د ځوانانو نړۍواله ورځ؛ د افغان ځوانانو لپاره د کار او پرمختګ اسانتیاوې په نشت حساب دي

۴ ساعتونه مخکې

نن (د زمري ۲۱مه) د ځوانانو نړۍوالې ورځې سره برابره ده. د ځوانانو نړۍواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې ځوانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

افغانستان هم په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې ډېری اوسېدونکي یې ځوانان دي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد عارف وايي، په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د کار او پرمختګ اسانتیاوې په نشت حساب دي. هغه وایي:« ځوانان زموږ په هېواد کې د ټولنې د ملا تیر حیثیت لري؛ که دوی ته پاملرنه ونشي او ستونزې یې حل نه شي، فکر نه کوم چې ټولنه دې پرمختګ وکړای شي.»

بې وزلي، فقر، د کاري فرصتونو نشتوالی او د ځوانو نجونو پر وړاندې د زده‌کړو د دروازو تړل پاتې کېدل؛ په افغانستان کې د ځوانانو پر وړاندې لویې ننګوونې بلل کېږي.

خو دغه ورځ بیا هر کال د نړۍ په نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي او د دغه ورځې سږنی شعار «د تل پاتو موخو لپاره د ځوانانو هڅې» دی.

یاده ورځ د یونسکو سازمان له لوري په ۱۹۹۹کال کې تایید او د لومړي ځل لپاره ۲۰۰۰ کال کې ونمانځل شوه. د ملګرو ملتونو له معیار سره سم؛ ځوانان هغه کسان دي، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ وي.

نور خبرونه

رادیو