ضیاء سراج طالبانو ته: تاسې د پاکستان د سترګو تور وئ، خو اوس مو ارزښت له لاسه ورکړی

۱۰ ساعتونه مخکې

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت مشر ضیاء سراج د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان د جمهوریت پر مهال طالبانو ته د یوې وسیلې په سترګه کتل، خو اوس یې هغه پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی دی.

سراج د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۰مه) په خواله رسنۍ اېکس کې لیکلي، د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ‌اېس‌ ای) د طالبانو مشران د خپلو سترګو د تور په څېر ساتل، خو د ګټو د بدلون له امله یې له طالبانو سره اړیکې هم بدلې شوې دي.

طالب وزیر عبدالطیف منصور په یوه تازه مرکه کې ویلي وو، چې پاکستان هېڅکله په افغانستان کې یو قوي مرکزي حکومت نه شي زغملی او د دې هېواد لپاره د طالب او مجاهد تر منځ هېڅ توپیر نشته.

د منصور په وینا، اسلام‌اباد د افغانستان له خپلواکۍ او ځان‌بساینې څخه د هر مشرتابه لاندې حکومت څخه وېره لري.

د یاد طالب چارواکي دغه څرګندونو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت تند غبرګون راوپاروه. د دې وزارت ویاند شفقت علي خان د طالب وزیر خبرې «د عقل، تاریخ او واقعیتونو ضد» وبللې او ویې ویل چې دغه موضوع به د طالبانو له ادارې سره شریکه کړي.

سراج په خپل یادښت کې ټینګار کړی، طالبان هغه وسیله و چې د «افغانستان پر مشروع قانوني حکومت او نړۍوالې ټولنې» د فشار لپاره ترې کار اخیستل کېده، خو د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته د پاکستان لپاره د هغوی ارزښت کم شوی دی.

هغه د یادونې په توګه وویل،چې د جمهوریت پر مهال د افغانستان غوښتنه چې د طالبانو د استخباراتو مشر «ملا ناني»ورته وسپارل شي، خو د پاکستان له لوري رد شوه.

د سراج په وینا، هغه مهال د پاکستان استازو د «ناني» د نه سپارلو پلمه دا وه چې «ملا ناني»شپږ لوڼې لري او که هغه نه وي نو په کلتوري لحاظ به یې د کورنۍ ژوند بې‌نظمه شي.

له ۲۰۲۱م کال د اګسټ له ۱۵ نېټې وروسته چې کله طالبان واکمن شول، د پاکستان او طالبانو اړیکې ورو ورو ترینګلې شوې دي.

اسلام‌اباد له طالبانو تمه لرله، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) پر ضد به اقدام وکړي، خو د دې پر ځای په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ناامني او خونړۍ بریدونه زیات شول.

پاکستان اوس پرطالبانو په ښکاره ډول نیوکې کوي او په ورته وخت کې یې د افغان کډوالو د پراخ اخراج لړۍ هم پیل کړې ده.

سراج په پای کې لیکلي، چې د هېوادونو امنیتي پالیسۍ د ملي ګټو پر محور ولاړې وي او د تل لپاره نه وي؛ ملګرتیاوې او دوښمنۍ د شرایطو له مخې بدلېږي.

نور خبرونه

رادیو