په امریکا کې د کرونا نوې بڼه په چټکۍ خپریږي

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۹

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز وايي، د کرونا ویروس نوې بڼه چې «سټراټوس» نومېږي، په دغه هېواد کې په چټکۍ خپرېږي. د نړیوالو معلوماتو له مخې، په دغه ویروس د اخته کېدو کچه د می په لومړیو کې ۷،۴ سلنه وه، خو اوس په ۳۸ هېوادونو کې ۲۲،۷ سلنې ته رسېدلې.

هغه ایالتونه چې د دغه ویروس لوړه کچه پکې ثبت شوې،الاسکا، کالیفورنیا، کولراډو، نیواډا او یوتا دي.

که څه هم د کوویډ–۱۹ له امله د روغتونونو بیړنيو څانګو ته د مراجعې کچه په ټولیز ډول ټیټه ده، خو د تېرې اونۍ په پرتله یې زیاتوالی ښودلی دی.

دغه نوې بڼه لومړی ځل د جنوري په میاشت کې د جنوب ختیزې اسیا په یوه برخه کې وپېژندل شوه.

بریتانیا، فرانسه، جرمني، هسپانیا، ایټالیا، بلجیم، هالېنډ، پرتګال او سویډن هم ورته پېښې موندلې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا نوې بڼه کروناپه خپل څارنوملړ کې شامله کړې ده.

اوسنۍ څېړنې ښيي چې د دې ناروغۍ خپرېدل د پخوانۍ کرونا د موسمي خپرېدا له ډول سره توپیر لري.

پخوا د کوویډ پېښې زیاتره د ژمي په میاشتو کې کېدې، خو اوس شواهد ښيي چې دا ډول په دوبي کې هم خپرېدای شي.

د دې بدلون لاملونه لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي روښانه، خو کېدای شي د ویروس په جوړښت کې بدلون، د موسمونو له مخې د انسانانو چلند، یا د ناروغیو پر وړاندې د ټولنې د وګړو د معافیت کموالی یې لامل وي.

په دې ناروغۍ کې تبه یا رېږدېدل، ټوخی، د ساه لنډوالی، د ستوني خوږ یا خارښت، د پزې بهېدل یا بندېدل، د خوند یا بوی له لاسه ورکول، ستړیا، د غړو یا بندونو درد، سردرد او زړه بدوالی شامل دي.

ځینې ناروغان د غږ خرابېدو شکایت هم کوي.

په شدیدو حالاتو کې ساتنګي، د سینې درد یا فشار، ناڅاپي ګډوډي، زر نه ویښېدل، یا د شونډو، نوکانو او پوستکي د رنګ بدلون سملاسي طبي پاملرنې ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو