سوېلي کوریا په افغانستان کې د اغېزمنو کسانو د ملاتړ په برخه کې ۱۰ مېلیونه ډالر مرسته کړې

۷ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام سې‌شنبه (د زمري ۲۱مه) پر وېب‌پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، دوی د سوېلي کوریا جمهوریت په مالي مرسته په افغانستان کې د بېړنیو حالاتو لپاره له زیانمنو کسانو سره د مرستې، کارموندنې او مهمو بنسټیزو تاسیساتو د بیارغونې پروژه په رسمي ډول پيل کړه.

دغه پروژه چې (REVIVE) نومېږي، د ۲۰۲۵کال د جولای له میاشتې نیولې د ۲۰۲۶کال د جولای تر میاشتې پورې به دوام وکړي چې په افغانستان کې د روان بشري او اقتصادي کړکېچ له امله زیانمن شویو خلکو ته بېړنۍ مرسته رسوي.

د دغې پروژې بودجه ۱۰ مېلیونه امریکایي ډالر ده، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو؛ لکه بدخشان، زابل، دایکنډي، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو کې به تر ۳۵۰زره ډېرو خلکو سره مرستې وکړي.

د پروژې بنسټیزه موخه بېړنی کار موندل، د مهمو تاسیساتو بیارغونه او په ټولیزه توګه د خوړو خوندیتوب دی. دغه ډول د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت وړتیا ځواک، د ښځو پر ځان بساینې، بېرته ستنېدونکو کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو ملاتړ ته پام کوي.

په افغانستان کې د (UNDP) استازي سټیفن روډریګز وویل: «دغه پروژه د کړکېچ او بیا رغونې ترمنځ یو پل دی. موږ د بنسټیزو تاسیساتو، کارموندنې او سیمه‌ییزو خلکو کې د مقاومت ځواک او زغم پيدا کولو په برخه کې پانګونه کوو. زموږ موخه دا ده، چې خلک بېرته د خپل راتلونکي ژوند واګې په لاس کې واخلي او داسې فرصتونه ورته برابر شي چې ټول په کې شامل شي او دغه فرصتونه پایښت ولري.»

د افغانستان لپاره د سوېلي کوریا جمهوریت سرپرست استازي سونګهوان مون بیا ویلي: «زموږ حکومت تل په ستونزمن وضعیت کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کړی او په دې برخه کې ژمن دی. د افغان ملت هوساینه، په تېره بیا له ښځو، ماشومانو او کډوالو سره بشري همکاري زموږ لومړیتوب دی. موږ خوښ یو، چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له لارې د افغانستان ملاتړ کوو. موږ باور لرو چې دغه ډول پروژې به د بیا رغونې، بېرته د هيلو راژوندي کولو، وړتیا او ځان‌بساینې په برخو کې ګټورې پایلې ولري. کوریا یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کوي، چې د بېړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو په برخو کې به له افغانستان سره مرسته کوي.»

دغه پروژه د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام او سوېلي کوریا حکومت ترمنځ د دوامداره همکارۍ څرګندونه کوي، د دغې پروژې بنسټیزه موخه دا ده، چې د افغانستان خلک وکولای شي په درناوي او زغم سره بېرته عادي ژوند پيل کړي.

نور خبرونه

رادیو