ملګري ملتونه: افغانستان کې ستنېدونکو افغان مېرمنو لپاره ټولنیز او اقتصادي فرصتونه نشته

۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره (UN-Habitat) وايي، افغانستان په بې‌سارې توګه د کډوالو د جبري ستنولو له کړکېچ سره مخامخ دی او تر نیمايي زیات د ستنېدونکو کسانو عمرونه تر ۱۸ کالو کم دي.

د دغه پروګرام مشرې استفاني لوز په یوې خبرې غونډه کې ویلي: «زه خپله یوه لور لرم؛ نو کله چې افغانستان ته تلونکو تنکیو نجونو ته ګورم، پوهېږم چې هغوی داسې هېواد ته بېرته ستنېږي چې په کې له ۱۲ کلنۍ پورته د نجونو لپاره زده‌کړې نشته. دوی داسې ځای ته ځي، چې هلته د ښځو او نجونو لپاره هېڅ ټولنیز او اقتصادي فرصتونه نشته.»

نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان په بې‌ساري ډول د کډوالو د ستنولو له کړکېچ سره مخامخ دی؛ مېلیونونه کسان په جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه ستانه شوي، چې تر نیمايي زیات یې له ۱۸ کالو کم عمر لري.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د مشرې په خبره:« د ځینو ستنو شویو کورنیو سرپرستي د ښځو په غاړه ده؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځې له محرم پرته ان ډاکټر ته نشي تلای، نو دا په خپله د دوی لپاره لویه ننګوونه ده.»

اغلې لوز وايي، افغانستان ته د کډوالو د ستنولو بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې له وړاندې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی او که په دې برخه کې جدي ګامونه پورته نه شي؛ نو وضعیت به لاپسې کړکېچن شي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د معلوماتو له مخې؛ افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راځي، چې له اقلیمي بدلونونو ډېر اغېزمن شوی دی او وچکالۍ، سېلابونو، د تودوخې ګرمو څپو خلک له ننګوونو سره مخ کړي دي.

نور خبرونه

رادیو