د مخکیني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چې پاکستان ته تر سلو زرو ډېرې بېلابېلې وسلې وړل شوې دي؛ خو پوښتنه دا ده، چې دغه وسلې چا ته ورکول کېږي؟ هغه ویلي، د پاکستاني طالبانو شمېر شپږ زره اټکل شوی؛ خو دا نورې وسلې چا ته ورکړل شوې دي؟
امرالله صالح ادعا کړې، چې تر سلو زرو ډېرې بېلابېلې وسلې پاکستان ته قاچاق شوې او یا هلته پلورل شوې دي.
ښاغلي صالح پوښتنه کړې، چې د پاکستاني طالبانو شمېر شپږ زره اټکل شوی؛ خو پوښتنه دا ده چې د ناټو پر معیار برابرې پاتې زرګونه وسلې چېرې ځي؟
د امرالله صالح زرغون بهیر هم پرون په دې اړه پر اېکس پاڼه ورته څرګندونې کړې دي. زرغون بهیر لیکلي، د دوحې د تړون په ضمیمه کې لیکل شوي چې د وسلو د قاچاقو مخنیوی د طالبانو د دفاع وزارت دنده ده؛ خو اوس داسې برېښي چې دغه وزارت په دې برخه کې ناکامه شوی دی.
زرغون بهیر ادعا کوي، چې تر اوسه له سلو زرو ډېرې بېلابېلې وسلې پاکستان ته وړل شوې او دوی یې اسناد هم لري.
د تېر جمهوریت تر ړنګېدو وروسته له افغانستانه پاکستان ته د وسلو قاچاق نوې خبره نهده؛ بلکې په دې اړه څو راپورونه خپاره شوي دي.
د روان لمریز کال (د روي په ۲۵مه نېټه) واشنګټن پوسټ یو څېړنیز راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي، ۶۳ میله پرمختللې امریکایي وسلې چې په افغانستان کې پاتې شوې وې؛ د پاکستاني وسلهوالو لاس ته لوېدلې دي او په وژونکو ترهګریزو بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي. دغه امریکایي وسلې په تور بازار کې پلورل شوې، چې اوس پاکستاني طالبان، بلوڅ بېلتونپال او نورې وسلهوالې ډلې کار ترې اخلي.