افغان کډوال: پاکستاني پولیس هغه لیکونه نه مني، چې ځینو سفارتونو افغان کېس لرونکو ته ورکړي

۳ ورځې مخکې

په پاکستان کې مېشت افغانان وایي، پاکستاني پولیس هغه لیکونه نه مني چې ځینو سفارتونو افغان کېس لرونکو ته ورکړي دي. په دغه لیکونو کې د پاکستان له حکومت غوښتنه شوې، چې د ورکړل شوي ډاډ له مخې دې افغان کېس لرونکو ته د اوسېدو زمینه برابره کړي.

ځینې افغان کېس لرونکي بیا وايي، چې له دغو لیکونو سره، سره پولیسو نیولي دي. په اسلام اباد کې مېشته یوه افغانه شبانه «مستعارنوم» چې خپله هم د امریکا او فرانسې کېسونه لري وايي، پولیس د امریکا او جرمني پرته د نورو سفارتونو لیکونه نه مني.

نوموړې وايي، تازه د پولیسو له‌خوا د ویزې د نه لرلو په تور نیول شوې وه؛ خو د امریکا سفارت او بهرنیو چارو وزارت د لیک په ښودلو پولیسو له دوو ورځو وروسته خوشې کړې ده.

د نوموړې په خبره:« پولیس یوه اوونۍ مخکې کورته راغلل، ویزه یې رانه وغوښته ما ورته وویل چې اوس خو له ټولو سره ویزې نشته؛ خو د فرانسې او امریکا سفارت لېټر لرم. خو زه یې ونیولم، چې موږ ستا لیټرې ګورو او ویریفېکشن یې کوو؛ خو د فرانسې هغه نه منو.»

اغلې شبانه زیاتوي، پولیسو د دې په ګډون د ډېرو هغه کسانو چې د فرانسې او نورو هېوادونو کېسونه یې لرل او لیکونه ورسره وو؛ د هغوی لیکونه ونه منل او ځینې ان د ډیپورټ نوملړ کې اضافه شول.

په اسلام‌اباد کې مېشت هغه افغانان چې د فرانسې کېسونه لري د فرانسې سفارت له لوري ورته داسې یو لیک ورکول کېږي، «په اسلام‌اباد کې د فرانسې سفارت دغه کسان چې په دغه لیک کې یې نومونه او د پاسپورټ نمبرونه ذکر شوي او افغانان دي دا مني، چې دوی د بشردوستانه اوږدمهاله ویزو لپاره غوښتنه کړې ده، د دوی مرکې شوې دي او چارې یې تر پروسس لاندې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري دا ډاډ ورکړل شوی، چې دغه کسان به په قانوني توګه په پاکستان کې د دوی د کارونو د پروسس او فرانسې ته ترتخیلې پاتې کېږي.»

فرانسې ته ورته د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو او ځیني هغه هېوادونه چې افغان پناه غوښتونکي مني، دغه ډول لیکونه خپل کېس لرونکو ته ورکړي دي.

که څه هم په دې اړه کره شمېرې نشته، چې څومره افغانان په پاکستان کې نورو هېوادونه ته کېسونه لري؛ خو د ځینو راپورونو له مخې شمېر یې زرګونو ته رسېږي.

په ورته وخت کې په اسلام‌اباد کې مېشت یو بل مدني فعال ثناءالله رحیمي « مستعارنوم» هم د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي، هره ورځ د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت دریځ بدلېږي. نوموړی وايي، میاشت وړاندې یې ځینې ملګري پولیسو نیولي وو چې د فرانسې په لیکونو یې راخوشې کړل؛ خو اوس بیا دغه لیکونه نه مني.

په پاکستان کې ډېرې هغه افغان کډوال چې نورو هېوادونو ته کېسونه لري په ویزو راغلي؛ خو له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې یې د ویزو د تمدید لړۍ درېدلې ده.

د روان میلادي کال له پیله د پاکستان حکومت دلته د مېشتو افغان کډوالو لپاره د ویزو د تمدید موده یوې میاشتې ته راکمه کړې، چې د تمدید د لړۍ له بندېدو وروسته د ګڼو افغانانو د ویزو موده ختمه شوې ده. په ورته وخت کې په وروستیو څو ورځو کې د اسلام‌اباد په افغان مېشتو ښارګوټو او سیمو کې د پولیسو د نیولو لړۍ هم چټکه شوې ده.

د دغه لړۍ په دوام د ځینو مدني فعالانو او خبریالانو د نیولو په اړه هم خبرونه خپاره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو