په پاکستان کې مېشت افغانان: د افغانانو د نیونې بهیر د پولیسو د شخصي ګټې وټې لاره ده

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان په اسلام اباد او راولپېنډۍ ښارونو کې په دې وروستیو ورځو کې د ځايي پولیسو له لوري د افغانانو د نیونې بهیر زور اخیستی دی. په دغو ښارونو کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، له څه مودې راهیسې پولیس افغانان نیسي او هغه کسان چې پیسې لري د خپلو پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي.

په اسلام اباد او راولپېنډۍ ښارونو کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، ځايي پولیسو د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۰مه) هم یو شمېر افغانان نیولي دي.

دوی وايي، ډېری وخت پولیس په شخصي جامو کې پر موټرسایکل ګرځي او له افغانانو د پاسپورټ او ویزې پوښتنه کوي او د نه ورښودلو په صورت کې له شاوخوا نور پولیس له موټرو سره ورځي او بې ویزې کسان نیسي.

د راولپېنډۍ ښار له یوه ښارګوټي ۳ نیول شوي افغانان وايي، نن مازدیګر مهال په ناڅاپي توګه په خپلو کارځایونو کې ونیول شول او بیا د پولیسو مرکز ته ولېږدول شول.

د دوی په وینا، نږدې ۶ ساعته یې د پولیسو په مرکز کې ساتلي وو او پولیس په ښکاره د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه کوي. که پیسې ور نه کړل شي، دوی د کډوالو لپاره جوړ شوي پنډ غالي ته لېږدوي او له هغه ځایه یې مستقیم افغانستان ته استوي.

یو له دغو کسانو وايي: «پولیسو زه د ۸۲ زره کلدارو په بدل کې خوشې کړم او هلته نور کسان هم زما له برخلیک سره مخ وو او هغوی هم ښايي د همدومره پیسو په بدل کې خوشې شوي وي.»

په اسلام اباد کې ځينې نور افغانان چې په سفارتونو کې یې د انتقال په تړاو کار روان دی او پاسپورټونه یې هم د ویزې لپاره سپارلي، وايي چې د سفارت له لوري کومه پاڼه چې د پاسپورټ د ورکړې ښکارندويي کوي، پولیسو ته د منلو نه ده او هڅې کوي چې دغه ډول کسان هم ونیسي.

دغه افغانې کورنۍ د پاکستان له حکومته غواړي، چې د ویزې د تمدیدولو بهیر ژر تر ژره پیل کړي څو له ورته جنجالونو په امان کې پاتې شي.

په ورته وخت کې د پاکستان حکومت تازه په دغه هېواد کې مېشتو ۱ اعشاریه ۴ مېلیونه هغو افغان کډوالو ته چې د پي او ار کارټونه لري خبرداری ورکړی، چې د روانې اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې دې له دغه هېواده ووځي، ګنې پرته له هغې به دوی په خپله لاس په کار شي.

ځايي پولیسو د افغانانو د دغو څرګندونو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو