د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې د جرمني بهرنیو استخباراتو (بي اېن ډي) اي اېکس ۹۰۰ الوتکې له خلیج نه یو پټکی لرونکی سړی، چې د ملا عمر ځانګړی استازی بلل کېده، په ساړه ژمي کې په مونشن هوايي ډګر کې کوز کړ او په یوه پرتمین هوټل کې یې واړول.

همدا د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د پټو خبرو اترو پیل و، چې وروسته د دوحې پروسې په نامه مشهورې شوې. د طیب اغا او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې طالبانو په قطر کې خپل دفتر پرانېست او له ګوانتانامو زندان نه یې د خپلو جګپوړو چارواکو په بدل کې امریکایی بندي سرتېری بوا برګډال هم خوشی کړ.

د شپیګل د رپوټ له مخې، جرمن استخباراتو په ۲۰۰۵ کال کې د طالبانو دوه استازي په زوریخ کې د خبرو اترو لپاره په یوه هوټل کې مېلمانه کړي وو، خو دې خبرو اترو پاموړ پایله نه درلوده، ځکه ملامحمد عمر ځان له القاعدې نه بېلاوه، خو په ۲۰۰۹ کال کې په جرمني کې یوه اوسېدونکي افغان ددغه هېواد ادارو ته وویل، چې که برلین واقعي خبرې غواړي، د طالبانو اصلي سړی ورته موندلای شي. دغه سړی طیب اغا و، چې د ملا عمر تر مرګ وروسته طالبانو له دغه بهیره و اېست.

د دوحې پروسه له جینوا نه تر مکې، اسلام اباد، مالدیپ او تاشکند پورې د افغانستان د سولې ۱۲مه هڅه وه، خو د تړون له لاسلیک کېدو وروسته د تېر تاریخ د تکرار په بڼه طالبان هغو ژمنو ته متعهد پاتې نه شول، چې له نړیوالو او افغانانو سره یې په قطر، مسکو او نورو ځایونو کې کړې وې.

له جنیوا نه تر دوحې (۱۹۸۸–۲۰۲۰) پورې افغانستان د سولې د شاوخوا ۱۲ وړو او سترو پروسو شاهد پاتې شوی، خو هېڅ یوې یې جګړې ته د پای ټکی کښېنښود. هر ځل نړیوال منځګړیتوب، د اوربند ژمنې او د واک د وېش طرحې د خبرو مېز ته راوړل شوي، خو په عمل کې د جګړې غږ غالب پاتې شوی.

د افغانستان په تېر ۳۷ کلن جګړه ییز تاریخ کې د سولې دا پرله‌پسې ناکامې هڅې یوازې د یوې مسالې ښکارندوييکوي، چې افغان جګړه د پردیو د فشارونو، د مشرانو د قدرت غوښتنې او د ژورې بې‌باورۍ په محور کې پاتې شوې. له همدې امله، د سولې تړونونه د کاغذ پر مخ پاتې شول او د ولس د ژوند پر واقعیت او د سولې د دایمي ټینګښت پر بهیریې هیڅ اغیز نه دی کړی.

په انساني تاریخ کې په نږدې څلورو لسیزو کې لس ځلې د سولې ناکامه هڅې بې سارې دي، خو د افغانستان د سولې مذاکرات د ټولو پروسو د ناکامۍ عوامل سره ورته دي.

