د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزرات وايي، د دغه وزارت د کار چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي د لوګر د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د چټکتیا او روڼتيا په موخه، نوي برېښنايي سیستمونه پرانېستل.
محمد زاهد احمدزي د دغو سیستمونو د پرانېستې پر مهال د دغه ډول سیستمونو جوړول د برېښنايي حکومتولۍ لپاره مهم وبلل او زیاته یې کړه، دغه چاره به د لوګر ولایت اوسېدونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دغو سیستمونو سره به په برېښنايي بڼه د کار جوازونو ووېشل، املاک او اجناس به ثبت شي، له ګاونډیو هېوادونو را اېستل شوي او د روزنتونونو ماشومان او همدرازا به بې وزلو ته د مرستو د وېش څرنګوالی هم ثبت شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ځلونو طالب چارواکو ټینګار کړی، چې په دولتي ادارو کې باید کاغذي سیستم له منځه ولاړ او برېښنايي سیستم دود شي. دوی همداراز زیاته کړې ده، چې په ټولو دولتي ادارو کې به د برېښنایي سیستم سره پېچلې چارې اسانه شي.
که څه هم په تېر نظام کې د حکومتولۍ ډېرې چارې برېښنایي شوې وې، خو دغه پروسه د جمهوریت له سقوط سره نیمګړې پاتې شوه.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته اندېښنه او پوښتنه دا ده، چې ددغې ډلې ډېری لوړپوړي چارواکي او ماموران چې د شل کلنو جګړو له امله یوازې له مدرسو فارغ دي او له ډیجیټلي سیستم سره نااشنا دي، څنګه کولی شي برېښنایي حکومتولي رامنځته کړي؟