د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې ريیس مطیعالحق خالص په سمنګان ولایت کې د دغې ډلې له مرستیال والي سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې ټول باید د طبیعت په ساتنه کې خپل مهم رول ولوبوي. هغه ویلي، چې چاپېریال ته پاملرنه او ساتنه د یوې ادارې نه؛ بلکې د ټولو ګډ مسوولیت دی.
د سمنګان لپاره د طالبانو د والي مرستیال دادخدا خادم بیا ويلي، چې په دغه ولایت د چاپېریال ساتنې لپاره ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې لري.