په اتریش کې د افغانستان سفیره منیژه باختري وايي، چې که ویانا د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په بهیر کې د طالبانو استازي ور ګډ کړي، له خپلې دندې به لاس پرسر شي. نوموړې وايي، دا به د اتریش تصمیم وي، خو هیله منه ده، چې داسې څه پېښ نه شي.
په اتریش کې د افغانستان وروستۍ ښځینه سفیرې منیژه باختري ددغه هېواد د ملي ټلویزیون له زیب۲ خپرونې سره په مرکه کې ویلي، چې که ویانا تصمیم ونیسي، چې د طالبانو استازي راشي، دا به په همغه شیبه له خپلې دندې استعفا ور کړي.
باختري د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « که اتریش د طالبانو استازو ته د اجازې ور کولو تصمیم ونیسي، زه به له هغوی سره هیڅکله کار ونه کړم. په همغه شیبه به له خپلې دندې استعفا ور کړم».
خو هغې زیاته کړه، چې «دا به د اتریش تصمیم وي، هیله منله یم، چې داسې څه پېښ نه شي».
باختري د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په تړاو وویل، چې د هغوی په کړنو کې کوم بنسټیز بدلون نه ویني. هغې زیاته کړه: «په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې.»
نوموړې وايي، افغانستان د ډیموکراسۍ او ازادۍ په اړه ژور شاتګونه تجربه کړي، اقتصاد سقوط کړی، بانکي سیستم له منځه تللی، بشري ناورینونه سخت شوي او نړیواله مرسته هم کمه شوې ده
هغه وايي، چې هېواد لا هم د غیرقانوني مخدره موادو لوی مرکز پاتې دی.
باختري د ښځو او نجونو د محدودیت او تعقیب سیستم جنسي اپارتاید بولي. نوموړې وايي، طالبان ورځ تر بلې پر ښځو فشار زیاتوي او په خپلو فرمانونو ښځې محدودوي.
منیژه باختري داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د اتریش د کورنیو چارو وزیر تازه ویلي، چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي، چې د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لپاره مستقیمه لاره پرانیزي.