د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې ۹.۵ مېلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي. دغه بنسټ خبرداری ورکوي، که د خوړو نورې سرچینې برابرې نه شي؛ نو په دغه هېواد کې به د لوږې کچه نوره هم لوړه شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) سېشنبه (د زمري ۲۱مه) په خپله وېپپاڼه د روان کال د جولای میاشتې په اړه په خپل خپور کړي راپور کې ویلي، چې دوی په میاشت کې یوازې يو مېليون بېوزلو خلکو ته مرستې رسوي.
دغه سازمان وايي، چې اوسمهال د افغانستان ۲۰سلنه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي او که د اکتوبر میاشتې پورې د خوړو نورې سرچینې برابرې نه شي؛ نو د لوږې دغه کچه به نوره هم لوړه شي.
د دغه سازمان د راپور له مخې؛ د خوړو وېشلو مرکزونو دوی ته راپور ورکړی، چې د خوړو زېرمې یې له ۷ تر ۱۰ ورځو پورې خلاصېږي او په دې لنډه موده کې د ښځو او ماشومانو د چټکې خوارځواکۍ مخنیوی ګران کار دی.
درې لویې عایداتي سرچينې چې په تېرو کلونو کې يې د ژور بشري ناورين مخه نيولې وه، اوس کمزورې شوې دي؛ لکه افغانستان ته د بهرمېشتو افغانانو لهخوا د پيسو لېږد، کښت او کرونده او نړۍوالې بشري مرستې.
د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه ۱۹ ولایتونه وچکالۍ ځپلي دي. خوراکي مرستې ډېرې کمې شوې او ښایي، چې د ژمي تر رارسېدو مخکې له یو مخې خلاصې شي.