د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

د طالبانو دویم مقاومت او د نشه‌يي توکو د کاروبار پراختیا

۱۱ ساعتونه مخکې

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ په وروستي کال کې د کوکنارو کښت منع کړ؛ خو په دویم مقاومت کې دغه کښت بېرته حلال وګنل شو او د دغه تحریک مهمه مالي سرچینه وه، خو دا ځل یوازې د نشه‌يي بوټو کښت نه؛ بلکې د کېمیاوي نشه‌يي توکو تولید او قاچاقو بهیر هم ورسره ګړندی شو.

د طالبانو د تېر حکومت تر ړنګېدو وروسته د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې یو وار بیا کوکنار وکرل شول او په دې توګه د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر فرمان له «شرعي دلیل» پرته په ښکاره ډول نقض شو.
د کوکنارو کښت لکه څنګه چې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د اقتصادي او سياسي لاملونو له مخې حرام بلل شوی و، بېرته د همدې لاملونو له مخې حلال وبلل شو.
که څه هم طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د «شرعي حدودو» عملي کولو په نوم صحرايي محکمې وکړې، خلک یې سنګسار او اعدام کړل او ګڼ شمېر یې په درو یې ووهل؛ خو د نشه‌يي بوټو د کښت، توليد، قاچاقو او استعمال په اړه یې هیچا ته هم څه ونه ویل. نه یوازې دا چې په دې اړه یې چا ته څه و نه ویل؛ بلکې په مستقیم ډول یې د نشه‌يي بوټو په کښت، تولید او قاچاقو کې هم لاس لاره.
که د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق یې عامو خلک نه شوای لیدلای او نه چا په دې اړه له ډاره له رسنیو سره معلومات شریکولای شوای؛ خو د کوکنارو له کښت څخه عشر او مالیه اخيستل یې له هیچا هم پټ نه و.
هغه مهال ډېریو ديني عالمانو وویل، چې په اسلام کې د کوکنارو کښت مطلق حرام دی؛ خو د دغه نشه‌يي بوټي عشر اخیستل د کوکنارو کښت ته مشروعیت ورکوي او طالبانو له کوم شرعي دلیل پرته په ښکاره توګه دغه کار کاوه.
په ۲۰۱۹کال په کابل کې یوه ديني عالم مفتي شمس الرحمان رسنیو ته وویل:« عشر تل په مال کې وي او د مال شرعي تعریف دا دی، چې باید حلال وي؛ لکه غنم، انار، انګور او داسې نور. خو تاریاک زیان رسوونکې او نشه‌يي ماده ده، چې په مال کې نه شمېرل کېږي.»
وروستیو بدلونونو وښودله، چې د کوکنارو کښت د شرعي لاملونو له امله نه و بند شوی او نه هم له دې امله د ولس زیان ته پام شوی و.
د ۲۰۲۰کال (د مئ په ۴مه نېټه) د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې سازمان (UNODC) پر خپله وېب پاڼه د نشه‌يي توکو د سروې راپور خپور کړ.
دغه سروې د افغانستان د ملي احصایې له ریاست سره په ګډه شوې وه. په دې راپور کې راغلي و، چې په ۲۰۲۰کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۷سلنه ډېر شوی دی.
په دې راپور کې دا هم راغلي و، چې سوېل لوېديځې سيمې د افغانستان د ټول کښت ۷۱سلنه برخه جوړوي. دغه سروې ښيي، چې هغه مهال د افغانستان په ۲۲۴۰۰۰ هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو او د دغه کښت له لارې ۳۵۰ مېلیونه امریکايي ډالر ترلاسه شوي دي.
له نشه‌يي توکو سره د مبارزې کارپوهانو هغه مهال ویلي و، چې د دغه عوایدو ډېره لږه برخه بزګرو او لویه برخه یې د قاچاق کوونکو او طالبانو جېبونو ته ځي.
د ۲۰۲۰کال (د جون میاشتې په ۹مه نېټه) د سوېلي اسیا څار ژورنال (South Asia Monitor) ولیکل، چې طالبانو په فراه او بادغیس ولایتونو کې د هیرویینو جوړولو فابریکې جوړې کړې دي.
په دغه کارخونو کې تولید شوې ۶۰سلنه ښیښه پر کورنیو روږدو پېرل کېږي او پاتې برخه یې د نړۍوالو مافیايي ډلو په همکارۍ ایران، سوېلي افریقا، اسټرالیا او مرکزي اسیا ته قاچاق کوي. طالبانو د دغه کار لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړې، چې د مدیریت ډله (Regulation team) نومېږي. دغه ډله نشه‌يي توکي تولیدوي او بیا یې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کوي.
د راپور له مخې؛ دغې ډلې اوس‌مهال په ختیځو سیمو کې ننګرهار ولایت ته پام اړولی او غواړي، چې له دې لارې د سوېلي اسيا هېوادونو ته نشه‌يي توکي قاچاق کړي.
د نشه‌يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې (UNODC) د ۲۰۰۸کال (د نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه) ویلي و، چې طالبان د نشه‌يي توکو له لارې لږ تر لږه پنځوس مېلیونه پاونډه عاید لري.
دا خبره له هیچا پټه نه‌ده، چې د طالبانو په لیکو کې هم پخوا او هم اوس مېلیارډرانو حضور لاره چې دا پيسې یې د نشه‌يي توکو د قاچاقو له لارې پيدا کړې دي.
د دغه قاچاق کوونکو نوملړ ډېر اوږد دی؛ خو دلته به د بېلګې په ډول د یو څو مشهورو قاچاق کوونکو نومونه یاد کړو.

