د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

طالبان څلور کاله وروسته لاهم د واک د مشروعیت په لټه کې دي

۲ ورځې مخکې

څلور کاله کیږي، چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې لا هم د نړیوال مشروعیت له سیسټم نه بهر پاتې دی.

یوازینی استثنا روسیه ده، چې متزلزل رسمیت پېژندلو یې د کابل او مسکو ترمنځ یو محتاطانه تعامل رامنځته کړی، خو مسکو خپله هم په نړیواله کچه منزوي او تر نړیوالو بندیزونو لاندې دی.

د نړۍ له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل یوازې د طالبانو د ناکامې دیپلوماسۍ پایله نه، بلکې د یوه ملت د سیاسي هویت له منځه تللو، نړیوالې انزوااو د بشري ناورین د ژورېدلو داستان هم دی.

نړیوالې ټولنې، چې له دوحې تړون وروسته د یو «نوي افغان اسلامي»، پرانيستي او مشارکتي حکومت تمه لرله، اوس له یوه تړلي، انحصاري او مشروعیت‌ نه‌لرونکي « اسلامي امارت» سره مخ ده. د رسمیت نه پېژندلو دا دوام افغانستان له نړیوال مالي نظام، سیاسي تعامل، پراخو مرستو او په کوردننه او بهر سیاسي خبرو اترو څخه محروم کړی دی.

طالبانو پرله پسې هڅې کړې چې له ګاونډیو، سیمه‌ییزو قدرتونو او نړیوالو سازمانونو سره اړیکې ټینګې کړي. هغوی د اقتصادي بندیزونو نرمولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو خوشې کولو غوښتنه کړې، خو نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه لوېدیځ یو واضح شرط وړاندې کړی چې د بشري حقونو درناوی او د ټولو افغانانو د استازیتوب وړ، ټول‌شموله حکومت جوړول دي.

دا غوښتنه تر اوسه طالبانو نه ده عملي کړې. د طالبانو کابینه، چې په بشپړ ډول د دې ډلې له غړو او ديني عالمانو جوړه ده، د قومي، سیاسي او مذهبي تنوع هیڅ استازیتوب نه کوي.

د رسنیو د ازادۍ او مدني ټولنې پر وړاندې فشارونه هم بې‌ساري زیات شوي، خبریالان تعقیبېږي، غږونه غلی کېږي او مدني فعالان یا په بند کې دي یا جلاوطنه شوي دي. له همدې امله، د نړیوال مشروعیت دروازه، چې د بشري ارزښتونو، مشارکت او زغم له لارې پرانستل کېدای شي، د طالبانو د یو اړخیز دریځ له امله لا هم تړلې پاتې ده.

طالبان یوازې روسیې په رسمیت پېژندلي

پر کابل له واکمنېدو ۱۴۱۷ ورځې وروسته یوازې روسیې د لومړني هېواد په توګه په رسمیت پېژندلي دي.

د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل طالبان یو ښه پیل ګڼي، خو د طالبانو نږدې ملګري لا هم د دې ډلې په رسمیت پېژندلو کې محتاط دي.

پاکستان ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندنې کې بیړه نه کوي، خو د طالبانو ترواک لاندې افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه اوس هم د ځان لپاره د دوامداره اندېښنې سرچینه بولي.

ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو هم یوازې له طالبانو سره د خپلو ګټو په رڼا کې اقتصادي تعامل ته مخه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندنې په اړه د امریکا، اروپايی ټولنې، ملګرو ملتونو او ګڼو نورو هېوادونو درېځونه یو ډول دي او وايي، تر څو چې طالبان ټول شموله او قانونمند مشروع حکومت ونه لري او د ښځو په اړه خپلې پالیسۍ بدلې نه کړي، د دوی اداره به په رسمیت ونه پېژندل شي.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د دې ډلې حکومت په رسمیت پیژندلی و، خو اوس داسې ښکاري، چې د سعودي عربستان له اقدام پرته به نور اسلامي هېوادونه هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته زړه ښه نه کړي.

د افغانستان د سولې انسټیټیوټ مشر خلیل الله ساپی وايي:« د افغانستان ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول چین، ایران او پاکستان چې عملا له افغانستان سره دوه اړخیزه ښکیلتیا لري، له دیپلوماتیکې پېژندنې څخه ډډه کوي. دوی له یوې خوا د نړیوالې ټولنې له شرطونو سره همغږي مراعاتوي، خو له بلې خوا د رسمیت نه پېژندنه دغو هېوادونو ته دا امکان ورکوي، چې له طالبانو څخه امتیاز واخلي. دوی کوښښ کوي، طالبان وهڅوي، چې د خپلو امنیتي، اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو په خاطر د دوی په مقابل کې نرم دریځ خپل کړي. دوی د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې خپل ځانونه خوندي ساتي او هر هغه هېواد چې طالبان په رسمیت و پېژني ممکن له اقتصادي بندیزونو سره مخ شي».

