حاجي بشیر نورزی (بشر نورزی) نه یوازې دا چې د طالبانو د تحریک لومړی مرستندوی او مالي ملاتړی بلل کېږي؛ بلکې د دغې دورې د نشه‌يي توکو لوی قاچاق کوونکی هم و، په تېره بیا د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ او ملا محمد عمر له انډيوالۍ څخه یې د قاچاقو لپاره استفاده وکړه او لا هم لوی کاروبار لري.

سرچینې وایي:« هغه به د نشه‌يي توکو د ډکو موټرو اوږده قطارونه د افغانستان لوېديځو پولو ته روان کړی وو؛ خو چا ترې پوښتنه نه کوله، چې دغه موټرونه په څه بار دي؟»
ملا محمد عمر درې ځانګړې مالي سرچینې لرلې، چې یو ګمرکي مالیات او عشر، دویم د سوداګرو او قاچاق کوونکو بسپنه او درېیم د اسامه بن لادن د ډلې پیسې وې.
د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل د تېر جمهوریت پر مهال له رسنیو سره په مرکه کې د اسامه بن لادن په اړه د کنایې په ډول ویلي و، چې په افغانستان کې تل مېلمه تر کوربه غښتلی وي؛ لکه نن چې امریکایان تر کرزي او حکومت غښتلي دي.
له دې دا په ډاګه کېږي، چې ملا محد عمر دومره وس نه لاره چې د اسامه بن لادن په اړه یو داسې دریځ غوره کړي چې د اسامه په زیان وي؛ ځکه یې په دې اړه د هیچا مشوره نه منله، خو د نشه‌يي توکو قاچاق کوونکي نه پوځي شبکه وه او نه یې هم له هغه سره سيالي لرله؛ بلکې له ملاعمر سره یې مرسته کوله او له همدې امله یې د دغې شبکې مشورې په ورین تندي منلې.
کله چې امریکا په ۱۹۹۸کال د اګست پر ۲۰مه نېټه افغانستان په کروز توغندیو وویشت؛ طالبان پوه شول چې امریکايانو یې د رژیم نړولو کلکه اراده کړې.
سرچینې وايي، چې هغه مهال حاجي بشیر نورزي ملامحمد عمر ته نږدې څو مهم قوماندانان په خپله قاچاقي شبکه کې تنظیم کړي وو او د دې ترڅنګ یې نور سوداګر هم انډيوالان وو.
نورزي له دغه کسانو سره خبرې وکړې او هغوی یې په دې قانع کړل، چې «دغه رژيم د څو ورځو مېلمه دی او باید پيسې وګټو. د وچکالۍ او بې‌وزلۍ له امله بزګران تاریاک نه‌شي زېرمه کولای؛ ځکه ډېر ارزانه دي، باید لومړی له بزګرو څخه تاریاک وپېرو او بیا ملامحمد عمر ته قناعت ورکړو، چې د تاریاکو کښت بند کړي. له دې اعلان سره به د تاریاکو بیه څو برابره لوړه شي او موږ به ډېرې پيسې وګټو.»
سرچینې وايي، چې تر دې پرېکړې وروسته حاجي بشیر نورزي، حاجي جمعه خان بلوڅ، حاجي لعل جان، ملا ګل اغا بدري، حاجي وطن، حاجي عبدالله صراف، حاجي عتیق‌الله او داسې نورو شتمنو خلکو ډېر تاریاک وپېرل او هغه یې زېرمه کړل.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ یو ځمکه‌وال حاجي هاشم خان (مستعار نوم) وايي:« چا چې به ډېر تاریاک ساتلي و، حاجي بشیر نورزي خپله ترې پېرل. هغه مهال ما هم پنځه سوه کیلوګرامه تاریاک لاره؛ خو حاجي بشیر نورزی راغی او پرې مې وپېرل.»
که څه هم ملامحمد عمر خپله د کوکنارو په کاروبار کې ښکېل نه و او نه هم د خپلو شاوخوا نږدې انډيوالانو په نقشه خبر و؛ خو د حاجي بشیر نورزي او نورو نږدې وفادارو ملګرو خبره یې پر ځمکه نه غورځوله.
حاجي بشیر نورزي او قاچاقي ملګرو یې په پټه او په ډېر مهارت څو تش په نامه مشران او سپين ږېري ملامحمد عمر ته ور واستول؛ هغوی ملامحمد عمر ته شکایت وکړ، چې ډېر ځوانان په تاریاکو او هیرويينو روږدي شوي او باید نور د کوکنارو کښت ودروي.