ملاګل اغا بدري
ملاګل اغا بدري چې د مولوي هدایت الله بدري په نوم هم یادېږي، د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی او د طالبانو د لومړي مشر ملا محمد عمر نږدې ملګری او د مالي چارو مسوول و.
کله چې په ۲۰۰۱کال کې د طالبانو حکومت ړنګ شو، بدري کویټې ته ولاړ او هلته د کوټې په شورا کې د مالي چارو د کمېسیون مشر وټاکل شو.
د راپورونو له مخې؛ د هغه مهم مسوولیت دا و، چې د نشه‌يي توکو له کاروباریانو سره اړیکې ونيسي، له هغوی څخه د کوکنارو د کښت عشر، د نشه‌يي توکو د مالیاتو او ټرانیسپورټ له لارې پيسې راټولې او له همدې لارې د طالبانو جګړه تمویل کړي.
هغه د طالبانو په دویمه واکمنۍ کې د مالیې وزیر وټاکل شو، تر هغه وروسته د افغانستان بانک مشر وټاکل شو او اوس د کانونو او پټرولیم وزیر دی.

د ملا رسول او ملا اختر محمد منصور د اختلاف اصلي لامل
د راپورونو له مخې؛ ملا محمد رسول په ۲۰۱۵کال کې د طالبانو څخه جلا او ځان ته یې د طالبانو جلا ډله جوړه کړه. ملا رسول د فراه ولایت اوسېدونکی او په خټه نورزی و.
په همدې کال کې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې د دغه اختلافاتو یو لامل دا و چې د نشه‌يي توکو له لارې لاس ته ورغلې پيسې د ملا محمد رسول او ملا اختر محمد منصور د قوماندانانو تر منځ عادلانه نه وېشل کېږي.
په ۲۰۱۶کال کې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې د ملامحمد رسول ډلې د هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د نشه‌يي توکو له لارې لاس ته ورغلې پيسې د کوټې شورا ته نه استولې؛ نو له همدې امله د کوټې شورا پر دې ډلې پوځي اشر وکړ او له پښو یې وغورځوله.

د ملا عبدالمنان نیازي وژل کېدل
د ملا رسول مرستیال ملا عبدالمنان نیازي د هرات په یوه غرنۍ سیمه کې پوځي مرکز جوړ کړ او تل به یې د ملا اختر محمد منصور پر ضد خبرې کولې.
که څه هم هغه له پوځي پلوه طالبانو ته هیڅ سرخوږی نه و؛ خو څنګه چې ډېری نشه‌يي توکي د ایران له لارې قاچاق کېدل، نو نیازي هم پلان لاره چې په هرات کې د نشه‌يي توکو کارخونې جوړې کړي.
سرچینې وايي، چې ملا عبدالمنان د هیرویینو جوړولو کارپوهانو ته بلنه ورکړه او په خپله سیمه کې یې د هیرويينو جوړولو کار عملا پيل کړ. دغه ډول هغه د ایران د پولې ها غاړې ته له بلوڅو قاچاق کوونکو سره هم اړیکې جوړې کړې، چې په افغانستان کې تولید شوي هیرويين اسانه ایران ته قاچاق کړي.
سرچینې وايي، چې په دې وخت کې د کوټې له شورا سره دا وېره پيدا شوه؛ که نیازی په هرات کې د نشه‌يي توکو کارخونې همداسې فعاله وساتي، نو ډېر ژر به له اقتصادي پلوه پر پښو ودرېږي او ډله به یې پياوړې شي.
پر نیازي د ۲۰۲۱کال (د مئ میاشتې په ۱۲مه نېټه) د هرات په ګذره ولسوالۍ کې وسله‌وال برید وشو، چې څو ورځې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

