له نن سهار راهیسې اسراييلي پوځیانو په غزه کې لږ تر لږه ۱۴ مرستو ته په انتظار ولاړ فلسطینیان وژلي دي. له دې ډلې ۱۱ وژل شوي کسان د غزې شمال «العوده» روغتون ته وړل شوي دي.
په وژل شویو فلسطینیانو کې هغه شپږ کسان هم شامل دي، چې نتساریم دهلېز ته نږدې د خوړو په تمه ولاړ وو. په سوېلي غزه کې هم دوه کسان وژل شوي، چې مرستو ته په تمه وو. د دغه فلسطینیانو جسدونه «ناصر» روغتون ته لېږدول شوي دي.
له بل پلوه په خان یونس کې اسراييلي هوايي ځواکونو یو اپارتمان په نښه کړی، چې په پایله کې یې یوه ښځه وژل شوې او یو بل کس ټپي دی.