د زمري پر دویمه د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کیرتي وردهن سینګ د دغه هېواد مشرانو جرګې ته د یوې لیکلې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې نوی ډیلی د چین ـ پاکستان له اقتصادي دهلېز سره د افغانستان د احتمالي ګډون مخالف دی.

د هغه په وینا، دا مخالفت د هند د ملي حاکمیت پر اصولو ولاړ دی، ځکه د سيپیک مسیر له هغو سیمو تېرېږي چې د هند له نظره د پاکستان تر «ناقانونه اشغال» لاندې دي.

نوی ډیلي د طالبانو سیاسي رهبري ته هم دا پیغام رسولی چې له سیپیک پروژې سره د افغانستان د هر ډول اقتصادي او ترانزیټي یوځای کېدو هڅې د هند له ملي ګټو سره په ټکر کې دي.

د بیجنګ له ناستې وروسته، هند له طالبانو سره په اړیکو کې محتاط او پښه نیولی ښکاري.

نوی ډیلي درک کوي چې د طالبانو سیاسي محاسبات به د چین او پاکستان په زیان او د هند پر لور بشپړ مایل نه وي. بیجنګ او اسلام‌اباد د هند او طالبانو ترمنځ محدودې بشري مرستې او کوچنۍ پراختیایي پروژې د زغم وړ ګڼي، خو د لویو اقتصادي طرحو او د سیمه‌ییزو معادلو په کچه، د کابل ـ نوي ډیلي نږدې کېدل ښايي زغم وړ ونه بولي. طالبان اوس له دواړو خواوو سره په اړیکو کې د بېلانس هڅه کوي.

د جنوبي اسیا د ځواک په جوړښتونو کې تغییراتو، د نظامونو بدلون او یو لړ پېښو د هند سیمه ییز رول اغیزمن کړی دی.

د بنګله‌دېش او پاکستان ترمنځ د اړیکو نسبي نږدېوالی، پر سارک سازمان د هندي نفوذ کمېدل، د شانګهای همکارۍ سازمان را ژوندي کېدل، د هند او متحده ایالاتو ترمنځ د تعرفو پر سر شخړې او له دې ټولو سره موازي د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر او ډونالډ ټرمپ ترمنځ ځانګړې اړیکې، ټول د دې لامل شوي چې د نوي ډیلي پخوانی سیمه‌ییز رول او نفوذ خپل پیکه والی تجربه کړي.

د هند او طالبانو محتاطه یارانه

هند له ۲۰۲۱ کال وروسته په تدریجي ډول د طالبانو له استازو سره رسمي اړیکې پیل کړې.

د همدغه کال د اګست پر ۳۱مه په قطر کې د هند پخواني سفیر دیپاک میټل د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر شېر محمد عباس ستانکزي سره وکتل او وروسته یې د پاکستان، افغانستان او ایران په چارو کې د خپل استازي جې پي سینګ له لارې دغه اړیکې تعقیب کړې.

د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې هند د طالبانو یو استازی ومانه او په ډسمبر کې، چې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې ترینګلې کړې، هندیانو دغه وضعیت د ستراتېژیک فرصت په توګه تعبیر کړ او له طالبانو سره یې د اړیکو د پراختیا لپاره نوي دیپلوماتیک کانالونه پرانیستل. د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د هند د بهرنیو چارو سکرتر وېکرم مسري په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل، چې دا د نوي ډیلي او طالبانو ترمنځ لومړنی جګپوړی مجلس و.

طالبانو په می میاشت کې د کشمیر په پهلګام کې پر هندي سیلانیانو ترهګریز برید له درنګ پرته وغنده او د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر د لومړي ځل لپاره له امیرخان متقي سره خبرې وکړې. شنکر وویل، « دوی به زړور ګامونه پورته کړي»، چې د هندي رسنیو په وینا، یو پکې له پاکستان نه اېستل شویو افغان کډوالو ته د بشري مرستو چمتو کول شامل وو.

خو د اړیکو دغه تود بهیر ډېر ونه غځېد، ځکه بېجنګ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سیاسي ډیالوګ صحنې ته راغی.

چین له فرصت څخه په ګټې اخیستنې، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ درې اړخیزې ناستې بیا فعالې کړې او د طالبانو او پاکستان اړیکې بېرته یوه نوي ترمیمي پړاو ته داخلې شوې.

پاکستان په ناډاګیزه بڼه ومنله، چې د ټي ټي پي د بریدونو په غبرګون کې به د افغانستان په خاوره کې بریدونه نه کوي او طالبان د بېجنګ په منځګړتوب دې ته ژمن شول، چې پاکستاني طالبان د ډیورنډ کرښې له شاوخوا لرې کړي او د افغان طالبانو له منځه یې پر جلب او جذب بندیز ولګوي. دواړو خواوو پرېکړه وکړه، چې امنیتي ستونزې او د ډیورنډ کرښې پر سر شخړې به د امنیتي پلاویو په کچه اواروي.

ددې ناستو په پایله کې د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د کورنیو چارو وزیر کابل ته لاړل او تمه وه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي اسلام اباد ته لاړ شي، خو ظاهرا د ملګرو ملتونو د بندیزونو او د امریکا د مخالفت له امله یې سفر ځنډېدلی دی.

د پاکستان د لوی درستیز او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه والی هم له طالبانو سره د نوي ډیلي او اسلام اباد د اړیکو پر څرنګتیا بې اغیزې نه دی. د طالبانو ډېر چارواکي عاصم منیر ته دداسې کس په سترګه ګوري چې د خبرو اترو پلوی نه دی او په زور کارولو اتکا‌ء کوي، خو د خبرو اترو او تعامل لپاره دوی بل انتخاب هم نه لري، ځکه منیر د پنځو نورو کلونو لپاره پر خپل منصب پاتې دی.