جینوا؛شوروي ځواکونه ووتل

د ۱۹۷۹ د دسمبر پر ۲۷مه، شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل یې واک ته ورساوه. ددغه یرغل پر وړاندې د افغان مجاهدینو سخت او دوامدار مقاومت پیل شو چې امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو یې پراخ ملاتړ کاوه. جګړه د شوروي لپاره ګرانه شوه او د اقتصاد د کمزورۍ، نړۍوال فشار او د افغان مقاومت د شدت له امله ګورباچوف د وتلو پرېکړه وکړه.په همدې لړ کې، د ۱۹۸۸ د اپرېل پر ۱۴مه د ملګرو ملتونو تر منځګړیتوب لاندې د جنیوا تړون د افغانستان، پاکستان، امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ لاسلیک شو، چې تمرکز یې د شوروي ځواکونو پر وتلو، د افغانستان په چارواکو د پاکستان نه لاسوهنې او د کډوالو پر ستنولو و. د تړون له مخې؛

شوروي ځواکونه د ۱۹۸۹ د فبرورۍ تر ۱۵مې باید له افغانستان نه ووځي.

امریکا او پاکستان ژمن شول چې د مجاهدینو ملاتړ بند کړي (که څه هم عملي نه شو).

افغانستان او پاکستان باید د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د کډوالو د ستنېدو لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي.

شوروي ځواکونه د تړون له مخې ووتل، خو د نجیب الله حکومت د ۱۹۹۲ تر پسرلي پورې پاتې شو، ځکه شوروي هغه ته پراخې اقتصادي او پوځي مرستې ور کولې.

نجیب‌الله د ۱۹۸۶کال د می پر ۴مه، د ببرک کارمل له استعفا وروسته د افغانستان د ولسمشر او د ګوند د مشر په توګه واک ته ورسېد. شوروي اتحاد د ډاکتر نجیب ملاتړ ځکه کاوه چې هغه د خاد (استخباراتو) مشر و او پراخ نفوذ یې درلود.نسبي ځوان، قاطع او د خبرو وړ شخصیت و.د سولې او مصالحې لپاره د یوه نوي مخ په توګه وړاندې کېده، ځکه کارمل د ګوندي اختلافاتو او د مشروعیت د نشتوالي له امله کمزوری شوی و.

سره له دې چې نجیب په ګوند کې د کارمل د نږدې دوستانو فرید مزدک، نبي عظیمي، محمود بریالي او یو شمېر نورو له سخت مخالفت سره مخ و، خو د ۱۹۸۷کال د جنورۍ پر ۱۵مه یې په لویه جرګه کې د ملي مصالحې پروګرام اعلان کړ. ددغه پروګرام اصلي ټکي، د اوربند وړاندیز، د عمومي بښنې اعلان، د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اجازه ور کول او د یوې ګډې سیاسي پروسې رامنځته کول وو.

د ملي مصالحې دغې پروسې یو شمېر ښیګڼې لرلې، ځکه دا د سولې لپاره د یوه حکومتي مشر له خولې د خبرو او پخلاینې لومړی ښکاره اعلان و.په سیاست کې د تنوع او د مخالفینو د جذب لپاره نوی باب پرانیستل شو.د سولې لپاره د خلکو د ستړیا او جګړې د اوږدوالي په شرایطو کې د یو بدیل هیله ورکړل شوه او د سولې د خبرو له لارې نجیب الله وتوانېد چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته څو کاله واک وساتي.

بل خوا د ګوند(خلق او پرچم) دننه ژور اختلافات د دغې پروسې د عملي کېدو خنډ شول.مجاهدینو، په ځانګړي ډول د پاکستان تر اغېز لاندې ډلو، دغه پروګرام رد کړ او د "کمونستانو چل" یې وباله. ګڼ افغانان او د مجاهدینو قوماندانان بېرته افغانستان ته ستانه شول، د سولې لپاره عملي میکانیزم نه و، یوازې د شعار په کچه پاتې شو.د اعتماد نشتوالی یو اساسي علت و، چې نه مجاهدینو او نه ولس په بشپړ ډول باور پرې وکړ.شوروي اتحاد خپله جګړه بایللې وه، نو د نجیب الله پروګرام په نړۍواله کچه هم د بشپړ ملاتړ نه برخمن نه شو.د پوځ دننه هم بې باوري وه؛ د ځینو جنرالانو بغاوتونو د نظام د کمزوري کېدو ته لاره هواره کړه.

