په ننګرهار کې له داعش سره پخوانۍ جګړې؛ له پامه غورځول شوي ولسونه او نارغول شوې کنډوالې

۶ ساعتونه مخکې

په ننګرهار کې له داعش سره د پخوانیو جګړو ولسي قربانیان شکایت کوي، چې د دوی کورونه، لارې، کرنیزه ځمکې، ښوونځي، جوماتونه او روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي او تر اوسه هم نه‌دي رغول شوي. دغه زیانمن شوي خلک وايي، که څه هم طالبانو د بیارغونې ژمنې ورسره کړې وې؛ خو عملي کړې یې نه دي.

د ننګرهار د هسکې مېنې، اچین، سپین غر، کوټ، نازیان او دوربابا ولسوالیو اوسېدونکي چې د تېر جمهوریت پرمهال داعش سره جګړو کې زیان وراوښتی، تر اوسه هم بې‌سرپناه پاتې دي او برخلیک یې ناروښانه دی.

دغه زیانمن شوي خلک وايي، چې هم د تېر جمهوریت پر مهال او هم وروسته طالبانو د بیارغونې ژمنې ورسره کړې دي؛ خو بیا هم د دوی مېنې سپېرې پاتې دي او څوک د دوی غږ نه اوري.

دوی وايي، په دې جګړو کې یوازې د دوی کورونه نه دي ړنګ شوي؛ بلکې کرنیزه ځمکې، ښوونځي، جوماتونه او روغتیايي مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.

دغه بې‌ځایه شوي خلک وايي، چې د دوی بازارونه هم سوځول شوي دي او له همدې امله د دوی کاروبار په ټپه درېدلې، ډېر مالي زیان وراوښتی؛ خو هیچا پام نه دی ورته کړی.

په دغه جګړو کې نه یوازې دا چې خلکو ته مالي زیان اوښتی؛ بلکې ډېر خلک وژل شوي، ټپيان شوي او معلول شوي هم دي، چې ډېره برخه یې شینواري دي.

د هسکې مېنې زیانمن شوي خلک وايي، چې تېر کال د طالبانو کډوالو چارو ریاست چارواکو دوی ته ویلي و چې د بهرنیو مرستندویه ادارو له لارې به د دوی سیمې بېرته ورغوي؛ خو تر هغه وروسته یې چا پوښتنه هم نه‌ده کړې.

د دغه بې‌ځایه شویو خلکو یوه برخه په کابل کمپ او د جلال اباد ښار په نورو سیمو کې اوسېږي؛ خو ځينې یې بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي. دغه ستانه شوي خلک اوس په کنډوالو کې اوسېږي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دې جګړو په پایله کې د بې‌ځایه شویو خلکو شمېر ۲۳زره کورنۍ اټکل شوی دی. د دې سیمو د خلکو یوه برخه هغه مهال پاکستان ته کډه شول؛ خو کله چې په وروستیو میاشتو کې پاکستان ډېر کډوال افغانستان ته وشړل، ځينې یې له مجبورۍ دغه سیمو ته هم ستانه شول.

نور خبرونه

رادیو