په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر مرستیالې اني هایمر ویلي، له افغانستان سره امریکايي مرستې صفر شوې؛ خو اوس باید نړۍوال بانک او ملګري ملتونه دغه تشه ډکه کړي. هغه وایي، که طالبان د خپلو وسلهوالو د تمویل وس لري؛ نو د خلکو لپاره د خوړو او روغتونونو پيسې هم برابرولای شي.
مېرمنې اني هایمر پرون (افغانستان تر څلور کلنې جبري کډوالۍ وروسته) کنفرانس ته په انلاین وینا کې وویل:« له افغانستان سره امریکايي مرستې صفر شوې دي، اوس باید نړۍوال بانک او ملګري ملتونه دغه تشه ډکه کړي.»
د دغې پخوانۍ ډيپلوماتې په وینا، د نادولتي ټولنو له لارې هم له افغانانو سره مرستې ګټورې دي؛ خو باید روڼتیا ته ډېر پام وشي، باید دغه ډول ښځو ته د ښځو په لاس بشري مرستې ورسول شي؛ نه د نارینهوو په لاس.
اغلې هایمر زیاته کړه:« موږ وینو، چې د امریکا کانګرس له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو دغه هڅې ناکامې شوې.»
مېرمن هایمر زیاته کړې، طالبان په ناقانونه توګه د افغانستان کانونه سپړي او دا چې هغوی د خپلو وسلهوالو د تمویل او شخصي زندانونو د مدیریت وس لري؛ نو د دې وس هم لري، چې د خلکو لپاره د خوړو او روغتونونو پيسې برابرې کړي.