د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، افغانستان د دومره ډېرو راستنو شویو افغانانو منلو ته چمتو نهدی؛ په تېره بیا داسې شرایطو کې چې هلته عدالت او کار نشته، بېوزلي ډېره ده او د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو بنسټیز حقونه پهکې تر پښو لاندې شوي دي.
ښاغلي اتمر (افغانستان تر څلور کلنې جبري کډوالۍ وروسته) کنفرانس ته په انلاین وینا کې وویل:« د افغان کډوالو شړل نه یوازې دا چې د بشري حقونو نقض او بې عدالتي ده؛ بلکې په راتلونکې کې افغانستان بېثباته کولای شي.»
د هغه په وینا؛ په افغانستان کې ژوند کول سخت شوی، اقتصاد خراب دی، خلکو ته بنسټیز حقونه نه ورکول کېږي، د امریکا بشري مرستې بندې دي او کورنۍ پانګونه هم نشته.
هغه زیاته کړې، کله چې افغانان په داسې شرایطو کې افغانستان ته په زور شړل کېږي؛ نو ژوند، انساني کرامت او حقونه یې له ګواښ سره مخ کېږي.
ښاغلي اتمر طالبان د خلکو په اړه په بېغورۍ تورن کړي او ویلي یې دي:« طالبان نور په هره برخه کې پيسې لګوي؛ خو د خلکو د هوساینې لپاره یې نه لګوي.»
د هغه په وینا؛ طالبانو یوازې پر مدرسو پانګونه کړې ده، حال دا چې په هېواد کې نهیلي او بېکاري ډېره ده، نوي راستانه شوي افغانان مدرسو ته جذبېږي او په مدرسو کې له کرکې پرته هغوی ته بل څه نه ور زده کېږي.