حاجي جمعه خان بلوڅ
شپېته کلن حاجي جمعه خان بلوڅ د نیمروز ولایت اوسېدونکی او د بلوڅو قومي مشر دی. هغه له ۱۹۹۹کال څخه د نشه‌يي توکو کاروبار کاوه؛ خو په ۲۰۰۱کال کې یې ډیورنډ کرښې ته نږدې د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په غرنۍ سيمه کې د هیرویینو جوړولو او وسلو کاروبار پیل کړ.
حاجي جمعه خان بلوڅ پر یوه داسې ټکي تمرکز وکړ، چې د افغانستان، پاکستان او ایران له بلوڅو قاچاق کوونکو سره اړیکې اسانه کړي.
ګارډین ورځپاڼې د ۲۰۰۸کال (د اګست میاشتې په ۱۶مه نېټه) د حاجي جمعه خان بلوڅ په اړه یوه مفصله مقاله ولیکله، چې د ګلونو ځواک (Flower power) نومېږي.
په دې مقاله کې راغلي، حاجي جمعه خان بلوڅ د هغو شلو قاچاق کوونکو له ډلې دی چې د دوه مېلیارډه پاونډو په ارزښت د هیرویینو جوړولو د کاروبار مدیریت کوي.
هغه په ابوظبي او شارجه ښارونو کې پرېمانه جایدادونه اخیستي دي. دغه ډول یوه کوچنۍ سوداګریزه بېړۍ هم لري، چې له دې لارې له پاکستانه بهرنیو هېوادونو ته هیرويين قاچاق کوي. هغه د طالبانو له مشرانو سره اړیکې لري او د هغوی مهمه مالي سرچینه ګڼل کېږي.
په مقاله کې زیاته شوې، چې حاجي جمعه خان بلوڅ د ۲۰۰۸کال (د اکتوبر میاشتې په ۲۴مه نېټه) د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا کې انټرپول پولیسو ونیوو او په همدې ورځ یې امریکایانو ته تسلیم کړ او امریکایانو زنداني کړ؛ خو د ۲۰۱۸ کال (د اپرېل میاشتې په ۲۰مه نېټه) بېرته خوشې شو.
حاجي جمعه خان بلوڅ تر خوشې کېدو وروسته بېرته د نشه‌يي توکو کاروبار پیل کړ، هغه د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره اړيکې ونیولې او هغوی ته یې مالي سرچینې برابرولې.

حاجي لعل جان اسحاق‌زی
حاجي لعل جان اسحاق‌زی د هلمند ولایت اوسېدونکی، د نشه‌يي توکو مشهور قاچاق کوونکی او د طالبانو مهم مالي ملاتړی و.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۱۵کال په فبرورۍ میاشت کې د هغه په اړه د یو راپور په خپرولو سره ویلي و:« حاجي لعل جان په هلمند کې پراخ نفوذ لري او د طالبانو لوی مالي ملاتړ کوونکی بلل کېږي.»
هغه په ۲۰۱۱کال کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو په نوملړ کې شامل و او په ۲۰۱۲کال کې د افغانستان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ادارې له‌خوا ونیول شو.
د راپورونو له مخې؛ هغه د کرزیانو له کورنۍ سره نږدې اړیکې لرلې، چې په ډېر مهارت او پټه توګه لومړی د کابل له څرخي پله زندانه د کندهار زندان ته ولېږدول شو او بیا له هغه ځایه په بډې ورکوونې سره خوشې شو.
کله چې هغه خوشې شو، کوټې ته ولاړ او بېرته د کوټې له شورا سره یو ځای د طالبانو لپاره یې مالي سرچینې برابرولې.
تجربو ښودلې، چې لوی قاچاق کوونکي نه د تېر جمهوریت پر وخت او نه هم اوس نیول کېږي؛ که ونیول شي د پیسو په زور په زندان کې د ډېر وخت لپاره نه پاتې کېږي او د رشوت په بدل کې خوشې کېږي؛ خو واړه قاچاق کوونکي بیا د اوږدمهال لپاره زنداني کېږي.

نور خبرونه

رادیو