متحده ایالاتو د جینوا پر توافقاتو سربېره هم د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته له مجاهدینو سره مرستې وغځولې او جګړې شدت واخیست، چې له امله یې د ډاکتر نجیب الله حکومت ورځ تر بلې کمزوری کېده؛ مالي امکانات یې کم شول او حکومت دېوالیه کېدو ته نېږدې شو.

د جګړې شدت، له مجاهدینو سره نړۍوالې او سیمه ییزې مرستې، د ډاکتر نجیب د ګوند داخلي اختلافات، د ملي مصالحې پر وړاندې بې باوري او د نړۍوالې ټولنې بیړه د دې سبب شول چې د ډاکتر نجیب حکومت سقوط ته نېږدې شي او هغه مجبور کړی شي چې له خپلې دندې استعفا وکړي او همدا لامل شو چې د ملي مصالحې پروګرام هم نیمګړی پاتې شي.

په افغانستان کې د ډاکتر نجیب الله د ملي مصالحې پروګرام د سولې لپاره یو تاریخي ابتکار و،ځکه د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ملي مصالحې پروګرام پیل شو، خو د داخلي اختلافاتو، د نړۍوال اعتماد د نشتوالي، د مخالفینو د سخت دریځ، د پاکستان د مخامخ مداخلې او د جګړې د نړۍوال ملاتړ له امله ناکام شو.سره له دې، یاد پروګرام د افغانستان د سولې د تاریخ یوه مهمه مرحله ګڼل کېږي او تر نن ورځې پورې د "یوې ضایع شوې موقع" په توګه یادیږي.

نجیب الله استعفا کوي او مجاهدین پر واک نه سره جوړیږي

د ۱۹۹۲میلادي کال د اپرېل پر ۱۶مه د ډاکټر نجیب الله له استعفا وروسته په کابل کې یوه لویه سیاسي خلا رامنځته شوه او ډیپ سټیټ له منځه لاړ. د ده تر استعفا وروسته د ملګرو ملتونو هڅه دا وه چې د انتقالي حکومت له لارې د سولې یوه پروسه پرمخ یوسي، خو د مجاهدینو مشرانو هر یوه ځان د واک اصلي حقدار باله.

د جنرال عبدالرشید دوستم ځواکونو د شمال له لوري پر کابل فشار راوړ.په ختیځ کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي خپل ځواکونه د کابل پر لور روان کړل.د برهان‌الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي د احمدشاه مسعود په قوماندې د پنجشیر له لوري داخل شو.د عبدالعلي مزاري په مشرۍ حزب وحدت هم د کابل په قدرت کې سهم غوښت.

د ۱۹۹۲ کال د اپرېل په وروستیو کې مجاهدین کابل ته داخل شول او د مجاهدینو د انتقالي حکومت اعلان وشو، چې صبغت الله مجدیدي یې ولسمشر وټاکل شو، خو د امریکا مرستې بندې شوې او په کابل کې یوه بشپړه انارشي رامنځته شوه.

موده وروسته له برهان الدین رباني د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

حکمتیار د لومړي وزارت غوښتنه لرله او د رباني واک یې نه مانه، چې د همدې اختلاف پر اساس په کابل کې جګړه پیل شوه. د حزب وحدت ځواکونه هم د کابل په لوېدیځ کې د جمعیت اسلامي له ځواکونو سره په سختو جګړو کې ښکېل شول.دوستم چې لومړی له رباني سره متحد و، وروسته یې مخالفت وکړ او د جنګ جبهه نوره هم پېچلې شوه.

د اسلام اباد د سولې پروسه

په کابل کې جګړه د قدرت پر سر وه، خو د قدرت پر شراکت د سولې مذاکرات هم روان وو. د ۱۹۹۳ کال په مارچ کې د سولې مستقیم مذاکرات پیل شول او لومړۍ غونډه یې د پاکستان د ولسمشر غلام اسحاق خان په مشرۍ په اسلام اباد کې وشوه.