امنیتي ګواښ او د طالبانو ادعاوې

په افغانستان کې د پاکستان پر ضد پاکستاني طالبانو(TTP)، بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلې، د ایران پر ضد انصار الفرقان او جیش العدل، د ازبکستان ضد تحریک اسلامي ازبکستان او امارت اسلامي بخارا ډلې، د چین پر خلاف د ایغوریانو وسله والو ډلو حضور او له القاعده ډلې سره د طالبانو اړیکي هغه مسایل دي چې ګاونډي هېوادونه ترې ګواښ احساسوي.

ځینو هېوادونو په مستقیم او غیرمستقم ډول په افغانستان کې د یادو ډلو د حضور په اړه غږ هم پورته کړی دی.

د افغانستان متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وايي:«پاکستان، چین، ایران، ازبکستان، تاجکستان او ځینې نور هېوادونه د امنیتي ګواښونو له امله طالبان په رسمیت نه پېژني. په مجموع کې د طالبانو دوام ته ټول ګاونډي هېوادونه د یو امنیتي ګواښ په سترګه ګوري او ډېر باور نه ورباندې کوي. په نړیواله سطحه له نړیوال تروریزم سره د طالبانو اړیکه یو امنیتي تهدید دی. د طالبانو له خوا د یو مشخص سیاسي دریځ نه شتون او له بشري حقونو سرغړونه دا ټول هغه مسایل دې چې طالبان به په رسمیت نه پېژندل کیږي».

طالبان وايي، چې د څلورو کلونو په تېرېدو سره اوس بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۴۰ استازولیو کې استازي لري. له دې ډلې په کمو هېوادونو کې د طالبانو استازي د سفیر او شارژدافیر په توګه او په ګڼو هېوادونو کې یوازې سفیر، کونسل او د سفارت د خدماتي دیپلوماټانو په توګه دي. د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونو له دې ډلې سره تخنیکي اړیکې پیل کړې، چې هدف یې د افغان کډوالو د اخراج لپاره لاره برابرول دي، خو طالبان له دې نه د یوې وسیلې په توګه د استفادې په هڅه کې دي، چې یوه بېلګه یې جرمني ته د اخراج د اسانچارو په توګه د دوو ډیپلوماټانو استول دي.

دمګړۍ په کابل کې د چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، اذربایجان، روسیې، ترکیې، متحده عربي امارات، قطر، اندونیزیا، مالیزیا او سعودي عربستان هېوادونو سیاسي استازولۍ فعالیت کوي.

طالبانو په خپلې څلور کلنې واکمنۍ کې په چین، متحده عربي امارات، ازبکستان روسیه، ترکیه او پاکستان کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو سطحه د سفیرانو کچې ته لوړه کړې ده او جرمني، ناروي، هند او اندونیزیا ته یې په ۲۰۲۴او ۲۰۲۵ کال کې دېپلوماتان استولي دي.

په کوردننه د طالبانو ستونزې

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې په حکومتي، خصوصي سکټور او ان د زده کړو په برخه کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو یاد بندیزونه د ملګرو ملتونو، هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې «یونېسف» په خپل یوه راپور کې چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې یې خپور کړی ویلي، چې د طالبانو له خوا تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر تګ

بندیز له امله په افغانستان کې ۲،۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

د طالبانو له واکمنېدو وړاندې په افغانستان کې زرګونو ښځو سیاسي فعالیتونه ترسره کول او د افغانستان په رسنیو کې شاوخوا دوه زره ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو کار کاوه، خو پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په دوام له۲۰۲۱ کال راهیسې ۷۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپل مسلک پرېښی دی.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، په جمهوریت کې شاوخوا دوه زره ښځینه خبریالانې او رسنیزې کارکوونکې فعاله وې، خو دا شمېر اوس یوازې ۵۵۷ ته راکم شوی دی.

د ښځو د حقونو فعالاني وايي، تر څو چې طالبان د ښځو حقونو ته درناوی ونه وکړي، تر هغه به نړۍ د دوی د حکومت رسمیت پېژندلو ته چمتو نه شي.

