که څه هم څو ورځې وړاندې یو پاکستاني چارواکي ويلي و، چې حکومت به په بلوچستان کې د مخابراتي شبکو انټرنېټي خدمتونه د اګست میاشتې تر پایه پورې وځنډوي؛ خو اوس سوداګر شکایت کوي، چې د حکومت دې پرېکړې د هغوی سوداګرۍ ته زیان اړولی دی.
سوداګر شکایت کوي، چې دوی خپل کاروبار په موبایل کې د واټس اپ او نورو انټرنېټي اپلېکېشنونو له لارې مخ ته وړي؛ خو اوس یې کار ټکنی شوی دی.
د کویټې ښار یوه سوداګر نويد افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« هر څوک په دوکان یا کور کې وایفای نهلري او نه هم هر څوک په دفتر کې ناست وي. موږ په منډه کې یو او باید په منډه کې هم د واټس اپ له لارې خپل کاروبار وڅارو؛ خو اوس له ستونزو سره مخ یو.»
په کویټه کې د وچې مېوې یوه سوداګر شفیق خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« زه باید له خپلو موټر چلوونکو سره خبرې وکړم او پوه شم، چې مالونه یې تر کومه ځایه رسولي او چېرې دي؟ خو اوس یې حال نهلرم، دا زموږ لپاره لوی سرخوږی دی.»
د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند رسنیو ته ویلي، چې دا کار یې د وسلهوالو د همغږۍ او معلوماتو شریکولو د مخنيوي لپاره کړی دی.