په اسلام ‌اباد کې د طالبانو سفارت پاکستان ته د ازادۍ ورځې مبارکي ور کړې

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت د پاکستان د جوړېدو د ۷۹ کلیزې په مناسبت د دغه هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي ویلې ده او د دواړو هېوادنو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۳مه وویل، چې «د پاکستان د اسلامي جمهوریت د ۷۹مې کلیزې په مناسبت د پاکستان حکومت او ولس ته خپلې صمیمانه مبارکۍ وړاندې کوي».
سفارت ویلي، « موږ یو ځل بیا خپل ټینګ ژمن توب څرګندوو چې د دواړو هېوادونو د ملګرتیا او همکارۍ اړیکې به نورې هم پیاوړې کړو او د سیمې د سولې، ثبات او هوساینې د ګډو هیلو د پوره کېدو لپاره به په ګډه کار وکړو».

طالبان په داسې حال کې دا پیغام خپروي چې په کور دننه او بهر پرې تورونه لګول شوي چې د دوی سیاسي او پوځي بریاوې د پاکستان د پراخ ملاتړ پایله وې.

د اګست ۱۴مه د هندوستان د ویش ورځ ګڼل کیږي، چې پاکستان د یوه نوي دولت او هېواد په توګه رامنځته شو او هر کال دغه ورځ په دغه هېواد کې د ازادۍ د ورځې په نامه نمانځل کیږي.

نور خبرونه

رادیو