ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د امریکا له ولسمشر کېدو ووروسته څو ځله په افغانستان کې د بګرام پوځي اډې د ترلاسه کولو خواهش څرګند کړی، خو وړمه ورځ یې په لندن کې بریتانیا ته د خپل سفر په پای کې په مطبوعاتي کنفرانس کې خپله دغه غوښتنه یو ځل بیا په جدي توګه تکرار کړه.

وروسته یې په یوه پوسټ کې په ګواښونکي ډول وویل، چې «که افغانستان بګرام هوايي اډه امریکا ته بېرته ونه سپاري، نو بدې پېښې به واقع شي». ولسمشر ټرمپ د بګرام بیس د ترلاسه کولو موخه هم نه پټوي. هغه وایي چې بګرام د چین له پوځي او ستراتیژیکو مرکزونو سره نږدې دی، ځکه امریکا د دې اډې ترلاسه کولو ته اړتیا لري.

خو له دې مخکې چې موږ د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې او د افغانستان او سیمې د سیاسي اوضاع پوره شننه وکړو، وړومبې د بګرام په پېژندګلوۍ او اهمیت څو لنډې خبرې کوو.

د پښتو ژبې په ادبیاتو او خاصه توګه د پښتو په شعر کې د بګرام ذکر له ډېرو زمانو را روان دی. په پښتو شاعرۍ کې د بګرام نوم د ښکليو ترکو یادونې سره د افغانستان شمالي سیمو ته اشاره کوي، خو د وخت په تېرېدو سره دغه نوم یوه اسطوروي بڼه غوره کړې ده. اوس په پښتو شعر کې بګرام\باګرام د کومې خاصې جغرافیاوي سیمې پر ځای د افسانوي طبیعي او انساني ښکلا یو خیالي مرکز شوی، چې د افغانستان او د پښتونخوا ډېرو شاعرانو یې په خپلو اشعارو کې یادونه کړې ده. د بګرام د دغې افسانوي ښکلا ستاینه پښتو شعر ته یو زړه راښکونکی خوند او رنګ ورکړی دی.

خو دلته چې موږ د بګرام ذکر کوو، هغه د کابل په شمال کې د پروان ولایت د مرکز چاریکار نه شاوخوا پنځه میله لرې یوه ولسوالی ده چې د مرکز نوم یې هم بګرام دی، چې د پنجشیر او غوربند د سیندونو په یوځای کې د ګډیدو ځای سره جوخت پروت دی. ځینې لرغون پوهان په دې اند دي چې بګرام په هغه ځای کې پروت دی په کوم ځای کې چې په ۳۲۹–۳۳۰ قبل المیلاد کې سکندر مقدوني د دغې سیمې د فتح کولو نه وروسته دلته د سکندریې په نوم مرکز جوړ کړی و، او دغه مرکز ډېر وخت پایښت درلود. خو په دیارلسمه پېړۍ کې د چنګیز خان د لښکرو د ویجاړوونکو بریدونو په جریان کې د سکندریې مرکز تباه شو.

د ۱۹۵۰مې لسیزې نه پیل کې، چې افغانستان له شوروي اتحاد سره د اقتصادي همکارۍ ترڅنګ د پوځي همکارۍ اړیکې جوړې کړې، نو د شوروي اتحاد په مرسته افغانستان په بګرام کې یوه پوځي اډه جوړه کړه، چې د سالنګ د تونل او شمال ته د لویې لارې د مصوونیت ترڅنګ د هیواد د پلازمینې کابل د شا نه دفاع لپاره هم ستر اهمیت لري. دلته یو مصوون هوایي ډګر هم شته، چې کله د شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان نیولي وو، نو د بګرام اډه د هغوی د پوځ مرکزي اډه وه، او کله چې افغانستان ته د امریکا ځواکونه راغلي وو، نو هغوی هم د بګرام اډې له ستراتیژیک اهمیت نه ګټه پورته کوله.

نن سبا چې د امریکا او چین ترمنځ کوم نوی سوړ جنګ پیل شوی دی، په هغه کې د مرکزي اسیا جغرافیا حیاتي اهمیت لري.

د چین د کمربند او لارې نړیواله پروژه چې د یوروشیا د زړه د وصل کولو لپاره د مرکزي اسیا او ختیځې اروپا ترمنځ د جغرافیایي او اقتصادي تړون شبکې جوړوي، هم په همدې لاره تېرېږي. که څه هم د شوروي اتحاد له ړنګېدو نه وروسته د مرکزي اسیا پنځه واړه جمهوریتونه په مستقلو هیوادونو بدل شوي دي، خو چین ورسره په کلکو اړیکو جوړولو کې بریالی شوی دی، او په تدریج سره خپل اقتصادي نفوذ په سیاسي نفوذ اړوي. د مثال په توګه، د مرکزي اسیا د پنځو جمهوریتونو سره په کال ۲۰۲۳ کې د چین د تجارت حجم له ۸۹،۴ میلیاردو ډالرو نه ۹۴،۸ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی دی.

چین د خپلې شنجیان یا سنکیانګ خودمختارې سیمې نه د اقتصادي ودې ورکولو له لارې داسې مقناطیس جوړوي چې د ټولې مرکزي اسیا پام ځان ته راواړوي.

چین غواړي چې له پاکستان سره جوړېدونکی اقتصادي کوریډور کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هم شامل کړي، څو د چین د غلبې لاندې مرکزي اسیا سره یې وتړي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د چین، پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزې غونډې په تیر یو کال کې دوه ځله شوې دي. امریکا طبعاً په دې کار خوښه نه ده. موږ ولیدل چې کله د امریکا او پاکستان اړیکې یو ځل بیا ښې شوې، نو د چین او پاکستان ترمنځ جوړېدونکی اقتصادي کورېډور په ټپه ودرید، او امریکا غواړي ورته عمل په مرکزي اسیا کې هم وشي.

په دې سربېره، ټول ابر ځواکونه د یو بل د پوځي ځواک په اړه استخباراتي نظر ساتل غواړي.

که څه هم اوس د ساینس او ټیکنالوجۍ د پرمختګ له برکته هغوی له کیهان نه هم د یو بل څارنه کوي، خو د ځمکې امکانات تر ټولو ځواکمن دي. د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله بګرام د ټولو ابر قدرتونو لپاره اهمیت لري. امریکا له طالبانو سره د دوحې تړون کړی، او په تیرو څلورو کلونو کې د امریکا د ډالرو په مرسته طالبانو اقتصادي سقوط نه دی کړی.

له بلې خوا، روسیه د نړۍ لومړی هېواد شوی چې د طالبانو امارت یې رسمي وپیژنداو ورسره راشه درشه لري. چین هم ورسره په ګڼو اقتصادي لوظنامو لاسلیکونه کړي دي، او که څه هم په علني توګه نه وايي، خو د چین زړه به هم بګرام ته وي. باید په یاد ولرو چې د دریو واړو ابر قدرتونو نظر د افغانستان د طبیعي منابعو په شتمنیو هم دی.

دا ډېر ګران او پیچلي چلنجونه دي چې د طالبانو د داخلي او نړیوال مشروعیت او مسلکي کادرونو نه محروم رژیم یې پخپله مقابله نه شي کولای. طالبان باید افغان ملت او ولس ته لاره پرېږدي، څو د ټولو افغانانو په خوښه داسې نظام او حکومت منځ ته راشي چې د افغانستان اساسي ګټې وژغوري.

نور خبرونه

رادیو