په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د بدیل معیشیت همغږې کوونکې ډلې د هرات ولایت لپاره د دغې ډلې له والي مولانا اسلام جار سره ولیدل او د کوکنارو بدیل معیشیت په اړه یې پر ځینو کرنیزو محصولاتو خبرې کړې دي.
نن چهارشنبه (د زمري ۲۲مه) دغه دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو دغې ادارې د بدیل معیشیت او طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ کرنیز ګډ ټیم د هرات له والي سره د بدیل معیشت پر ځینو موضوعاتو خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې؛ د کوکنارو ښه بدیل انجه، زعفران او انځر بلل شوي دي. په داسې حال کې چې دغه بوټي په کال کې یو ځل حاصل کوي او ډېرو اوبو ته اړتیا لري.
له نشهيي توکو سره د مبارزې کارپوهان وايي، چې په افغانستان کې هیڅ بوټی د کوکنارو د کښت بدیل نه شي کېدای؛ ځکه چې د کوکنارو فصل لنډ، ګټه یې ډېره او پېرودونکي یې د پټي پر سر حاضر وي. د دې لپاره بنسټيزه حل لاره دا ده، چې باید په عمومي ډول د افغانستان کرنیز سکټور پر پښو ودرول شي.
بزګران وايي، چې دوی له څو لسيزو راهیسې د کوکنارو له کښت سره تړل شوي دي او باید نړۍوالې مرستندویه ادارې او حکومت دوی ته د اوبو سرچینې برابرې کړي، کرنیزو محصولاتو ته یې بازار پيدا کړي او اصلاح شوي تخمونه ورکړي.