د پاکستان پوځ نن سېشنبه (د زمري ۲۱مه) ویلي، د دوی ځواکونو د روان کال په اګست میاشت کې د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ په سنبازا سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې یې ۵۰ وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روان کال د اګست میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه یې چاڼیز عملیات کړي او خپل ۴۷وسلهوال یې وژلي دي او د یادو عملیاتو پر دوام یې ۳ نور هغه وسلهوال هم وژلي دي، چې هند یې ملاتړ کاوه.
د پاکستان پوځ د یادو عملیاتو پرمهال خپل لوري ته د اوښتي زیان په اړه کومه څرګندونه نهده کړې.
پاکستان ویلي، چې دغه عملیات یې د امنیت ټینګولو او د پولو ساتلو په پار کړي دي.
له بل پلوه پاکستاني چارواکو ويلي، چې حکومت به په بلوچستان کې د مخابراتي شبکو انټرنېټي خدمتونه د اګست میاشتې تر پایه وځنډوي. د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند رسنیو ته ویلي، چې دا کار یې د وسلهوالو د همغږۍ او معلوماتو شریکولو د مخنيوي لپاره کړی دی.