د پاکستان په کوربه‌توب د افغان مجاهدینو د رهبرانو ترمنځ د سولې خبرې د یو خارجي فشار په وسیله رامنځته شوې. د دې مذاکراتو په پایله کې د اسلام‌اباد تړون لاسلیک شو چې له مخې یې د واک د وېش لپاره هوکړه وشوه.د تړون پر اساس، برهان‌الدین رباني د دولت د مشر په توګه او ګلبدین حکمتیار د صدراعظم(لومړي وزیر) په توګه وټاکل شول. همدارنګه، ژمنه وشوه چې د ګډ حکومت د جوړېدو او د اساسي قانون د تدوین لپاره به جرګه راوبلل شي.

د خبرو په جریان کې یوازې اور کم شوی و او جګړه په بشپړه توګه نه وه بنده شوې.

خو دغه تړون ډېر ژر ناکام شو. د مجاهدینو ترمنځ ژور اختلافات، بې‌باوري او د واک د انحصار هڅې د دې لامل شوې چې جګړه بېرته پیل شي. له همدې امله کابل یو ځل بیا د راکټونو او بمبارۍ ښکار شو او د سولې تمې مړاوې شوې.

د مکې د سولې تړون

د اسلام اباد د تړون له ناکامۍ وروسته د ۱۹۹۳ کال په وروستیو کې د اسلام اباد د تړون په دوام د مکې مذاکرات پیل شول. دا مذاکرات د سعودي عربستان په کوربه‌توب و شول. د دې مذاکراتو هدف د کابل د کورنیو جګړو پای ته رسول، د واک وېش او د ګډ حکومت جوړول و.په دې غونډه کې د افغانستان د وخت ولسمشر برهان‌الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، عبدالعلي مزاري او نورو مشرانو ګډون درلود.

د خبرو په پایله کې ځینې لنډمهاله هوکړې وشوې، چې د اسلام اباد له ژمنو سره یې تړاو لاره او ټولو رهبرانو په مکه کې په قران کریم سوګند وکړ چې هوکړه به عملي کوي او له جګړې به لاس اخلي، خو د جهادي رهبرانو ترمنځ د اعتماد نشتوالياو د واک انحصار غوښتنې له امله یې عملي کول ممکن نه شول.

په کور دننه په جلال اباد کې د سولې هڅې

د اسلام اباد او مکې د مذاکراتو له ناکامۍ وورسته د ۱۹۹۳کال په می میاشت کې د پاکستان په غوښتنه په جلال اباد کې د سولې د خبرو یوه نوې پروسه د حاجي قدیر په مشرۍ پیل شوه.

دغه مذاکرات لومړی د جهادي رهبرانو د استازو او ورپسې د رهبرانو په ګډون مخکې لاړل، د دې هڅو هدف د کابل د کورنیو جګړو د پای ته رسولو، د واک د وېش هوکړې، او د ګډ حکومت جوړولو لپاره د توافق رامنځته کول وو.

د مجاهدینو د رهبرانو تر منځ درې غونډې وشوې، چې د برهان‌الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، عبدالعلي مزاري او د نورو مجاهدینو استازو پکې ګډون کړی و او وروسته برهان الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، عبدالعلي مزاري، عبدالرب رسول سیاف او د جګړې نورو خواوو د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې خبرې اترې پیل کړې.

په ورته مهال د ننګرهار پوهنتون محصلینو د حاجي قدیر په غوښتنه د شاهي ماڼۍ شاوخوا د انساني کمربند په توګه لاریون وکړ او له ټولو رهبرانو څخه یې د جګړې د ختمېدا غوښتنه وکړه. له څو ورځو وروسته هم خبرې بې نتیجې وې او عبدالرب رسول سیاف په دې بهانه چې د جګړې یو مهم اړخ احمد شاه مسعود دی، باید مذاکراتو ته راوستل شي کابل ته لاړ.

