د بلوچستان په واشک ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو برید شوی، چې له امله یې د یوه افسر په ګډون ۹ پوځیان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې؛ برید نن سهار داسې مهال شوی، چې وسلهوالو په بسیمه سيمې کې د چټک غبرګون ځواکونو ته کمین نیولی او د هغوی پر موټرو یې ډزې وکړې.
د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د راپور له مخې؛ په دغه برید کې ۶ ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي.
لاتراوسه د دغې برید پړه کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهده اخیستې.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ نن سېشنبه (د زمري ۲۱مه) ویلي د دوی ځواکونو د روان کال په اګست میاشت کې د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ په سنبازا سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې یې ۵۰ وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روان کال د اګست میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه یې چاڼیز عملیات کړي او خپل ۴۷وسلهوال یې وژلي دي او د یادو عملیاتو پر دوام یې ۳ نور هغه وسلهوال هم وژلي دي، چې هند یې ملاتړ کاوه.