وروسته د دغې شبکې غړو په پرله‌پسې توګه ملا محمد عمر ته وویل، چې پر افغانستان د امریکا فشار ورځ تر بلې ډېرېږي؛ خو لږ تر لږه د امریکا دا پلمه خو به ختمه شي، چې په افغانستان کې تر بل هر هېواد ډېر کوکنار کرل کېږي.
ملا محمد عمر هم د خپلو نږدې ملګرو وړاندیز ومانه او د ۲۰۰۰کال (د جولای میاشتې په ۲۷مه) نېټه یې اعلان وکړ، چې د کوکنارو کښت حرام دی او تر دې وروسته یې هیڅوک نه شي کرلای. د دغه فرمان له اعلان سره سم په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند شو.
کله چې امریکایانو پر طالبانو برید وکړ او د هغوی حکومت یې نسکور کړ، د معلوماتو راغونډولو او کسات اخيستلو لپاره یې د طالبانو نږدې ملګري او مهم خواخوږي خلک هم څارل، چې په دې ډله کې یو هم حاجي بشیر نورزی و.
یوسف خان (مستعار نوم) وايي: «حاجي بشیر نورزی په ۲۰۰۲کال کې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ځان امریکایانو ته تسلیم کړ. هغه یې د کندهار هوايي ډګر ته یوړ او هلته یې ترې پوښتنې ګروېږنې وکړې. که څه هم هغه مهال زنداني نه و؛ خو پوره برائت یې هم نه و ترلاسه کړی.»
د سرچینو له مخې؛ حاجي بشیر نورزی یوه میاشت وروسته په پټه پاکستان ته ولاړ او هلته په کراچۍ کې اوسېده. په دې کار امریکایان ناراضه شول او بېرته یې د هغه د نیولو هڅې پيل کړې. د (ISI) ځينو نظامیانو نورزی وهڅاوه، چې امریکا ته ولاړ شي او له امریکايانو سره مخامخ خبرې وکړي.
لکه څنګه چې حاجي بشیر نورزي پخوا هم له پاکستاني نظامیانو سره نږدې اړیکې لرلې، د هغوی دا مشوره یې ومنله او په ۲۰۰۵ کال کې له هغوی سره یو ځای امریکا ته ولاړ چې امریکا ته له رسېدو سره سم امریکایانو ونیوو او زنداني یې کړ.
که څه هم د کندهار ټول خلک پخوا لا خبر وو، چې حاجي بشیر نورزی د طالبانو د تحریک لومړی ملاتړی، مرستندوی او مرکزي لوبغاړی و؛ خو واشنګټن پوسټ او نورو لوېديځو رسنیو (د ۲۰۰۵ کال د اپرېل میاشتې پر ۲۵مه نېټه) ولیکل، چې حاجي بشیر نورزي طالبانو ته وسلې، پیسې او جنګیالي برابر کړي دي.
د نیویارک د سوېلي ولسوالۍ فډرال څارنوال ډېوېډ کیلي (David Kelley) پر هغه تور ولګاوه، چې له ۱۹۹۰ کال راهیسې یې د نشه‌يي توکو شبکه رهبري کوله او په افغانستان او پاکستان کې یې هیرویین تولیدول. کیلي دا هم وویل، چې نورزي امریکا او اروپا ته د ۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت هیرویین قاچاق کړي دي.
کله چې طالبان د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل؛ نو له امریکايانو سره د هغوی لومړۍ ډیپلوماټيکه اړیکه د حاجي بشیر نورزي د خوشي کېدو په اړه وه.
د دغه خبرو په پایله کې یې د ۲۰۲۲کال (د سپټمبر میاشتې پر ۲۰مه نېټه) نورزی د امریکا د سمندري ځواک له یوه زنداني غړي مارک فریرچس (Mark Frerichs) سره تبادله کړ. مارک فریرچس د ۲۰۲۰کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی و.
طالبان اوس د حاجي بشیر نورزي مالي او ولسي ملاتړ ته اړتیا نه‌لري؛ ځکه چې د طالبانو په لیکو کې د ده په څېر ډېر نور قاچاق کوونکي پيدا شوي او په سیمه کې یې د نشه‌يي توکو د قاچاق لویه شبکه جوړه کړې ده؛ خو طالبان یوازې د نورزي د پخواني احسان او ښېګڼې پوروړي دي او له هغه سره په خواخوږۍ کې قبیلوي تمایلات هم شامل دي.

نور خبرونه

رادیو