طالبان وايي ۲۵۰ بهرني شرکتونه او پانګوال په افغانستان کې پانګونه کوي

پرون

د لسو اسلامي هېوادونو د دیني علماوو او پانګوالو ګډ پلاوي او د یمن پانګوال او د اسلامي تمویل د پلاوي مشر ویلي چې د یوې ګډې طرحې له مخې به د اسلامي هېوادونو شاوخوا ۲۵۰ شرکتونه او پانګوال هر یو د ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د پنجشیر ولایت چارواکو ددوشنبې په ورځ، د زمري پر شلمه وویل، چې د یمن د علماوو شورا د مشر ډاکټر عبدالله الزنداني په مشرۍ پلاوي کې د قطر، سعودي عربستان، ترکیې، بحرین، عراق، عمان، مالیزیا، فلسطین، سوریې او هند استازي او پانګوال شامل وو.

د پنجشیر د والي ویاند وايي، چې دغه پلاوي د افغانستان په ځانګړې توګه د پنجشېر ولایت د پانګونې چاپېریال له اغېزناکو اقتصادي فرصتونو ډک وباله او ژمنه یې وکړه چې «د افغانستان ریښتینی انځور به اسلامي نړۍ او پانګوالو ته ورسوي.»

د پنجشېر والي محمد اغا حکیم له دغه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي: «له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې د هېواد بنسټیزې ودانیزې چارې له کړکېچونو سره مخ وې، خو اوس افغانستان د بحرانونو له تونله وتلی او د بنسټونو د بیا رغونې په حال کې دی».

د پنجشیر د ولایت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قطري پانګوال محمد حسن العمادي د ګرځندوی او کرنې په برخه کې د پانګونې نیت څرګند کړ او افغانستان یې د دې لپاره مناسب ځای وباله.

اعلامیه وړاندې زیاتوي چې، د یمن پانګوال او د اسلامي تمویل د پلاوي مشر خالد وویل چې د یوې ګډې طرحې له مخې به د اسلامي هېوادونو شاوخوا ۲۵۰ شرکتونه او پانګوال هر یو د ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي ووویل: «زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې نوی اسلامي نظام پر خپلو پښو ودرېږي، دا خپله دنده ګڼم. د طالبانو نظام له ګڼو ګواښونو سره مخ دی، خو موږ هڅه کوو چې دا نظام لا پیاوړی کړو.»

یاده دې وي چې په وروستیو کلونو کې پنجشېر ولایت ته د بهرنیو پانګوالو پام ډېر شوی، خو اقتصادي شنونکي وایي چې د پانګونې د دوام لپاره باید د امنیت تر څنګ د شفافیت، نړیوالو اړیکو او ازاد بازار ته ځانګړې پاملرنه وشي.

نور خبرونه

رادیو