د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاکټر محمد نعیم، د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکاریو ټينګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې د افغانستان د ثبات د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت پر ایکس خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې ډاکټر نعیم د جاپان د سفیر ماموریت وستایه او ټینګار یې وکړ چې په اړیکو کې پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې اړخونه د یو بل ګټې، ستونزې او اړتیاوې په سمه توګه درک کړي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د جاپان سفیر د افغانستان د امنیت او د مخدره موادو پر ضد هڅې او زیربنایي چارې وستایلې او زیاته یې کړه:«جاپان به د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي».
اعلامیه وړاندې زیاتوي چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او دوام ټینګار وکړ او د همکاریو د لا پیاوړتیا هوډ یې څرګند کړ.