د تهران والي محمد صادق معتمدیان په يوه خبري غونډه کې ویلي، چې په تېرو ۱۰۰ ورځو کې له ایرانه تر يو مېليون ډېر افغانان اېستل شوي دي. د ښاغلي معتمدیان په وينا؛ له دې ډلې ۴۰۰زره کډوال یوازې له تهرانه اېستل شوي دي.
د تهران والي محمد صادق معتمدیان د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) رسنيو ته ويلي، چې له دې ډلې ځینې یې په خپله خوښه ستانه شوي او ځينې یې امنيتي ځواکونو نیولي او په جبري توګه یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
له تهرانه د ۱۴۰زره زدهکوونکو اېستل
ښاغلي معتمدیان په دې موده کې له ايرانه د اېستل شویو کډوالو شمېر د پام وړ وباله او زياته يې کړه، چې تېر کال د تهران ولايت په ښوونځيو کې ۲۲۰زره افغانانو زدهکړې کولې؛ خو اوس دغه شمېر ۸۰زرو ته راټيټ شوی دی.
د تهران والي وويل:« پخوا د افغان زدهکوونکو لپاره شاوخوا شپږ زره ټولګي ځانګړي شوي وو؛ خو اوس پرته له دې چې پر نویو ښوونځيو پيسې ولګول شي، دغه ښوونیز امکانات ایرانیانو ته ورکول شوي دي.»
دغه ايرانی چارواکی وایي، چې شاوخوا ۵۰ سلنه افغان کډوال په تهران ولایت کې مېشت وو. هغه زیاته کړه، چې د مسعود پزشکيان د حکومت له پيل سره د بېاسناده کډوالو د پېژندلو بهير پيل شوی دی.
له ایرانه د اېستل شویو افغان کډوالو په اړه خپاره شوي راپورونه ښيي، چې هغوی که څه هم ټول قانوني او معتبر اسناد لاره؛ خو بیا هم ایراني پولیسو نیولي او افغانستان ته یې په جبري توګه ستانه کړي دي. په راپورونو کې دا یادونه هم شوې، چې دغه کډوال د پولیسو لهخوا ځورول شوي دي.
له ایرانه اوس هم هره ورځ افغان کډوال په زور اېستل کېږي. نړۍوال بشري سازمانونه له ايرانه په زور او ډلهييزه توګه د افغان کډوالو اېستل د نړۍوالو قوانينو خلاف کار بولي.