د خبریالانو ملاتړ سازمانونه اندېښنه لري، چې فرانسې او یو شمېر اروپايي هېوادونو افغانانو په ځانګړي ډول خبریالانو ته د ویزې د ورکړې بهیر کم یا په بشپړ ډول بند کړی دی.
د معلوماتو له مخې، فرانسې له شاوخوا ۱۷۰ خبریالانو د ویزو مرکې هم اخیستي، خو هغوی له میاشتو راهیسې بې برخلیکه دي.
د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر سازمانونو د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د اندېښنې په څرګندولو ویلي، چې فرانسې او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو افغانانو، په ځانګړي ډول خبریالانو ته، د ویزو د ورکړې بهیر کم یا بشپړ بند کړی دی.
یو شمېر سازمانونو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته معلومات ورکړي، چې یوازې فرانسې له ۱۷۰ خبریالانو د ویزې مرکې اخیستي، خو دغه خبریالان له میاشتو راهیسې په پاکستان کې بې برخلیکه او د سختو حالاتو سره مخ دي.
سرچینو په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو وضعیت ناسم بللی او ویلي یې دي: «په پاکستان کې د افغان خبریالانو ګڼ شمېر کورنۍ درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي؛ له ځینو یې د اړوندو هېوادونو سفارتونو مرکې هم اخیستي، خو لا هم په اوږده انتظار کې دي.»
د دوی په وینا، پاکستان نږدې هره ورځ له نورو افغانانو سره یو ځای خبریالان هم نیسي او ځانګړو امنیتي حوزو ته یې لېږي، او ایران هم خبریالان له هېواده شړي.
په تېره یوه اوونۍ کې پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په بېلابیلو سیمو کې یو شمېر هغه خبریالان چې درېیم هېواد ته د ویزو په تمه و، نیولي او غواړی چې ځانګړو کمپونو ته یې ولېږي.
په اسلاماباد کې یو نیول شوی خبریال چې د پولیسو له زیاتو پوښتنو وروسته خوشې شوی، وايي: «په پاکستان کې د خبریالانو وضعیت ډېر خراب دی. د ډېرو افغانانو د لنډمهاله اوسېدنې ویزې ختمې شوې، ډېر یې نورو هېوادونو ته د تګ مرکې ورکړې او ویزو ته په تمه دي، خو بیا هم نیول او ځورول کېږي.»
په پاکستان کې مېشت خبریالان د اندېښنې په توګه وايي، که افغانستان ته ولېږل شي؛ ژوند به یې له ګواښ سره مخ شي.
دوی زیاتوي: «په اسلاماباد کې د پولیسو له لوري نیول شوي خبریالان لومړی اړوندو امنیتي حوزو ته انتقالېږي، وروسته یې حاجي کمپ ته وړي او بیا یې د بشپړ معلوماتي لېست سره د تورخم له لارې طالبانو ته سپاري. په داسې حالت کې د خبریال ژوند سل سلنه له ګواښ سره مخ کېږي.»
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې هم د اندېښنې په توګه ویلي: «له بدمرغه په پاکستان او ایران کې د خبریالانو وضعیت ډېر بد دی، ورځ تر بلې محدودیتونه پرې زياتېږي او پاکستان وېزې هم نه ورته تمدید کوي او ایران خبریالان په جبريتوګه باسي.»
ښاغلی عبیدي وايي، چې په پاکستان او ایران کې د خبریالانو سره په تفاهم هڅه کوي د یوه میکانیزم له لارې پر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو فشار راوړی، چې خبریالانو ته د ویزې د ورکړې پروسه چټکه او بیا شروع کړي.
په اسلام اباد کې مېشت یو افغان خبریال د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې فرانسې ته یې د تګ لپاره انټرويو هم ورکړې، خو له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د وېزو ورکړې ته په تمه دی.
د هغه په خبره، «په پاکستان کې هره ورځ د افغانانو نیونې جریان لري، نږدې ۴ میاشتې کېږي فرانسې ته مې د تګ لپاره انټرويو ورکړې او په تمه یم، که دا ستونزې حل نه شي یو فاجعه رامنځته کېږي.»
دغه راز یو بل خبریال هم د امنیتي اندېښنې له امله د نوم د نه ښودلو په شرط وایي، چې له تېرو دوو کلونو څخه په اسلام اباد کې درېيم هېواد ته د تګ لپاره د ژوند شپې سبا کوي.
هغه وايي: «دوه کاله کېږي پاکستان کې یم، درې میاشتي کېږي انټروي مي ورکړې خو ځواب می نه دی ترلاسه کړی، د خبریالانو اوسنی وضعیت ډېر دردونکی دی.»
خبریالانو له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې په تمه ناست افغانانو ته دې د ویزو پروسه چټکه او یا دې له پاکستان سره د یو تفاهم له لارې د لنډمهالې اوسېدنې زمینه برابره کړي.
د معلوماتو له مخې، فرانسې، المان او نورو اروپايي هېوادونو هم په پاکستان او ایران کې په تمه ناستو افغانانو لېست له اړوندو هېوادونو سره نه دی شریک کړی، خو ویل کېږي چې دې هېوادونو کډوالو ته داسې پاڼې لېږلې چې د نیول کېدو په صورت کې له هېواد څخه و نه ایستل شي. خو ایراني او پاکستاني پولیس له ویزې پرته بل هېڅ ډول پاڼه یا سند نه مني.
دا په داسې حال کې ده، چې یوازې امریکا د پاکستان حکومت ته د هغو کسانو نوملړ ورکړی، چې دغه هېواد ته د تګ لپاره ویزو ته انتظار دي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ هم پاکستاني پولیسو دوه افغان خبریالان د ویزې د نه لرلو له امله نیولي وو، چې یو یې خوشې شوی او بل یې د اېستلو په موخه حاجي کمپ ته لېږدولی دی.