پزشکیان: اوس چې هرڅه جوړ کړو، بیا راځي او ولي یې

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۹

د ایران ولسمشر په یوه ناسته کې پر خبرو اترو ټینګار کړی او وايي، د خبرو نه کولو صورت کې [اسراییل او امریکا] بیا راځي او برید کوي.

پزشکیان په خپلو خبرو کې وویل، « خبرې نه کوې؟ ښه، نو څه غواړې؟ غواړې وجنګېږې؟ ښه، راغی او ویې ویشتې؛ اوس چې بیا هرڅه جوړ کړو، بیا راځي بیا [مو] ولي».

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ، د زمري پر ۱۹مه، د دغه هېواد د رسنیو له مدیرانو سره په یوه ناسته کې وویل، چې « یار او سر » دواړه نه شي کېدای او چې استقلال او خپلواکي ساتل غواړي، بندیزونه به هم زغمل کیږي.

هغه وویل، چې د اسلام سپارښتنه ده، چې که دښمن سوله وړاندیز کوي، باید له خبرو اترو ډار ونه شي.

د پزشکیان پر خبرو ددغه هېواد سپاه پاسداران ته نږدې خبري اژانس تسنیم تبصره کړې او د هغه د خبرو اترو ویډیو یې خپره کړې ده. اژانس ویلي، چې دا خبرې دښمن هم اوري.

دغه اژانس په خپله تبصره کې ویلي، چې « ښاغلیه پزشکیان! داسې خبرې او خپله کمزوري ښودل د هغې مذاکرې لار هم بندوي چې تاسې پرې باور لرئ او دا د ملي ګټو په زیان دي».

پزشکیان وايي، چې دوی د خپل مشر له مشورې پرته هیڅ کار نه کوي، خو هرڅه چې د هېواد او خلکو په ګټه وي، باید ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو