سمیع سادات: افغانان له طالبانو ستړي شوي او زه سقوط په سترګو وینم

۲ ورځې مخکې

د متحدې جبهې مشر، جنرال سمیع سادات، وایي چې افغانانو په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو اصلي څېره پېژندلې او اوس ترې ستړي شوي دي. نوموړی وایي: «د دغې ډلې سقوط په سترګو وینم.»

د سادات په وینا، طالبانو له نړۍوالو سره کړې ژمنې او د مثبت بدلون راوستل نه دي عملي کړي.

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ د بیا ټاکلو سره د طالبانو ضد جبهو او فعالیتونو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

هغه زياته کړې: «د جو بايډن په اداره کې د طالبانو پروړاندې فعالیتونه محدود و، خو د ټرمپ په راتګ سره اسانتياوې رامنځته شوي او نړۍ ته هم دغه ډله ظالمه، جابره او ترهګره ډله ثابته شوې.»

سمیع سادات وايي، چې دا مهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د القاعدې شبکه، د هغوی جنګيالي او فعالیتونه دوام لري او سیمه په یوه ستراتیژیک رقابت کې ده.

د نوموړي په خبره، د افغانستان په اړه به د امریکا سیاست اقتصاد محوره نه، بلکې سیاسي، استخباراتي او نظامي اړخونه ولري.

هغه ویلي: «دا امکان کم دی چې امریکا به خپل عسکر بیا افغانستان ته ولېږي؛ خو دا امکان زیات دی، چې امریکا به خپل پخواني ملګري د طالبانو پروړاندي‌ تقويه کړي تر څو د طالبانو حکومت ړنګ کړي.»

سادات زیاته کړې، د خپلو هڅو په دوام بیا هم د امریکا پر خبرو تکیه نه کوي.

هغه ویلي: «موږ یوازې امریکا او اروپا ته نه کښېنو د افغانستان د ازادۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو، ځوان نسل کولی شي چې دغه ډله را چپه کړي او یو خپلواک نظام جوړ کړي.»

سمیع سادات وايي، چې تېرو څلورو کلونو کې وضعیت په کور دننه او بهر د افغانانو لپاره ډېر سخت و او اوسنی حالت ورته د دوزخ په څېر دی.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له څلورو کلونو راهیسې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې لا هم د نړۍوال مشروعیت له سیسټم نه بهر پاتې دی. یوازینی استثنا روسیه ده، چې متزلزل رسمیت پېژندلو یې د کابل او مسکو ترمنځ یو محتاطانه تعامل رامنځته کړی، خو مسکو خپله هم په نړۍواله کچه منزوي او تر نړۍوالو بندیزونو لاندې دی.

نړۍوالې ټولنې چې له دوحې تړون وروسته د یو «نوي افغان اسلامي»، پرانېستي او مشارکتي حکومت تمه لرله، اوس له یوه تړلي، انحصاري او مشروعیت‌ نه‌لرونکي «اسلامي امارت» سره مخ ده. د رسمیت نه پېژندلو دا دوام افغانستان له نړۍوال مالي نظام، سیاسي تعامل، پراخو مرستو او په کور دننه او بهر سیاسي خبرو اترو څخه محروم کړی دی.

طالبانو پرله پسې هڅې کړې، چې له ګاونډیو، سیمه‌ییزو قدرتونو او نړۍوالو سازمانونو سره اړیکې ټینګې کړي. هغوی د اقتصادي بندیزونو نرمولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو خوشې کولو غوښتنه کړې، خو نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه لوېدیځ یو واضسح شرط وړاندې کړی، چې د بشري حقونو درناوی او د ټولو افغانانو د استازیتوب وړ، ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي.

دا غوښتنه تر اوسه طالبانو نه ده عملي کړې. د طالبانو کابینه چې په بشپړ ډول د دې ډلې له غړو او ديني عالمانو جوړه ده، د قومي، سیاسي او مذهبي تنوع هېڅ استازیتوب نه کوي.
د یادولو ده، چې د طالبانو واکمنۍ د څلورم کال په درشل کې ده او د دې ډلې پروړاندې بېلابېلې سیاسي او پوځې جبهې هم رامنځته او د طالبانو پروړاندې فعالیتونه ترسره کوي، خو طالبان بیا د افغانانو او نړۍوالو هره غوښتنه او سپارښتنه بابیزه ګڼي او د خپل سخت دريځه سیاست پر مټ د افغانستان په خاوره واکمني کوي.

نور خبرونه

رادیو