پاکستان د امریکا د بهرنیو ترهګرو په نوملړ کې د بلوڅ ازادۍ پوځ د شاملېدو هرکلی کړی

۲۳ ساعتونه مخکې

پاکستان د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی چې د بلوچستان د ازادۍ پــوځ او د هغه اړونده ډله «مجــید بریــګېډ» یې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌ایل‌اې) او د هغې اړوند وسله واله ډله «مجید بریګېډ» یې د بهرنیو ترهګرو ډلو (اېف‌ټي‌او) په رسمي نوملړ کې شاملې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ «بي اېل اې» د بلوچستان له سیمې یوه فعاله وسله واله ډله ده، چې له ۲۰۱۹کال را وروسته یې د ګڼ شمېر ترهګریزو بریدونو مسوولیت منلی دی.

دغه ډله په ۲۰۱۹کال کې د څو خونړیو بریدونو له امله د نړۍوالو ځانګړو ترهګرو په نوملړ کې شامله شوې وه. له هغه وخت راهیسې، دې ډلې او د هغې اړوند مجید بریګېډ د نورو لویو بریدونو مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اسلام‌اباد له دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال د جولای پر ۱۸مه نېټه مجید بریګېډ د یوې ترهګریزې ډلې په توګه اعلان کړې وه. دغې ډلې په پاکستان کې په ګڼو خونړیو بریدونو کې لاس درلود، چې پر «جعفر اېکسپریس» اورګاډي برید او په خضدار کې د بس پر مسافرو برید پکې شامل دي.

دغه اعلان واشنګټن ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر له سفرونو وروسته کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شاملول یو مهم حقوقي او سیاسي ګام دی، چې د دغو ډلو مالي سرچینې، نړۍوال ملاتړ او لوژستیکي امکانات کمزوري کوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دې پرېکړې موخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د ملکي وګړو د خوندیتوب یقیني کول دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او د سیمې د ثبات او نړیوال امنیت لپاره یې مهمې بریاوې ترلاسه کړې دي.

بلوچستان له کلونو راهیسې د بېلابېلو وسله والو ډلو د فعالیت مرکز پاتې شوی، چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، چینايي ګټو، زېربنایي پروژو او بهرنیو کارکوونکو بریدونه کوي.

نور خبرونه

رادیو