برهان الدین رباني هم د غوږ د ناروغۍ پلمه کوي خو حاجي قدیر ټینګار کوي چې په جلال اباد کې یې ډاکتر اسحاق خاورین درملنه کوي، خو بیا هم رباني له جلال اباد څخه ووت او د محصلینو انساني کمر بند هم مات شو. د اوو ورځنیو خبرو په پایله کې ځینې لنډمهاله هوکړې شوې وې، خو له مذاکراتو څخه د جګړې د اړخونو وتلو دا په ډاګه کړه چې د سولې دغه خبرې ښايي یوازې د رسنیو په څپو کې د تبلیغ تر حده پاتې شي.

له دغو مذاکراتو وروسته اسامه بن لادن له سوډان څخه افغانستان ته راغی او د جلال اباد په لونا لېوا کې یې له خپلو ملګرو او کورنیو سره ځای یوځای واړول.

د ماهیپر لومړني مذاکرات

د جلال اباد د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته په ۱۹۹۳ کال کېیو ځل بیا د برهان الدین رباني، احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار او عبدالرشید دوستم تر منځ د ماهیپر مذاکرات پیل شول. په دغو مذاکراتو کې یوه نسبي نتیجه داوه، چې د ګلبدین حکمتیار ډلې ته د صدراعظمۍ پر څوکۍ سربېره یو شمېر نور وزارتونه هم ورکول کیږي، خو تمه دا وه چې حکمتیار به کابل ته ځي او د لومړي وزیر په توګه به خپله دنده پیلوي.

پرېکړه شوې وه چې حزب اسلامي که کابل ته داخلیږي نو باید خلع سلاح وي، خو ګلبدین حکمتیار په چهار اسیاب کې پاتې کیږي او خپل استازی عبدالصبور فرید د صدراعظم په توګه معرفي کوي او فرید د خپلې لوړې مراسم ترسره کوي او دنده پیلوي. د ماهیپر لومړی تړون هم له ۲۱ ورځو وروسته ماتیږي او له لنډې مودې وروسته عبدالصبور فرید جلال اباد ته په یو رسمي سفر ځي او له هغه وروسته پاکستان ته ځي چې د بېرته راتګ اجازه ورته نه ورکول کیږي.

د ماهیپر لومړی تړون هم د قدرت د ناانډوله شراکت، بیروني فشار او بې اعتمادۍ له امله ماتیږي او په ۱۹۹۴ کال کې د لومړي ځل لپاره په کندهار کې طالبان د خپل موجودیت اعلان کوي.

د میدان وردګو مذاکرات

په ۱۹۹۵ کال کې د غزني له سقوط وروسته طالبان په ډېرې اسانۍ سره میدان وردګ ته ننوتل، خو د طالبانو ډېر بریدونه د اسلامي حزب پر جنګیالیو روان وو، چې له امله یې د برهان الدین رباني د حکومت د دفاع وزیر احمد شاه مسعود د یوې ګډې جبهې د پرانېستلو په هدف له طالبانو سره په میدان وردګو کې مذاکرات پیل کړل.

د مذاکراتو ټول تمرکز د قدرت پر شریکولو او د حکومت پر ډول و، خو طالبانو له احمد شاه مسعود او د هغوی له حکومت نه د هرڅه ور سپارلو غوښتنه کوله او همدا لامل شو چې مذاکرات نتیجې ته ونه رسېدل. په همدغه مهال د وحدت اسلامي مشر عبدالعلي مزاري هم د کابل جنوب ته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره لاړ او غزني ته نېږدې ووژل شو.

له دې وروسته معلومه شوه چې طالبان د هېڅ ډول مذاکراتو پلوي نه دي او د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي تر منځ د مذاکراتو یوې بلې دورې ته لاره هواره شوه.