د ښځو د حقونو فعاله وږمه توخي وايي:«ښايي په نړۍ کې بل هېڅ داسې هېواد نه وي چې دومره دې د ښځو حقونه پکې تر پښو لاندې شوي وي. دا یوازې طالبان دې چې پر ښځو ظلم کوي او تر څو چې طالبان د ښځو حقونو ته درناوی ونه لري، نړۍ به دوی هېڅکله په رسمیت ونه پېژني. اوس خو روسیې طالبان په رسمیت پېژندلي دي، دا هېواد او که راتلونکي کې بل هر هېواد د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه هڅه وکړي هغه ټول د طالبانو د ظلمونو شریکان دي».

سیاسي ګوندونه لغوه او فعالیتونه یې ممنوع دي

د طالبانو له خوا د سیاسي ګوندونو او خوځښتونو پر فعالیت هم بندیز لګول شوی او د دې ډلې په حکومتي سیسټم کې یوازې د طالبانو غړي او پلویان ګډون لري.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان په عدلیې وزارت کې ۷۲ سیاسي ګوندونه په رسمي ډول ثبت وو. د راپورونو له مخې، یادو ټولو ګوندونو په ګډه شاوخوا ۳۰۰ زره تر ۴۰۰ زره پورې غړي لرل.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د یادو ګوندونو پر سیاسي فعالیت بندیز ولګول شو او هېڅ ګوند، ټولنې او خوځښت ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې ټول سیاسي ګوندونه او ټولنیز سازمانونه لغوه شوي او له دغو ادرسونو هېڅوک د سیاسي فعالیت حق نه لري.

طالبانو د عدلیې وزارت د سیاسي ګوندونو اړوند ریاست هم له تشکیلاتو اېستلی دی.

طالبانو خبرداری ورکړی، چې د ګوندونو په نوم هر ډول کړنه ناقانونه ده او که د کومې ډلې له خوا پر دغه شان دریځونو ټینګار کېږي، نو له قانوني او شرعي چلند سره به مخامخ شي.

د سیاسي ګوندونو ډېره برخه مشران له هېواده بهر وتلي، خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار لا هم افغانستان کې اوسیږي.

د طالبانو د حکومت ټولې پرېکړې د امیرالمومنین په نوم شخص له خوا ترسره کیږي او د کابینې په تشکیل کې یې ټول وزیران پخواني جنګي قوماندانان او ملایان دي.

د څلورو کلونو په تېرېدو سره لا هم د یادې ډلې ټوله کابینه سرپرسته ده او دوی ویلي، چې د افغانستان پخوانی اساسي قانون نه مني، خو خپله هم تراوسه د یوه اساسي قانون پر جوړولو نه دي بریالي شوي.

نړیواله ټولنه او هېوادونه وايي، طالبانو په دې کار سره د ټول شموله حکومت جوړولو ژمنه تر پښو لاندې کړې ده او دا ډله د سختګیرانه پالیسیو له امله په افغانستان کې هم له داخلي مشروعیت او د ټولنې د پراخې برخې له ملاتړه برخمن نه دي.

په کندهار کې یو قومي مشر چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي:« خلک د طالبانو له کړنو خوشحاله نه دي، ولس باندې هره ورځ بندیزونه لګول کیږي. ځوانان ټول د امر بالمعروف دبندیزونو له امله شکایت کوي. مشرانو خپلې دروازې د خلکو پر مخ تړلې دي، یوازې مشخص کسان له مشرانو سره لیدلی شي. خلک له ډاره وایي چې بیعت یې کړی دی، کنه هېڅوک د طالبانو له چلند او د حکومتدارۍ له ډول څخه راضي نه دي».

له بشري حقونو څخه سرغړونه په ځانګړې توګه په عام محضر کې تورنو ته کسانو بدني سزاګانې، اعدامونه، د پخوانیو نظامیانو ربړونه، د طالبانو د ځینو چارواکو له خوا شخصي زندانونه او د ټولنیزو ازادیو سلبولهم ددې لامل ګرځېدلي، چې د دې ډلې د رسمیت پېژندلو چاره وځنډوي.

د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري سازمانونو پر غبرګونونو سربیره طالبان نږدې هره ورځ یا دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تورنو کسانو ته بدني سزاوې ورکوي.

شنونکي وايي، که څه هم ځیني هېوادونه د اړتیا له مخې، له طالبانو سره سوداګریزې اړیکي پالي، خو بشري حقونو ته له درناوي،داخلي مشروعیت او ټولشموله حکومت پرته د هېوادونو له خوا د دې ډلې د حکومت رسمیت پېژندل ناشوني ښکاري.

نور خبرونه

رادیو