طالبانو د ستنېدونکو کډوالو په اړه د یوه راپور د خپرولو په تړاو د یوناما مسوولین احضار کړي

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په جبري توګه د راستنېدونکو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د بشري حقونو څانګې د وروستي راپور له څېړنې وروسته د یوناما مسوولین احضار کړي دي.

د یوناما په راپور کې چې همدا څو ورځې مخکې خپور شوی راغلي، هغه افغان کډوال چې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته په زور سره اړول کېږي، د طالبانو له لوري له شکنجې، غچ اخیستنې، بې‌دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د جبري راستنېدونکو په اړه د یوناما د بشري حقونو د څانګې وروستی خپور شوی راپور یې چې ګواکې هغه افغان کډوال چې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته اړول کېږي د طالبانو له خوا له شکنجې، انتقامي چلند، بې‌دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي، څېړلی دی.

دغه څېړنه د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو، د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او د استخباراتو د عمومي ریاست له استازو جوړ د یوه کمېسیون له لوري شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، که څه هم د یوناما په یاد راپور کې په محدود ډول د ځینو مثبتو اقداماتو یادونه شوې، خو په عمومي ډول له رااېستل کېدونکو کډوالو سره د مرستې پر ځای هڅه شوې چې له کلماتو سره د لوبې له لارې حقايق تحريف او د ذهنونو په مغشوشولو سره کډوال اندېښنمن کړي.

د یوناما یاد راپور له ۴۹ راستنو او یا هم را اېستل شویو کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی او پکې یوې ښځې ویلي، چې یوه طالب نظامي چارواکي په زور سره د هغې د ودولو غوښتنه کړې او د تېر نظام یوه قاضي بیا ویلي چې له ډاره له کوره نه وځي او همداراز په تخار او پکتیا کې بیا ځینې راستانه شوي کسان وژل شوي هم دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، د یوناما په راپور کې د قضیو انتخاب محدود او غرضناک دی او تر ډېره د غېر معياري ميتودونو پر بنسټ يوازې پر منفي اړخونو متمرکز دی او مثبت پرمختګونه پکې له پامه غورځول شوي او له داسې اصطلاحاتو څخه کار اخیستل شوی، چې سیاسي بڼه لري او د بې‌طرفۍ اصل تر پوښتنې لاندې راولي، لکه د غچ اخیستنې، خپلسرې نیونې، شکنجې او بد چلند ترسره کولو او په وینا یې په مجموع کې په یاد راپور کي هڅه شوې، چي په عامه اذهانو کې بې‌ځایه اندېښنې رامنځته کړي چې ګواکې د هېواد اوسنی وضعیت د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره مساعد نه دی.

د دغه وزارت د اعلامیې پر بنسټ، ۵ ورځې مخکې د یاد کمېسیون غړو چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت پر غاړه و، د یوناما د بشري حقونو څانګې مسوولین بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړي او ورته ویل شوي، چې د راپور ورکړې پر اوسنۍ طريقې جدي بياکتنه وکړي او د يادو شويو علمي او مسلکي نيمګړتياوو د تصحيح په موخه عملي ګامونه واخلي.

دغه وزارت همداراز یوناما ته خبرداری ورکړی، چې د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې دوی خپل مکلفيت بولي چې د اذهانو د مغشوشولو په نيت د ورته بې‌بنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي، خو د مناسب اقدام په تړاو یې نور جزییات نه دي وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تېر نظام چارواکي، کارکوونکي، بشري، مدني او ښځینه فعالان، خبریالان، هنرمندان او نور ورته کسان د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له وېرې او د خپلو ځانونو او کورنیو د خوندینې لپاره ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او یا هم ایران ته کډه شوي، خو په دې وروستیو میاشتو کې ګاونډیو هېوادونو او په تېره بیا پاکستان او ایران د افغان کډوالو اېستنې ته ملا تړلې او ورسره دغه کسان چې د طالبانو له وېرې له هېواده تښتېدلي وو، بېرته هېواد ته اړول کېږي او د یوناما د راپور پر بنسټ هغوی په خپل هېواد کې بیا په یوه ډول نه یوه ډول سره ځورول کېږي او په وېره کې شپې او ورځې تېروي.

نور خبرونه

رادیو