په کندهار او خوست کې ځینو خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو خبریالانو ته سپارښتنه کړې، چې له دې وروسته دې د ځان وژنې خبرونه نه خپروي.
په دې وروستیو کې په کندهار او خوست کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.
د خوست او کندهار ځینو خبریالانو نن دوشنبه د زمري ۲۰مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو سپارښتنه ورته کړې، چې د ځان وژنې پېښې دې نه رپوټ کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې پېښې په دغو ولایتونو کې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.
یو شمېر خبریالانو وویل چې دوی د دې پېښو په پوښښ کې تر سانسور لاندې دي، ځکه طالبان د ځان وژنې پېښو ته د رسنیو پاملرنه د دې ډلې خلاف تبلیغات انګیري.
دغه خبریالان په دې باور دي، چې «د ځان وژنې د پېښو پوښښ هم پخپله دغو پېښو ته کمپاین دی. له همدې امله د ډېرو ورته پېښو رپوټونه نه ور کول کیږي».
خبریالان وايي، چې د ځان وژنې د پېښو زیاتوالی له اقتصادي کړکیچونو او د طالبانو له ټولنیزو محدودیتونو سره تړاو لري، چې په ځانګړي ډول په ځوانانو کې یې رواني فشارونه ډېر کړي دي.
په روان کال کې د کندهار یو ځوان فدا محمد اڅکزي د بې کارۍ او کورنۍ ستونزو له امله په فېسبوک کې وروستی پیغام خپور کړ او بیا یې ځان وژنه وکړه.
نوموړي له ځان وژنې څو شېبې وړاندې ولیکل: «بخښه به سره کوو، د الله په امان».
د دغه پیغام له خپرېدو وروسته د هغه د ځان وژنې خبر خپور شو.
نوموړي تر ځان وژنې څو شېبې وړاندې خپل وروستی انځور هم د یادګار په توګه شریک کړی و او لیکلي یې وو: «اخري تصویر».
په ورته مهال په خوست کې د جوماتونو یو شمېر ملا امامانو د جعمې په خطبو کې خبرداری ور کړی، چې که څوک ځان وژنې کوي، جنازې به یې څوک نه کوي.
تېره میاشت د افغانستان انټرنشنل-پښتو موندنو وښوده، چې په وروستۍ شاوخوا یوه اونۍ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو د ځانوژنې اته پېښې ثبت شوې دي، چې اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه یې ترټولو ستر لاملونه بلل کېږي.
د طالبانو له خوا پر دې موضوع د راپور ورکولو محدودیتونه داسې مهال دي، چې له دې وړاندې خپله ددې ډلې غړو او مشرانو ځوانان ځانمرګو بریدونو ته هڅول، چې ډېر دیني عالمان یې ځان وژنه بولي.
د رواني چارو کارپوهان بې کاري، اقتصادي ستونزې او د طالبانو بندیزونه او پر ځوانانو محدودیتونه ددغسې وژنو مهم لاملونه ګڼي.