د ایران او ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي په پرلپسې توګه د ایران او ترکیې له لوري له ناسم چلند سربېره په نښه شوي هم دي.
په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند پر دوام په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر عکسونو او ویډیوګانو د خپرېدو په غبرګون کې په ۲۰۲۲ کال کې په هرات کې یو شمېر معترضینو د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ. له دې سره سم، په کابل کې هم لسګونه کسانو د یادو پېښو په تړاو د ایران سفارت مخې ته اعتراض وکړ او ورسره جوخت تهران له کابله وغوښتل چې د ایران د سفارت او کونسلګریو ساتنه وکړي.
خو د ایران او اسراییل تر منځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ایران په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ته ملا وتړله او تر اوسه یې څه باندې یو میلیون افغان کډوال را اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
د نړۍوالو مرستندویانو په وینا، طالبان د دومره ډېرو کډوالو د سمبالولو ظرفیت نه لري او دوی هم د دغه وضعیت د راکابو کولو لپاره بودیجه نه لري، نو په دغسې یوه وضعیت کې افغان کډوال له سخت بوږنونکي حالت سره مخ دي.

پایله:
طالبان په افغانستان کې سنی مذهبی او ایران بیا شعیه مذهبی حاکمیتونه جوړ کړي او یو ګډ درد لري هغه هم د نړۍوالو فشارونه او بندیزونه دي.
سره له دې چې ایرانیان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو څه خوشبینه وو، خو اوس داسې ښکاري چې ایران پر دې پوه شوی چې له طالبانو سره دوستي به ښه راتلونکې ونه لري.
دغه موضوع د ایراني چارواکو په خبرو کې هم منعکس شوې، په کابل کې د ایران مخکېني سفیر حسن کاظمي قُمي په تهران کې د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اړیکو ډلې په غونډه کې په ښکاره طالبان د سیمې د هېوادونو لپاره د ګواښ او ترهګرۍ سرچینه وبلل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي سید رسول موسوي هم چې یو وخت یې د طالبانو سپیناوی کاوه، په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې د سیاسي مدیرت تر ټولو سخته بېلګه بللې ده.

نور خبرونه

رادیو