د ماهیپر دویم تړون

د طالبانو له خوا د کندهار له نیولو وروسته برهان الدین رباني د ننګرهار د ملي راډیو تلویزون له خبریال عطاء محمد قسمت سره په یوې مرکې کې وویل چې طالبان د سولې سپینې کوترې دي او د جګړه مارو پر ضد راپورته شوي دي او له دوی سره به هم یو تفاهم ته رسیږي.

په لومړي سر کې د طالبانو بریدونه د حزب اسلامي پر جنګیالو متمرکز وو، خو وروسته له درېیو اونیو چې کله طالبان هرات ته ورسېدل، د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند پر قوماندان اسماعیل خان یې بریدونه پیل کړل، جمعیت اسلامي او حزب اسلامي دواړه د طالبانو لپاره مخالفې ډلې حساب شوې.

د طالبانو له خوا پر اسلامي حزب او جمعیت اسلامي بریدونه د دې سبب شول، چې په ۱۹۹۶ کال کې دواړې ډلې یو ځل بیا خبرو ته کېني، چې له امله یې د ماهیپر د مذاکراتو دویمه دوره پیل شوه. په دې مذاکراتو کې یو ځل بیا تړون وشو، چې ګلبدین حکمتیار به د حکومت د لومړي وزیر، عبدالهادي ارغندیوال به د مالیې وزیر، وحید الله سباوون د دفاع وزیر او انجینر قطب الدین هلال به د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده پیلوي.

د ماهیپر له دویم تړون څخه دوه ورځې وروسته حکمتیار له خپلو ملګرو سره یو ځای په کابل کې د لوړې مراسم پر ځای کړل او یوازې لږه موده وروسته طالبانو کابل ونیوه او د ماهیپر دویم تړون هم نیمګړی پاتې شو. د دغه تړون د نیمګړي پاتې کېدو یو علت تاخیر و. که چېرې د ماهیپر لومړی تړون پر ځای شوی وی، ښايي له وروستي کړکېچ سره دواړې خواوې نه وای مخ شوې.

یوځل بیا مخ اسلام اباد ته اوړي

له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۱۹۹۸ کال پورې په افغانستان کې د سولې په تړاو هېڅ ډول مذاکرات ونه شول، خو په ۱۹۹۸ کال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي بیل ریچرډسن د افغانستان د سولې په بهیر کې د منځګړیتوب هڅې وکړې او طالبان یې وهڅول چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

ریچرډسن د ۱۹۹۸کال د اپرېل په میاشت کې کابل او اسلام‌اباد ته سفر وکړ. هغه له طالبانو، د هغوی له مخالفو ډلو او د سیمې له چارواکو سره جلا-جلا لیدنې وکړې. د خبرو اصلي محور د افغانستان د کورنۍ جګړې پای ته رسول، د اوربند پر سر توافق او د سولې د سیاسي پروسې پیل و.

ریچرډسن ټینګار کاوه، چې که طالبان غواړي نړۍوال مشروعیت، بهرنی ملاتړ اومرستو ته لاسرسی ولري، نو باید خبرو ته حاضر شي.د طالبانو مشران په لومړي ځل د ریچرډسن په فشار قانع شول چې خبرو اترو ته کېني. د طالبانو له خوا د پلاوي مشري وکیل احمد متوکل او د متحدې جبهې له خوا د پلاوي مشري یونس قانوني کوله او په اسلام اباد کې مذاکرات پیل شول.

پاکستان هم د دې سفر په اسانولو کې مهم رول ولوباوه او د طالبانو په قانع کولو کې یې مرسته وکړه. سره له دې چې د خبرو د پیل ژمنې وشوې، خو د اعتماد د نشتوالي او د ژمنو د نه عملي کېدو له امله جګړې دوام وموند.

دا مذاکرات که څه هم د رسنیو پر مخ مهم خبرونه وو، خو تر ۲۰۰۰ کال پورې یوازې شعار پاتې شو.

