د پاکستان لپاره د چین سفیر جیانګ زایدونګ وړاندیز کړی چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سپیک) دې افغانستان، ایران او نورو سیمهییزو شریکانو ته وغځول شي، څو د مرکزي، سویلي او لوېدیزې اسیا ترمنځ سوداګرۍ او اړیکو ته وده ورکړل شي.
جیانګ د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) په اسلام اباد کې د «سپیک زما په نظر» تر عنوان لاندې غونډه کې ټینګار وکړ، چې دغه پروژه د پاکستان د اقتصادي بدلون بنسټیزه برخه ده او د ملي پرمختیايي موخو او سیمهییز ادغام له پلانونو سره برابره ده.
نوموړي وویل، دا به د پاکستان جیوـاقتصادي موقعیت پیاوړی کړي او د جیوـسیاست څخه جیوـاقتصاد ته د بدلون بهیر به ګړندی کړي.
جیانګ زیاته کړه چې د دغه دهلیز له لارې ۲۵،۴ میلیارده ډالره مستقیمه پانګونه او له ۸۰۰۰ میګاواټو زیاته برېښنا له ملي شبکې سره یو ځای شوې. همدا راز د ګوادر بندر پرختیا، د سکر- ملتان موټروې، نوې د برېښنا پروژې او د ختیځ خلیج لویه لاره د یاد دهلیز له بنسټیزو پروژو څخه دي.
چینايي سفیر داهم وویل چې سپیک د خلکو د ژوند د ښه کولو په برخه کې هم پام وړ رول لوبولی، لکه د چین په مرسته جوړ شوی د ملګرتیا روغتون چې تر اوسه یې د ۹۰ زره ناروغانو درملنه کړې.
نوموړي وویل، دا پروژه اوس پر پنځو لومړیتوبونو تمرکز کوي د ودې دهلېز، د ژوند ښه والي، نوښت، شین چاپېریال او پرانېستې اړیکې. هغه دا ادعاوې چې ګواکې یاده پروژه ورو شوې، بې بنسټه وبللې.