د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دا ځل په ۲۳ نویو حرفو کې هېواد ته له تازه راستانه شویو ۱۸۰۰ مسلکي او تخصصي افغان کارګر هم قطر ته استوي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه له ایران او پاکستانه نوي راغلي هېوادوال چې پر شرایطو برابر وي، کولی شي په کابل، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې یوازې د یوې ورځې لپاره هغه هم د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د زمري په ۲۲مه نوم لیکنه وکړي.
د نوموړي په وینا، کاندیدان د نوم لیکنې پر مهال داسې اسناد باید له ځانه سره ولري چې په تېرو دوو کلونو کې یې هېواد ته بېرته راتګ ثابت شي او همداراز خپل ټول تحصیلي، مسلکي اوتجربوي اسناد هم له ځانه سره ولري.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې مخکې هم له قطر سره یوه هوکړه کړې وه، چې له مخې به یې ۲ زره افغان کارګر دغه هېواد ته واستول شي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سلګونه زره کسان له خپلو دندو او روزګارونو بېبرخې شوي او ورسره هم مهاله په ایران او پاکستان کې پر کار بوخت سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي او په کور دننه هم ورته کاري فرصتونه نشته.
پر طالبانو تور دی، چې هر څه یې تر خپلې ډلې محدود کړي او ان په حکومتي چوکاټ کې هم د عادي کچې کارګرو ته چې له دغه ډلې سره اړیکې ونه لري دندې نه ورکوي.