عشق اباد د خبرو اترو کوربه توب کوي

د اسلام اباد له مذاکراتو وروسته په ۲۰۰۰ کال کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د پاکستان د استخباراتو د پخواني مشر نصیرالله بابر او احمد شاه مسعود د ډلې تر منځ مذاکرات وشول. بابر د طالبانو په استازیتوب ژمنه وکړه چې دویمه دوره خبرې به په عشق اباد کې کیږي او د همدغو ژمنو په دوام د همدغه کال په ډسمبر میاشت کې د دواړو لوریو تر منځ خبرې اترې وشوې.

د دغو مذاکراتو پایله یوازې یوه مطبوعاتي اعلامیه وه، خو جګړه ونه درېده او تر هغه وخته اوږده شوه چې د امریکا په مشرۍ نړۍوالې ټولنې پر افغانستان برید وکړ. د سولې دا مذاکرات چې د امریکا او پاکستان په فشار رامنځته شوي وو، ناکام او بې نتیجې پای ته ورسېدل.

د جینوا تړون د دوحې تړون په بڼه یوځل بیا تکراریږي

د دوحې تړون د ۲۰۲۰کال د فېبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر په دوحه کې لاسلیک شو.دا د هغو هڅو پایله وه، چې جرمني په ۲۰۰۹ کال کې د جرمني د استخباراتو له لارې په مونشن ښار کې پیل کړې وې. هممهاله په مالدیپ او سعودي عربستان کې هم د افغان حکومت او وسله والو ډلو ترمنځ خورې ورې ناستې شوې وې، خو پاموړ پایله یې نه درلوده.

د امریکا په مشرۍ د نړۍوالو ځواکونو په ملاتړ د جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ جګړه له ۲۰۰۱ څخه روانه وه. امریکا د ناټو ځواکونو په ملتیا د القاعدې د له منځه وړلو په پلمه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ. وروسته، امریکا په افغانستان کې یو نوی حکومت جوړ کړ، خو طالبانو د ۲۰ کلونو لپاره د افغان حکومت او نړۍوالو ځواکونو پر ضد جګړې ته دوام ورکړ.

دا ځل د طالبانو ملاتړ پاکستان، ایران، روسیې او چین په غیرمستقیم ډول کاوه چې له امله یې په افغانستان کې جګړه ګرمه ساتل شوې وه.

د دوحې تړون اصلي موارد:

امریکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱د اګسټ تر ۳۱مې خپل ټول ځواکونه له افغانستان نه باسي.

طالبان ژمن شول چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه ساتي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې باید ترسره شي.

د طالب بندیانو خوشې کول او د طالبانو د مشرانو نومونه له تور لېست څخه ایستل.

که څه هم دا تړون د سولې لپاره لاسلیک شو، خو د نړۍوالو مرستو له کمښت، د جګړې شدت او د نظامي مرستندویه ډلو وتلو افغانستان حکومت کمزوری کړ او طالبانو د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو، چې د ډاکتر محمد اشرف غني د حکومت د سقوط لامل شو.یو بل مهم اړخ دا هم و، چې امریکا له جمهوري دولت سره خپلې مرستې محدودې کړې، پوځي قراردادیان ووتل، هوايي ځواک سقوط شو او له امله یې ملي پوځ وپاشل شو.

