د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د سیالیو لپاره قزاقستان ته ولاړه. د قزاقستان د ازاده تکواندو په سیالۍ کې چې د روانې زمري میاشتې له ۲۳مې تر ۲۵مې په استانه ښار کې ترسره کېږي؛ وړاندې د ځینو لاملونه له کبله د افغان لوبډلې د نه ګډون په اړه خبر ورکړل شوی و.
د دغه سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې ۱۳ لوبغاړي او ۲ روزونکي شامل دي. د معلوماتو له مخې؛ د قزاقستان د تکواندو په ازاده سیالیو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه تر ۷۵۰ ډېر لوبغاړي ګډون کوي.