د جوزجان ولایت په فیضاباد ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. پېښه نن سهار له یوه بار وړونکي موټر سره د پروبکس ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان سردار مبارز ویلي، پېښه د فیض اباد ولسوالۍ اړوند ګرجک سیمه کې چې د جوزجان- بلخ پر لویه لاره پرته ده؛ رامنځته شوې. د مبارز په خبره؛ ټپیان د درمنلې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.