نن سبا په امریکا کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون په موخه د ټولې نړۍ نه د هیوادونو ولسمشران او لوړپوړي نمایندگان راټول شوي دي.
هغوی د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپلو ویناګانو، مطبوعاتي کنفرانسونو، او دوه اړخیزو او څو اړخیزو لیدنو کتنو کې په نړيوالو مسایلو خپل نظر څرګندوي.
که څه هم د بینالمللي مشروعیت نه لرلو په وجه د طالبانو رژیم په دې غونډو کې ګډون نه شي کولای، خو بیا هم د دغو تعاملونو په جریان کې د یو شمیر هیوادونو نمایندگان د افغانستان د مسائلو په اړه غږېدلي دي.
دا طبعی خبره ده، ځکه چې د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونه د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه تشویشونه او سوالونه لري، او هغوی د ملګرو ملتونو سازمان او د هغې تر شاوخوا جوړو شوي فورمونه د تشویشونو او سوالونو د مطرح کولو لپاره تر ټولو مناسب ځای ګڼي.
خو اصلي مساله دا ده چې په افغانستان کې یوه داسې مشروع او اعتبار لرونکې واکمني نشته ، چې په بینالمللي تعامل کې د استحقاق له مخې ګډون وکړي، د نړیوالو پوښتنو ته قناعتبخش ځواب ورکړي، او نړۍ ته ډاډ ورکړي، چې د افغانستان په اړه جوړېدونکی بینالمللي روایت کې د افغانستان او د افغانانو خپل مثبت ملي نظر شامل وي.
که داسې ونه شي، نو دا خطر شته، چې په بینالمللي ساحه کې به یو داسې روایت شکل ومومي چې د افغانستان د ملي ګټو په زیان پای ته ورسېږي. په دې لحاظ، د یوه هیواد په توګه د افغانستان د ملي ګټو لپاره د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په جریان کې داخلي او بینالمللي انزوا ډېره زیانمنوونکې پاتې شوې ده، او په تېرو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې کېدونکو سیاسي او ډیپلوماتیکو فعالیتونو کې د افغانانو د ملي غږ نشتوالی د یاد شوي زیان د کچې اندازه څرګندوي.
دا خبره په امریکا کې د مختلفو هیوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو مقاماتو د تبصرو نه هم څرګندېږي. د مثال په توګه، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلې وینا کې وویل چې د افغانستان اوسنۍ اداره باید داسې تګلاره خپله کړي چې ټولنه په غېږ کې ونیسي، او انساني ارزښتونه په پام کې ونیول شي.
اردوغان وویل چې نړیواله ټولنه باید افغانستان یوازې پرې نه ږدي، د ترکیې ولسمشر زیاته کړه چې هیواد یې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.
همدغه ډول د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په دې اړه تاسف څرګند کړ چې طالبان افغانستان د تورتم خوا ته راکښلی دي. د زیلېنسکي خبره په دې وجه مهمه ده چې د هغه خپل هیواد د جنګ په لمبو کې سوځي، خو هغه بیا هم د افغانستان د وضعیت په اړه د تبصرې کولو فرصت لري.
په عین وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت دوه لوړپوړو چارواکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي دي چې واشنګټن د افغانستان په تړاو خپله تګلاره له سره ارزوي. د هغوی په وینا، اوس مهال د امریکا پرېکړه دا ده چې بشري مرستې به طالبانو ته نه ورکوي. هغوی د طالبانو د برمته نیونې ډیپلوماسۍ او د افغانستان په ختیځ کې د زلزلهځپلو سیمو ښځو ته د ژغورنې او مرستو اجازه نه ورکولو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د امریکا لومړیتوب دا دی چې افغانستان هیڅکله بیا د ترهګرو د روزنې په ډګر بدل نه شي او ولسمشر ټرمپ به د امریکا د خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه واخلي.
د سپټمبر د میاشتې په ۲۴مه نیټه په امریکا کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په یوه څنډه کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د تماس ډلې لومړۍ ناسته وشوه. دا خبره د یادونې وړ ده چې د افغانستان په اړه د تماس دغه ډله په ۲۰۰۹ کال کې د جرمني په ملاتړ جوړه شوې وه، او اوس مهال دا ډله د یاد سازمان د پنځوسو غړو هیوادونو په ګډون فعالیت کوي.
په دې غونډه کې پنځوسو اسلامي هیوادونو له طالبانو غوښتنه وکړه چې پر ښځو او نجونو هغه بېدلیله بندیزونه پورته کړي، چې د اسلامي اصولو او د اسلامي ټولنو له دودونو سرغړونه کوي. د دغې غوښتنې علت هغه بندیز وګرځېد، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځینه لیکوالو د اثارو په خپرولو او لوستلو لګولی.
په دې سربېره د تماس ډلې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دا پیشنهاد هم تصویب کړ، چې د دغه سازمان د تماس غړو هیوادونو له کارپوهانو سره یو ګډ کاري پلاوی جوړ کړي، څو د افغانستان اړوند ټولو مسایلو د حل لپاره د عملي نقشې په جوړولو کې ګډ کار وکړي او د متقابلو ګامونو یوه لړۍ پرمخ یوسي.
نننۍ نړۍ د یو قطبي نه د ګڼقطبي نړۍ جوړېدو په لاره ده. دا یوه کړکیچنه او د هیجان او هرجمرج ډکه مرحله ده. ابرقدرتونه په خپلو کې د قاطع او نهايي خبرو اترو نه وړاندې د خپل نفوذ د ساحو د پراختیا لپاره له زور څخه له کار اخیستلو هم ډډه نه کوي. د اوکراین اوږد جنګ، د اسراییل له خوا په غزه کې د فلسطینیانو بېدریغه وژنه، د هند او پاکستان ترمنځ لنډه نښته، د اسراییل او ایران خطرناکه جګړه ټول د اوسنيو جنجالي نړیوالو شرایطو نښې نښانې دي.
چا دا ویلي شول چې اسراییل به په قطر ګوزار کوي؟ بیا د افغانستان وضعیت له دې نظره ډېره له خطر او ستونزو ډک دی، ځکه د نړۍ درې واړه ابرقدرتونه، یعنې امریکا، چین او روسیه، په افغانستان او د هغې په شاوخوا کې ګټې لري. په غرب کې د دوی د ټکر سیمه اوکراین ده، او په ختیځ کې د خپلې ستراتیژیکې جغرافیا او د طبیعي منابعو د شتون له وجې افغانستان د تصادم میدان دی. یو به ترې بګرام غواړي، دویم به ترې واخان غواړي، او درېیم به ترې د شینډنډ غوښتنه کوي.
په دې خطرناکو وضعیتونو کې افغانستان یوه داسې حکومت ته اړتیا لري، چې د افغانستان د ټولو ولسونو په ګډه اراده ولاړ وي، او د هیواد ټول په علم او تجربه سمبال مخکښان پکې راټول شوي وي. یو بل ته د پیغورونو او دړکو وخت نه دی، د ملي ګټو د ژغورلو لپاره د ملت د ارادې پر وړاندې تسلیمېدل تر ټولو زیاته عزتمنه لاره ده.