د ملګرو ملتونو اړوند سازمان یو این هبیتات وایي چې شاوخوا ۲۵ سلنه افغانان اوس په ښارونو کې ژوند کوي او په ۲۰۶۰ کال کې به دا کچه ۵۰ سلنې ته ورسیږي. یاده اداره وايي، د افغانستان ښارونه د چټکې ودې لپاره لازم تیاری او زیربناوې نه لري او د ژوند شرایط پکې له سخت فشار سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، د افغانستان ښاري نفوس په تېرو څو لسیزو کې له پنځو سلنو ۲۵سلنې ته پورته شوی دی.
دغه اداره وايي: «په ۱۹۵۰ کال کې یوازې ۵ سلنه افغانانو په ښارونو کې ژوند کاوه چې دا شمېر تر ۲۰۲۲ پورې ۲۵ سلنې ته لوړه شوه او تر ۲۰۶۰ پورې به نیمایي نفوس په ښارونو کې اوسيږي».
د یادې ادارې په وینا، که ددغه حالت لپاره لازم تیاری ونه نیول شي نو بحراني حالت به رامنځته شي.
تر دې وړاندې یو این هبیتات په راپور کې ویلي و چې شاوخوا ۸۰ سلنه ښار میشتي افغانان په غیر رسمي او غیر پلان شویو سیمو کې ژوند کوي او په دغو سیمو کې د اساسي خدماتو لکه اوبو، سړکونو، او فاضله موادو د مدیریت حالت خراب دی.
یاده دې وي چې د اوبو کمزوری مدیریت او د نفوس زیاتوالي د افغانستان یوشمېر ښارونه او په تېره کابل د اوبو له جدي بحران سره مخ کړي دي.
د مرسي کورپ په په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د اوبو د کچې کموالي له امله د کابل شاوخوا نیمایي څاګانې وچې شوې او ښار ښايي د راتلونکو کلونو په اوږدو کې له جدي بشري ناورین سره مخ شي.
کارپوهان وایي، ښاري نفوس په افغانستان کې په بېسارې توګه چټک ودان شوی، خو ښاري زیربناوې او خدمات د دې ودې سره همغږي نه دي.