په پاکستان کې د افغان کډوالو د پېژندلو او شړلو لپاره ځانګړې استخباراتي کمېټه جوړېږي

۵ ساعتونه مخکې

د پاکستان ډان ورځپاڼې چهارشنبه (د زمري ۲۲مه) راپور ورکړی، چې دغه هېواد د بې‌اسناده افغان کډوالو اېستلو لپاره د استخباراتي افسرانو یوه کمېټه جوړه کړې چې بې‌اسناده افغان کډوال وپېژني او د هغوی د اېستلو عملیاتي پلان لپاره معلومات چمتو کړي.

په دغې ګډه کمېټه کې به د سپېشل برانچ افسران، د پولیسو امنیتي افسران، د ترهګرۍ ضد څانګې افسران، د ایالتونو او سرحدي چارو وزارت (SAFRON) استازي، استخباراتي بیورو استازي او نورې ادارې شاملې وي.

دغه کمېټه به د (PoR) کارټ لرونکو افغانانو نوم لیکنې په اړه معلومات راټولوي، ځايي پولیسو ته به یې ورکوي او د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو پلان ملاتړ به کوي.

چارواکو امر کړی، چې په خپله خوښه د PoR کارټ لرونکو افغانانو ستنېدو لړۍ به په رسمي ډول د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه پيل شي. د افغان تابعیت (ACC) کارټ لرونکي افغانان به هم د پخواني پلان له مخې له پاکستانه اېستل کېږي.

لومړی به د دغه کډوالو معلومات له ایالتونو سره شریک شي او د پاکستان ملي احصایې اداره (نادرا) به د پولو په مرکزونو کې د ستنېدونکو افغانانو نومونه تشخيص او کډوالو له نوملړ څخه لرې کړي.

ایالتي ادارې به د کډوالو اېستلو لارې، ټرانسپورټي اسانتیاوې او پاليسیو عملي کېدو کمېټې جوړوي؛ دغه ډول به فډرالي او ایالتي ادارې د دغه بهیر پرمختګ څاري. د شکایت اورېدو ځانګړې څانګه به په منظم ډول د خلکو شکایتونه ثبتوي، چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ونه شي.

نور خبرونه

رادیو