د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې استازې «سوزان فرګوسن» وایي، که دوی افغان مېرمنې چوپ کړي، نو نړۍ ته دا پیغام ورکول کېږي چې د ښځو او نجونو حقونه هر ځای له منځه وړل کېدای شي او اوسنی افغانستان د دې موضوع یوه خورا خطرناکه بېلګه ده.
فرګوسن دا څرګندونې هغه مهال وکړې، چې په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د حقونو د خرابېدو په اړه خپل تازه راپور وړاندې کاوه.
د دې ادارې په وینا، څلور کاله وروسته له هغه چې طالب جنګیالیو د ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵مه کابل ونیوو، له هغه راوروسته د ښځو د ژوند حالت نه زغمل کېدونکي حد ته رسېدلی او که بېړني ګامونه پورته نه شي، دا حالت به په ټولنه کې عادي وګرځي او ښځې به په بشپړ ډول له عامه ژوند څخه واېستل شي.
په راپور کې ویل شوي، چې طالبانو تر اوسه نږدې ۱۰۰فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ، زده کړو او کار حقونه محدودوي. له منځني ښوونځي پورته د نجونو زده کړې بندې شوې او ښځې له محرم پرته عامه ځایونو ته تګ راتګ نه شي کولای، چې دا دواړه بندیزونه یوځای د ښځو پر ټولنیز، اقتصادي او روغتیايي ژوند خورا ناوړه اغېز کړی دی.
د احصایو له مخې، له ۷۸ سلنې زیاتې افغان مېرمنې نه په زده کړو بوختې دي، نه په کار او نه په مسلکي روزنه کې.
دا وضعیت یوازې د هېواد اقتصاد ته درنه ضربه نه ده، بلکې د روغتیا په برخه کې هم د ژوند او مرګ مسله ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره اټکل کوي، چې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی به د ۲۰۲۶کال تر پایه د مېندو مړینه ۵۰سلنه زیاته کړي.
راپور زیاتوي، چې په کم عمر کې د نجونو ودونه ډېر شوي او د ښځو پر وړاندې کورني او ټولنیز تاوتریخوالي هم زیات شوي دي، ان د کور دننه ۶۲سلنه ښځې وايي چې د کور په پرېکړو کې هېڅ اغېز نه لري.
د سوزان فرګوسن په وینا، دا وضعیت یوازې د افغان ښځو د حقونو ستونزه نه ده، بلکې د نړۍوالې ټولنې لپاره د ارزښتونو یوه لویه ازموینه ده او که نړۍ په دې اړه بېپروا پاتې شي، د ښځو د حقونو د له منځه وړلو دا تګلاره به په نورو ځایونو کې هم تکرار شي.