د امریکا له خوا د ترهګرو په نوملړ کې د بلوچستان ازادۍ پوځ او مجید بریګیډ شاملول، چې اسلام اباد یې د هند نیابتي ډلې ګڼي، له امریکا سره د عاصم منیر د تازه اړیکو محصول دی.

دغو اړیکو ته په پام داسې ښکاري چې طالبانو او هند په دوه اړخیز ډول خپله توده یارانه سړه کړې، خو که د متقي پر سفر د بندیز په څېر واشنګټن د پاکستان په همغږۍ ورته نور ګامونه اخلي، دا احتمال شته، چې طالبان بېرته د نوي ډیلي پر لور مخ واړوي. دا ډول سیاست په سویلي اسیا کې عام دی او تازه د هند او امریکا په اړیکو کې ترینګلتیا نوی ډیلی له روسیې او حتا خپل رقیب چین سره د اړیکو نږدېوالي ته هڅولی دی.

هند له طالبانو څه غواړي؟

هند د افغانستان د جمهوري نظام په شل کلنه دوره کې د افغانستان د بندونو، سړک جوړونې، نوي پارلمان په پروژو او د افغان پوځیانو په روزنه او د تحصیلي بورسونو په ورکولو کې په میلیاردونو ډالره پانګونه کړې او شاوخوا ۲۰ پروژې یې لاهم نیمګړې پاتې دي. سره له دې، چې هند له اوږدو کلونو راهیسې د خپلو سیمه ییزو رقیبانو برعکس له طالبانو سره اړیکې نه درلودې، پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره یې هممهاله له دې ډلې سره خپلې اړیکې او د بشري مرستو په اډانه کې د نرم نفوذ هڅې بېرته پیل کړې.

نوي ډيلي افغانستان ته په لسګونو زره ټنه غنم او زلزله ځپلو ته درمل ولېږل او د ۲۰۲۳-۲۰۲۵ کلونو لپاره یې د ۲۵ میلیونو ډالرو پراختیایي بودجه او سکالرشیپونه بېل کړل.

له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو یو هدف په افغانستان کې د خپل بایللي نفوذ بېرته اعاده کول او د چابهار بندر او شمال-جنوب نړیوال ټرانزیټي مسیر له لارې له منځنۍ اسیا سره د اقتصادي اړیکو پیاوړي کول دي، خو بېجنګ هم د نوي ډیلي لپاره یوه مساله ده، چې ورو ورو په ټوله سیمه کې اقتصادي او سیاسي وزر خپروي.

هند د هغو جنګیالیو ډلو له اړخه هم اندېښمن دی، چې د پاکستان په ملاتړ په کشمیر کې جنګیږي.

دغو جنګیالیو ډلو په افغانستان کې پخوا مرکزونه درلودل او ګڼ غړي یې د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي دي. د کشمیر پر لور ددوی بیا خوځېدل او د ټي ټي پي په څېر د افغان طالبانو د غړو ملاتړ ترلاسه کول به نوي ډیلي ته نوی سرخوږ جوړ کړي. له همدې امله هند غواړي، چې په افغانستان په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خپل نفوذ او اړیکې، حتا که د بشري مرستو په اډانه کې هم وي، وساتي. په ورته وخت کې له پاکستان ضد جنګیالیو ډلو سره نږدې پاتې کېدل هم نوي ډیلي ته بې راښکونه نه دي.

د هند لپاره لږ ترلږه دا هم یو بری ګڼل کېدای شي، چې طالبان له پاکستان او چین سره په سیاله جبهه کې ونه دریږي.

چین او پاکستان دواړه له طالبانو سره د غیر رسمي سفیر په کچه اړیکې پالي او جګپوړي پلاوي یې تګ او راتګ کوي. بېجنګ د طالبانو له واکمنېدو وړاندې له دې ډلې سره اړیکې درلودې، له همدې امله طالبانو ته د چین اړیکې او پانګونې ښايي تر هند مقدمې او معتبرې وي.

د عامو افغانانو له نظره، چین په اقتصادي استثمار مشهور دی او هند د خپلو ګټو پر اساس د تلې دروندوالي ته ګوري. له همدې امله کله چې جمهوري نظام سقوط شو او نوي ډیلي د طالبانو پر لور تمایل ډېر کړ، ګڼو هغو افغانانو وغنده، چې د طالبانو مخالف دي.

د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د هند، چین او پاکستان سیاستونه سره نږدې دي؛ په دومره توپیر چې بیجنګ او اسلام اباد له طالبانو سره په لوړه کچه ډیپلوماتیکې اړیکې پالي، خو هند مستقیمې او په پټه خوله اړیکې ساتي. نه مشروعیت ور کوي او نه هم ډګر چین او پاکستان ته پرېږدي.

هند پر دې هم پوهیږي چې طالبان یو ټولمنلی او منظم او مشروع حکومت نه دی، له همدې امله دا ویره شته، چې د هند مخالفو وسله والو ډلو ته ځای ور کړي. دا وېره چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم لري، خو د خپلو امنیتي اندېښنو د کمولو لپاره اړیکې ورسره ساتي.

د بېجنګ له ناستې وړاندې د طالبانو چارواکو د چابهار بندر په اړه خورا په خوند څرګندونې کولې، خو له ناستې وروسته د چابهار اړوند غونډې، خبرې او غوړې ژمنې مخ پر ورکېدو دي. د امریکا بندیزونه لا هم دغه بندر ته متوجه دي، چې پخوا یې معافیت ور کړی و.

نور خبرونه

رادیو