په افغانستان کې په وروستیو څلورو لسیزو کې د سولې ۱۲ واړه او ستر مذاکرات شوي خو ټول یې ناکام شوي او د ناکامۍ عوامل یې تقریباً نېږدې او د حس وړ دي. ټول تړونونه د بهرنیو هېوادونو (امریکا، پاکستان، ایران، روسیې، سعودي عربستان، ملګرو ملتونو او نورو) په فشار یا منځګړیتوب شوي، نه د افغانانو په خپلواک او خپلې ارادې.ټول مذاکرات د قدرت پر سر د جوړجاړي هڅې وې؛ اصلي اجنډا یې سوله، د خلکو اړتیاوې، بشري حقونه او د جګړې اصلي قربانیان (خلک) نه وو.
په هر تړون کې لنډمهاله اوربندونه، د واک شریکول او د ګډ حکومت جوړول مطرح شوي، خو هېڅ تړون نه دی عملي شوی.
ټولو اړخونو یو بل ته د سیال په سترګه کتل، د اعتماد هېڅ اساس نه و. همدا بې‌باوري د هر تړون د ماتېدو بنسټ وګرځېد.د خبرو په میز کې ژمنې ډېرې وې، خو په میدان کې جګړه روانه وه.

د سولې د تړونونو او مذاکراتو د ناکامۍ عوامل

قدرت غوښتنه: د ټولو ډلو مشران یوازې د واک د انحصار غوښتونکي وو. دا مذاکرات یوازې د واک د وېش او انحصار لپاره کېدل بلکې د یوې ولسي سولې اساس نه و موجود.

بهرنۍ اجنډا: تړونونه د نورو هېوادونو په غوښتنه لاسلیک کېدل او عملي ضمانت یې نه درلود، همدا لامل و چې د مذاکراتو پر مهال هم د ډاکتر محمد اشرف غني له دورې پرته، چې درې ورځې اوربند پکې شو، هېڅکله جګړه نه ده درېدلې.

د اعتماد نشتوالی: مشرانو یو بل ته درناوی نه کاوه؛ سوګندونه یې وکړل خو د دوی تر منځ خبرې او تعهدات بې ارزښته شوي وو، ځکه هېڅ تړون د عملي کېدو اړخ نه لاره.

بې‌ثباته شرایط: جګړه، اقتصاد، بغاوتونه او د مرستو بندېدل تل د تړونونو پر وړاندې خنډ ګرځیدلي چې له امله یې د غښتلي تضمین ایجاد سخت کړی و.

د ولس نه ګډون: د سولې خبرې تل د رهبرانو تر منځ وې،په هېڅ خبرو کې د خلکو ګډون او ارادې ته اهمیت نه دی ورکړل شوی، په داسې حال کې چې د جګړې اصلي قرباني ولس و، خو په خبرو کې یې د ونډې حق نه لاره.

د افغانستان د سولې ټول تړونونه (له جنیوا څخه تر دوحې) د یوې ګډې ستونزې ښکار شول او هغه د افغانانو تر منځ د اعتماد نشتوالی، د پردیو فشار، او د واک د انحصار هڅه وې. له همدې امله ټولې هوکړې نیمګړې پاتې شوې او جګړه اوږده شوه.

د جینوا او دوحې تړونونه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره لاسلیک شوي، خو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یې اوږدمهاله حل نه درلود. دواړه تړونونه د حکومتونو سقوط ته زمینه ساز شول او افغانستان یې له یو نوي بحران سره مخ کړ.

د دواړو تړونونو د ارزونې اساسي پایله دا ده، چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید له نړیوالو تضمینونو،د سولې تکامل، سیاسي ثبات او پراخې ملي موافقې سره مل وای. ددې عناصرو نشتوالي افغانستان له ۲۰۲۱ کال وروسته یوځل بیا دداسې ډلې په واک کې ورکړ، چې سولې تکامل نه دی موندلی، امنیت په ځانګړې توګه بشري حقونه، رواني امنیت، سوله ییز ژوند، د فکر، سیاسي هلوځلو او بیان ازادي او د ګډ ژوند لپاره خپلمنځي ډیالوګ نه دی تامین شوی. دا ټول د سولې او امنیت اجزا دي، چې له دې پرته تکامل نه مومي او افغانستان هره شیبه بېرته د شخړو ترخې ماضي ته ور ګرځېدای شي.

نور خبرونه

رادیو