د اوکراین ولسمشر ویلي، دوی به هېڅکله خپله ځمکه اشغالګرو ته ونه سپاري او د امریکا هغه وړاندیزونه یې رد کړل چې له روسیې سره په یوه احتمالي تړون کې د سیمو تبادله پکې شامله ده.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې پوتین او ټرمپ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه راتلونکي جمع سره ګوري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې هغه به د اګست په ۱۵مه په الاسکا کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري او ویې ویل چې د زېلېنسکي په ګډون دواړه خواوې یوې داسې معاملې ته نږدې دي چې کولی شي درې نیم کلنه روانه شخړه حل کړي.
د احتمالي معاملې جزییات لا تر اوسه نه دي اعلان شوي، مګر ټرمپ ویلي چې په دې کې د دواړو خواو د ښه والي لپاره د ځینو سیمو تبادله شامله ده. د ټرمپ همدې څرګندونو ته زېلېنسکي غبرګون ښودلی چې اوکراین به خپله ځمکه ورنه کړي.
زېلېنسکي په یوه ویډیویي وینا کې وویل: «اوکرایین به خپله ځمکه اشغالګر ته ډالۍ نه کړي.»
هغه ویلي، چې د اوکراین پولې د هېواد په اساسي قانون کې ټاکل شوي دي.