د تهران والي: له څه باندې ۱ میلیونه اېستل شویو افغانانو، ۴۵۰ زره یې له تهرانه اېستل شوي

پرون

په داسې حال کې چې څو میاشتې مخکې ایران د ناقانونه افغان کډوالو د اېستنې بهیر پیل کړ، د تهران والي وایي چې تر اوسه له دغه هېواده څه باندې یو میلیونه ناقانونه افغان کډوال اېستل شوي او په دې اېستل شویو کې یوازې ۴۵۰ زره ناقانونه کډوال د دغه هېواد له پلازمېنې تهران څخه اېستل شوي دي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۸مه) په تهران کې په یوې خبري غونډه کې زیاته کړه، په دغو اېستل شویو کسانو کې ځينې یې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د معتمدیان په وینا، پروسږکال د تهران په ښوونځیو کې د کډوالو زده کوونکو شمېر ۲۲۰ زرو ته رسېده، خو سږکال د مجازو کډوالو زده کوونکو شمېر شاوخوا ۸۰ زرو ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، له دې وروسته به په تهران کې د مجازو کډوالو د اوسېدو ځایونه او د کارونو څرنګوالی هم د دوی له لوري وټاکل شي.

د تهران والي په ایران کې د ناقانونه کډوالو د کار په تړاو وايي، پخوا همدغو ناقانونه کډوالو د کارګرو ایرانیانو ځای نیولی وو، خو تر دې وروسته به په هر ولایت کې د اړتیا وړ افغان کارګر په رسمي توګه جذب شي او په وینا یې هر کارګر باید بیمه هم ولري.

نوموړي همداراز په ډاګه کړې، لا هم په ځينو برخو کې ناقانونه کډوال په کارونو کې جذب شوي چې په وینا یې دوی ته دغه ډول وضعیت د منلو نه دی.

که څه هم له ایرانه په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي، خو لا هم دغه بهیر روان دی.

اخوا، د «اوا» د حقوقي او ټولنیزو مشورو مرکز په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې سلګونه افغان کډوال له ایران څخه د جبري اېستلو پر مهال له زور زیاتي سره مخ او د دوی ملکیتونه ضبط شوي دي. دې مرکز د نړۍوالو سازمانونو د سمدستی مداخلې غوښتنه او د ایران حکومت څخه یې غوښتي، چې بشري حقونو ته ژمن پاتې شي.

له دې سره، طالبانو بیا په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې دوه ملیونه افغانان له ایران څخه په زوره اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو